(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
مينه مجله چاپ او په ليکه شوه
[27.Jun.2010 - 17:55] د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبه خپرېدونکې مياشتنۍ (( مينه )) مجلې د دريم کال دريمه او او څلورمه ګڼه يعنې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د غبرګولي او چنګاښ د مياشتو پرله پسې ګڼه چاپ او په ليکه شوه. هيله ده د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکې ډله
پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346پېښور (پښتونخوا)
پښتو برېښناليک:
[email protected]
پښتو وېبپاڼه:
http://meenapukhto.blogfa.com
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 ، 03459419313 - د مينې مجلې چلوونکې ډله
بېرته شاته |