Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دښاغلی ولی محمد نورزی شعرونه تازه شول
د زنګاوات شهیدانوته
په سرووینوکې نغښتې زما ګران وروردئ
په مرمیوویشتل شوۍ نړیدلۍ یي نن کوردئ
موری ته هم ددښمن په ماشین مړه شوی
خوری ستا مرګ خووماته لوي پیغوردئ
زما ماشوم وراره ویده خوب کې شهید شو
ګران پلاره دا ستا مرګ راته سوراوردئ
دحقوقود بشر خاونده چیرته نن ویده يي
دافغان پرکورنن مرګ اوجنګ په زوردئ
د القاعدی په نوم به څومره اور کي سوځم
دافغان زوی اوس بی غوره پروت پرګوردئ
جابره ستا ددسیسودام کي به زه نورراګیرنشم
ته یر غلګر يي ستا دوستي نه مي زړه توردئ
د زنګاوات دشهیدانو پرقبرونو بیرغ جګ کړي
نورزی به څه وایی خوږمن زړه مي ټکور دئ
ولی محمد نورزی مارچ ۲۰۱۲
ولی مې وژني
ولی مي وژني پخپل کلي اوخپل کورکي یمه
غریب افغان یم خپل ټاټوبي او ګډ کهول یمه
د پلار نیکه خاوره زما د اوسیدلو ځای دي
نه تروریست نه وحشتګرنه په بانډوکي یمه
زه خو افغان یم مسلمان یم د چا بد نه غواړم
خپلوخپلوانوسره ګډ داولادونوپه غموکي یمه
په نیمه شپه کي زماکورویجاړاولادرامړه کړي
ته وحشی څوک یي یرغلګره ستا کیسوکي یمه
ته ځناوریی ای جابره خپل قانون ته احترام نلري
خونخواره اوس ستا د شړلواووتلوپه وختوکي یمه
دیموکراسي بشردوستي تحفه دي کورته یووسه
ستا دکمک نه زه بیزاره دجګړی په بندیدوکي یمه
زه دخپل ژوند وتیرتاریخ ته ښه په غورګورم
نورزیه ګوره یوسل کاله دغلیم په دسیسوکي یمه
ښځه څوک ده
د ژوندون سره همغاړې پوره نیمه ددنیاده
د محبت له عشقه ډکه مهربانه ده متاع ده
ددوستی په نوم انسان سره ملګری مهربانه
خور اومور خاله عمه که دي ښځه اوکه آنا ده
ستا ژوندون سره تړلي د محبت ټینګه ملګرې
کوردی جوړدی یوسل کاله کورنۍ دي په هوساده
ښځه وړانګه د انسان وبشریت ته پیدا شوی
ښځه مینه اومحبت دې دښکلا ښکلي ځلا ده
په آسمان کی روشنایی دطبیعت ده چه ځلیږی
ستا ژوندون ته ترآخیره هم ملګری اوهمتا ده
د انسان ګډي نړۍ ته یو احسان دنیکی هیلی
دا دکورکهول دننه دعزت په پرده پټه ښه رڼاده
ښځه خونددپاکي مینی دانسان په موجودیت کي
په ګلنوکي خوشبویه یو ښه ګل دخپل آشناده
د وصلت اودرحمت ښه وسیله ده با احساسه
د کورغړومشورو ته دا خوله ډکه په خندا ده
هرګدااوپاچا دواړه ددي غیږکي دي لوی شوي
زه نورزی په دی پوهیږم چه روزنه زما دچاده
ولی محمد نورزی اتم مارچ
مونږ څه لرو
شنه ښکلي باغونه شني وني ګلستان لرو،باغوان نلرو
وزی پسونه رمې څاروی سپیان لرو، چوپان نلرو
شاړی للمي ځمکې دغنمواوجوارو، له حا صل ډکې
لوی ویالي داوبو لرو پریمانه، ښه بزګراودهقان نلرو
غواوي اوغویئ خوزمونږد ملک ښه مالدارې وله
ګرځو سرګردانه د څارویو،دڅارنې ښه ګوروان نلرو
آس اواوښان دواړه زمونږ دخلکو وو باری حیوان
نن سبا چه ګورو ودي کارته دروزنی ښه څاروان نلرو
ښکلي می څیري دي ښي خبری اواتري دسیاست کوو
خپل اولس لپاره وطنپاله ښه صادق پوه رهبران نلرو
جنګ کي اتلان یوود افغان خاوری ساتنه اوحفاظت کوو
ځای چه د پیسوشي خپل ځان خرڅ کړو بل ارمان نلرو
لاردشرعیت کي ښه مسلیم مونږ مخکي ترهرچانه یوو
دین اومذهب پریږدوښه عالم په اسلام پوه ملا یان نلرو
هر چاته کیسي د پلارنیکه دتیر تاریخ د کارناموکوو
څه راباندی وشوخپل وطن ته دخدمت وړکارګران نلرو
دیرش کاله جګړه کي دوه میلیونه افغانانو قربانې ورکړه
بیاهم تبا ه کیږوددي جنګ وختمیدوته هیڅ کوم پلان نلرو
خپل چه مي پردې شول خو پردې مي ښه دوستان نشول
یو پربل خرڅیږو خپل اولس ته ښه نوم او نښان نلرو
لوړجګ ښا ئیسته غرونه شني تپي دري د طبعییت لرو
ځمکه کي یو کورد ښه ژوندون داوسیدوځای او مکان نلرو
خاوره مي سره زرده دزمردو او لعلونو خزاني لرو
مونږپکښې فقیریو خوارغریب جیب کي پول اوغران نلرو
څنکه زورورو غدارانوزمونږ مال او هستي لوټ کړلي
غصب یې جایدادونه کړل دحق اوعدالت ښه قاضیان نلرو
توره شپه تیاره ده دسړونه په هیوادکي ما شومان مړه شول
لوړمنزل جوړیږی داولس په ګټه پاک ملی تا جران نلرو
ورکې خاطري شوي د محبت کاسه چپه شوه نقاق خپورشو
ځکه مونږخو ټوله خپل منځوکي دسولي ریښتنې پلویان نلرو
ویښ ښه رابیدارشه افغان زویه دتاریخ پاڼه دي سپینه شوه
زه نورزی به څه وایم مونږهم ددی ځواب دورکولوڅه توان نلرو
افغان ځوانه
ویښ شه افغان ځوانه د خدمت وخت دي راغلی دئ
خپل کوردي سمسورکړه دعلمیت وخت دي راغلی دئ
ستا دوطن خاوره ستا دورور په وینو سره ده نن
ورکه دي هدیره شوه دهویت وخت دي راغلی دئ
ټوله نړۍ ګوره چه روانه د علمیت او آبادی په لور
ته په جنګ اخته يې د خلاصیت وخت دي راغلی دئ
دوست او دښمن و څیړه خپل ځان ته لار پیداکړه بیا
د سولي روغي جوړې او وحدت وخت دي راغلی دئ
څنګه دغلیم په چل اوفریب کي بنديوان او زندانې شولي
مات کړه ځنځیرونه دغلیمودکشفیت وخت دي راغلی دئ
خپل خلک دي خپل کړه ددښمن سره جګړه ته په هنرکوه
پا څیږه بیدار شه د ننګ او دغیرت وخت دي راغلی دئ
ستا خاوره سپیڅلۍ ده ، احساس دآزادې او خپلواکې غواړي
پریږده دا جنګونه د خبرواو روغبت وخت دي راغلی دئ
وګوره تاریخ ته دپلرونواو نیکونو نوم ژوندی ساته
هوښ او سوچ دي وکړه د عزت وخت دي راغلی دئ
پورته شه ځلمیه دغفلت تورې تیاري دي بیا روښانه کړه
ژبه دقلم دي توپانې کړه د وصلت وخت دي راغلې دئ
ژاړي یتیمان دوي دخپل موراو پلار محبت غواړې
لاس د مرستي ور کړه د ښه نیت وخت دي راغلې دئ
مه سوځه خپل کورپه خپلو لاسوددښمن دسیسه شنډه کړه
سرکړه ته راپورته دیووالي اوپیوست وخت دي راغلی دئ
ژوند د فخر ښه دی اصلیت ستا د پت اوعزت نښه ده
ورکه داجکړه کړه دویاړلي افغانیت وخت دي راغلی دئ
اور شه سره لمبه شه د جهالت اوبدبختي ځاله ویجاړه که
ټینګ دي استقلال کړه دوطن دحریت وخت دي راغلی دئ
چیغه او فریادکړمه په زوره زه نورزی ستا دکاروان مل یمه
خپل وطن ودان کړه ځوانه د شخصیت وخت دي راغلی دئ
ولی محمد نورزی ۲۵۰۲/۲۰۱۲