Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دشايق جمال په شعر ونو کې طنزونه
پوهنمل محمود نظری
۲
شايق جمال د سانسور په خاطر خپلې لیکنی په انیس کې « د قلم د لیونتوب »تر نامه لاندې خپرولي چې د هغه دا ډول شعرونه اوس دترزیق په نامه مشهور دی
ژباړه:
(...نن سهار مي طبع لکه د جانان قد لوړ و
د پسرلي هوا لکه د یار کمیس معطر اوصفا و
بېله دې چې سوچ مي کړی وي یا تندی وموښم
یو نوی او ښه غزل مي تر سټوني راغی
او د پزې له سوریويې کله کشک کوئ
ما چي هر څه خپل زري قلم ولټوی
چې ما د بندل خان بزغاله د چرګې له ښکر څخه توږلی و
پیدامي نه کړ، له دې ویرې هسي نه چې د هغه دکربوړي مانا زما له دماغه وا لوزي
ژر مې د واورې رشبیل د نقلو په مربا غوطه کړ
د خپل اس د پتلون... مي ولیکی)
د هغه یوبل ترزیق طنز داسې دی :
ژباړه:
پسرلی راغی نړۍسوه بیا جوجو
د بارانې د بڼ سپي کوي غوغو
نهالان سر په سر پښوته انګور
ستاسو د بام سیر شپږ کاسې زنبور
دګلاب اویاسمن جنګ دی په حلوا
د شلغم ګل په ښاخ کې د حوض بالا
نه پوهیږم زردالو ته چا ورسوله اوازه
چي فواره دناک لاندې ده ویده
له نازبو پټاټو اور واخیسته
ځکه کینا د کوثر لمن نیولې ده
په داوودي کې د بادنجان سر ننوت
د ګازرې د هجران غم ووت
راسه بزګره چې وخت د ټوپ اوخېز دی
زما لورلکه ستا پټکی تیز دی
راسه چې اوس وخت د کښت او کر دی
وګوره ګیدړ سپور د پچې پر سر دی
پر بام د چنګاښ هګۍ په شا کړه
زما سره هم خپل غو ا اشنا کړه
د فرنی ګل د دلدار په سر کښېږده
د چنګښي په شا میخ اوتار کښېږده
له غاټوله هره خوا شمع اوچراغ دی
د کارغه دماغ لکه چورندک داغ دی
د هاشم خان په وخت کي ددې ترزیق خندا هم غنمت وه که څه خلکو د هغه ځینې بیتونه تغیرول خو د سانسور دستګاه په هغه کې څه نسوای پیدا کولی.