Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غزل
دار ته می بیائی ،ارمانـــونه لاري نه بدلوی
لکه د وخت چی ستــــــمونه لاري نـــه بدلوی
سترګي می ووتي په تیرو پسی ډیر ژړیــږم
شکر خواږه، خواږه دردونه لاري نـه بـدلوی
غمژن،غمژن مو بیا د کلي مازیګر ښکاریدو
ماښام ماتم کړي چې مرګونه لاري نه بدلوی
دنړۍ هر سر ته چی رسم نوستا یادمي مل وی
پښتنې میــنې ستا یادونــه لاري نه بــدلــوی
د ژوند سفر راباندی بوج وی بې دیــار له غمه
ارمان سلګۍ شي همتونه لاري نه بـــدلـوی
تر څــو به ګرځم د پردی وطن پردو کوڅوکې
ژاړه عــزیـــزه تــقــدیرونه لاري نه بــدلــوی
۲۳/۱۲/۲۰۱۱
الوتکه، ډوسلدورف ـ اوسلو
Aziz Sarshar