مورته سګريټ اخلم
رښتينی کيسه
د کابل نه د خوست په لوري راهي و، کله چې ګرديز ښار ته راورسيدو نو په موټر کې يو کس په موټروان ورغږ کړ ( وستاد يو ښه هوټل ته يې ودروه چې د غرمې ډوډۍ وخورو،) موټروان همداسې وکړل سورلي دموټرنه ښکته شول ، ما د هو ټل په برنډه کې لاسونه وينځل چې په يو ماشوم مې ورپام شو په بوتل کې يې سور رنګ اچولې او بيايې دنلکې نه اوبه پرې ورخوشې کړې ، بوتل ډک شو بيا د برنډې په يو کونج کې ورته کيناست دپاپړو يو پاکټ يې له څنګ جيبه راوسته او د اوبو سره يې د پآپړو خوړل شروع کړل ، ماشوم له رنګه ډير غمژن او خفه ښکاريده او د ځان سره يې يوه نيمه خبره هم کوله زه نږدې ورغلم او څنګ ته ورسره کيناستم پوښتنه مې ترې وکړه ماشومه نوم دې څه دی ؟ هدايت .دکوم ځای نه راغلی يې؟ د کورنه راغلې يم ولې ؟. هسې مې پوښتنه وکړه څه کار کوې ؟ پلاستکي خلتې خرڅوم ؟ پلار دې څه کار کوي ؟ پلار مې يوکال پخواپه ځان مرګي بريد کې مړشو . ترونه او ماما ګان نه لرې ؟ نه . ښه د کور دپاره خواړه ته وړې ؟ او . څومره روپۍ په ورځ کې ګټې ؟ کله شل او کله ديرش روپۍ. په دې پاپړو مړيږې ؟ هو . هره ورځ همدا خورې ؟ هو . ډوډۍ نه اخلې ؟ روپۍ راسره نه وي . په همدې وخت کې مې د ماشوم جيب ته ورپام شو ومې کتل چې يوڅو ماتې روپۍ پکې ښکاري ، ورته ومې ويل هغه دي روپې خو لرې ، پدې مې مورته سګريټ اخلم . داڅه وايې ؟ مور دې سګريټ څکوي ؟ او اول يې نه څکول کله چې مې پلار مړشو له هغه ورسته يې شروع کړل . هره ورځ مورته سګريټ اخلې؟ هو هره ورځ د لسو روپيو سرګرټ وړم مورمې په سګرټوکې چرس هم اچوي داڅه واې چرس هم ته ورته وړې ؟ هو مور مې روپې راکړي بيازه يې ورته اخلم. تاوويل چې د ورځې کله شل او کله ديرش روپې ګټم نو په د غو روپيو ستاسو د کور خرص پوره کيږي ؟ نه خو مورمې ښځوته جامې هم ګنډي .او په روپيو يې بيا سودا اخلي بل وررور لرې ؟ نه وررو نه لرم يوه وړه خور لرمه . مکتب ته نه ځې ؟ مخکې تلم خو کله چې مې پلار مړشو بيانه يم لاړ. زه لاد ماشوم سره په خبرو اترو بوخت وم ، چې همدا شيبه موټروان راغږ کړ چې ای ځوانه راځه چې ځو ما غوښتل چې د ماشوم سره نورې خبرې هم وکړم خو سورلي ټول موټرته وختل او موټروان بيا ما ته غږ کړ زه هم پاسيدم ، ماشوم ته مې پنځه سوه کلدارې هم ورکړې، دتګ په وخت مې وغوښتل چې د ماشوم نه يو عکس هم اوباسم خو وې ويل نه زه عکس نه اوباسم هلک پاسيدو خو پاپړ او د اوبوبوتل يې پاتې شو د بوتل او پاپړونه مې يو عکس ويستو . بيا ترې لاړم .ــــــــــــــــــــــــــــــ باور وکئ په ټوله لاره مې ماشوم د سترګو مخې ته ودريدو او سترګې به مې له اوښکو ډکيدې په زړه کې مې د ځان سره وويل ، دا چودنې او ځانمرګي بريدونه خو که هره ورځ که نه وي خو په هفته کې خو درې ،څلور واره نن سبا زمونږ په هيواد کې کيږي او په لسګونه بې ګناه کسان پکې وژلکيږي ، او په لسګونه ماشومان دهدايت په شان يتيمان کيږي په لسګونه ښځې کونډې شي او په لسګونه ميندې بورې شي ، چې دايو ډير بدګزار په مظلومو او بې ګناه افغانانودی ځکه چې ورځ په ورځ د بدبختيو سره لاس او ګريوان دي که دا حالات همداسې ادامه ولري نو افغانان به د ډيرو ناوړو بدبختيوسره مخامخ شي دعاوکړی چې الله دې دا جنګ اوجدال زمونږ له هيواده ژرترژره ورک کړي او د پای ټکئ ورته کيږدي آمين ..... پاي
په ډيره مينه بادشاه دين مشکور . کابل