Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دعبدالعلي مستغني په شعر کي طنزی توکې
پوهنمل محمود نظري
عبدالعلي مستغني د رمضان زوی ،چې په کال ( ۱۲۵۲ ل ) د کابل په بالا حصار کې زېږېدلی دی. لومړی زده کړې يې له پلاره، بیا يې د نورو استادانو د فلسفې، منطق ، اصول ، تصوف، فقه او عربي ادبیاتو زده کړه کړې ده .
عبدالعلي مستغني له ځواني څخه ډیر زړه راکښونکي اخلاقي او ټولنیز پښتو او دري شعرونه ویل او د وخت په نشریو کې یې خپرول،هغه لومړی شاعر و چې په شعر کې يې ورځیني پېښې ،وییونه او طنزی توکي ځای کړې، د هغه دټولنیزو شعرونه منځ پانګه دآزادي ارمانونه ،د بې سوادي له بلا سره مبارزه، خلک په ټولنیزو پرمختګونو پوهول جوړوي
عبدالعلي مستغني د حبیبې په لیسې کې د ښوونکی دنده لرله اوبیا په سراج الاخبار کې د ادبي برخي مسول او ادیتر سو ،هغه دکابل د ادبي انجمن غړی و.
له بده مرغه دهغه د شعرونو ټولګه دهغه له مړینې وروسته غلا سوی ده
دهغه یو پاته کتاب ساقی نامه نومیږي
وايي دببرک کارمل په وخت کې استاد سراهنګ د پدر وطن په ملی جبعه په غونډه کې د سندرو ویلو په لړ کې مخ د ببرک کارمل خوا ته واړوی او هغه ته يي ویل:
اجازه ده څو توری خپل هم ووایم؟!
هغه ورته ویل : ووایه
استاد سرآهنګ د عبدالعلي مستغني دا مشهور شعر ووایه
ناز دارد بي سر و سامانيم
ژباړه:
نازلري بې سر اوساماني مي
سیند په غیږ کې توفاني څاڅکي مي
اسمان بیزازه دی، له سرګرداني مي
د هر کا رمشکل راته سي اساني مي
که نه پوهیږې په غیرت دافغاني مي
چي میدان ته راشې بیا پيژني مي
په دې سندرې دغونډې حالت بل ډول سو.
دعبدالعليمستغني یو بل شعر چې دموټر په هکله يې ویلی دی داسې دی.
ژباړه:
خر می ولید ډیر غټ چې ښه پیکر يې لره
ښکلی صورت لکه طاووس ښه منظر یې لره
ویل دا خر دی د پاچا روان تخت
سورلۍ يې پاچا ، په ژبو کي یې نوم موټر لره
عبدالعل يمستغني په کال ( ۱۳۱۲ل) د( ۵۹) کلني په عمر مړ سوی دی.