(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنسي امتياز او غېرمتوازن ټولنيز جوړښت

خان زمان کاکړ
د پدرسري سماج د فيوډل ساخت له بطن څخه په  زېږدلو استبدادونو کي د ښځو له ذات سره لوبېدونکي مستبد رسومات او قوانين د فطري او بنيادي انساني حقونو په وجود کي د چينجنو ژويو غوندي رغړېدلي او د تهذيب اصلي څېره يې بدرنګه کړې ده. په فيوډل سټرکچر کي مردانه غېرت په خپل يو خاص رُخ او مخ کي خودکش کرتوت تر سره کړي او د انساني ټولنې نيمه برخه يې د ستمونو په دوزخ کي لوغړولې ده، په دې خوټکېدونکي اور کي يوازې مېرمني نه دي لوګېدلي بلکې په دې کي پخپله نارينه حثېت ته هم لوی تاريخي زيانونه ورپه برخه شوي دي، د يو چا د برترۍ او لوړسرۍ احساس تش د نورو د حېثيت د مجروح کولو باعث نه ګرځي بلکې پخپله ددې احساس لرونکي اصلي محسوسات هم له کاره اچوي، يعني په صنفي او جنسي امتياز کي يوازې مېرمنې په الميو نه دي لړل شوي بلکې دا الميې په درست انساني نسل تېرې شوي دي، د ژوند د دو ملګرو په رشته کي د يوه ناخوښي يوازي د هغه د حق وهنه نه ده بلکې ددې ناخوښۍ په سبب د دواړو د مشترک ژوند خوښي الوځي او ځای يې ګډوډي او انتشار نيسي،  د ميراث مسئله په معاشي نظام پورې مربوط ده، هر برتر د کمتر استحصال کوي، د طبقاتي ټولنې اوسېدونکی نارينه چي په معاشي رشتو کي د لوړې ډلګۍ تر انصاف راتېر شي، بيا خپل انصاف د ځان په تسلط کي پر اوسېدونکي "مخلوق"   لاګو کړي او "ميم زرما ټوله زما" کړي.
د ښځو په هکله قوانين د نارينه تشکيل کرده او د هغوی د ترجيحاتو نمائنده دي، څه ډول چي له پخواني فلسفي يونانه تر بې لارې پاکستانه پوري د ښځو په هکله ټول فرمودات او اقوالِ زرين د نارينه ذهنونو کمالات دي، همدا ډول رسومات، اخلاقيات او آئين سازي ده ، همداسي يې د چادر او چاردېوارۍ د تقدس کيسه ده، د کايناتو يو ډېره لويه احاطه او ساحه لا تر اوسه د مېرمنو لپاره نوګواېريا ده، د ژوند نيزدې ټولې شعبې د نارينه په تسلط کي له پېړيو پرتې دي، د ښځې څه دي؟ " کور او يا ګور"... د ښځې لپاره دا دوه پوسټونه خلاص دي....،  نر د بهر او بازار باچا دی، نر د سندرو اتل دی، نر د جنګونو مېړنی او د جرګو مخکښ دی، د "دستار سړي" ترکيب څومره کليشه يي او د بې شمېره مکالمو او مقالو سرنامه شوه، د پوړوني مېرمنه د حيا علامت او د مېرمنې حيا د خاوند امانت ده، تر دې پورته هيڅ ارزښت هم ورپه برخه نه دی، ځکه خو د دستار سړي په شمار دي او د پوړوني مېرمني بې شماره دي، د دواړو اوس په اجتماعي ژوند کي هيڅ رول نه جوړېږي، رول په صلاحيت وي، صلاحيت د جنس پابند نه دی، صلاحيت ته بايد د غوړېدلو موقع ورکول شي او بايد  د ژوند په هره څانګه کي د کار د انتخاب پوره آزادي ولري، باصلاحيت کريکټر دستار په سر لري او که پوړونی، له دې سره د چا هيڅ تعلق نه جوړېږي، ارزښتناکه نکته دا ده، چي د خدای د مخلوق يو فرد په ژوند کي يوه مهمه ونډه تر سره کولی شي، پاتې شو حقوق، دا ونډه دي برابره وي، صلاحيت دي د ونډې د وېش پېراميټر وي خو د صلاحيت د غوړېدلو او څرګندولو چانس دي هم په برابري وي.
لېډر ته  د"دستار سړی" ترکيب بالکل يو امتيازي او غېر منصفانه ترکيب دی، په دې کي د ښځې لپاره هيڅ ګنجايش موجود نه دی، دا په کومه پېمانه ثابته ده، چي په ښځه کي د لېډر شيپ خصوصيات نه وي؟.
"مردانګي"...... په دې وصف کي د ښځې لپاره کوم ځای دی او که يوه ښځه دا وصف ولري نو هغه ته څه وئيل کېږي؟
زموږ د جمهوريت په دعوه کي د ښځې د رايې څومره احترام دی او موږ په خپل کور کي څومره جمهوريت پسند يو؟ جمهوريت رضامندي ده، احساسِ شراکت دی، يوه زنانه چي له چا سره ټول عمر تېروي، په دې فېصله کي چي د باهمي رضامندۍ او شراکت دارۍ حق نه ورکول کېږي، نو جمهوريت مېشت چېري دی؟ جمهوريت صرف ووټونو اچولو ته نه وايي بلکې دا د کامياب او سوکاله ژوند يوه بهترينه پاليسي ده، دا پر باهمي شراکت داري او رضامندي ولاړ نظام دی، دا د تهذيب تر ټولو بهترين شکل دی، بغېر له دې په مهذبه دنيا کي سفر ګران دی.
په پښتو ټپه، د مېرمنو په يو ډېر موثر ابلاغي مېډيم، کي د "نارضا کټ" په ترکيب شايد ډېره  اوږده خبره رالنډه کړو، ټپه داسي ده:
خاونده بيا دي نيمه شپه کړه
له نارضا کټ نه مي رېږدي اندامونه
حيا يو تهذیبي قدر دی، ددې خپل يو تصور دی، دا تش په مېرمنو پورې مربوط نه وي بلکې ددې برابر تعلق له نارينه سره هم وي، دا د ټول سماج يو داخلي رويه ده، مهمه خبره دا هم ده، چي دا يوازي د ښځې او نر تر منځ مسئله نه ده بلکې په دې کي د سماج د ټولو معاشي، سياسي او علمي روئيو د جايز حثيت نمايندګي کېږي، کله چي يو جايز حثيت په يوه ناجايزه طريقه ووهل شي، دا بې حيايي ده. ځانته په ډاګه د خپلې خوښې ملګری غوښتل هيڅ بې حيايي نه ده بلکې دا حيا ده. 
زموږ مسئله څه ده، يو مثال به واخلو، فرض که د کور يوازينی نارينه ساتونکی د خدای په کار شو، نو په کور کي دفن مېرمن به د ژوند وسيله له کومه غواړي؟ بهر چي راوځي، "حيا" زيانمنه کېږي او په کور کي چي دننه پاتې کېږي، په چا کي دومره حيا نشته، چي د ډوډۍ بندوبست يې وکړي، موږ د مخ په حيا سره شريک يو، د ګېډې د ډکولو په حيا کي يو له بله بېګانه.... موږ په معاشي مرسته کي بخيلان کنجوسان خو د غېرت او حيا د تشو خطيبانه جملو په کتارولو کي افلاطونان مېړنيان............ په دې کي به په کونډو رنډو څه تېرېږي؟ کونډه چي په نرانو سمبال کور کي وي، هلته نو پوهېږئ، چي څه صورتحال به وي؟ د خوشال خټک دا "بې حيا" شعر زموږ د سماجي بې حيايۍ زبردسته نمايندګي کوي:
چي د ورور يې جنازه په ګور کي کښېوزي
که رضا که بې رضا پر ورېندار پرېوزي
په وړکوالي کي د نجلۍ د رشتې کولو سبب چي څومره جهالت وي، همدومره پکي د ميراث حرص هم وي، نجلۍ چي په کور دننه له کوم هلک سره وتړل شي، جايداد په کور دننه پاتې شي، دا د مردانه عقل ډېره کاميابه پاليسي ده.  
ددې پورتنيو مسئلو د حل لپاره هيڅ تجسس نه لرونکي سماج ته پکار نه ده، چي اوس د ښځو د تعليم او محدود خاندان د اهميت په هکله خبره وشي، خو اوس د پاکستان قامي اسمبلۍ يو بلِ پاس کړی دی، دThe Prevention of Anti-Women Practices (Criminal Law Amendment) Act 2011، يوه لنډه خاکه داسي ده.
څوک هم چي ښځې په زور پر واده مجبوره کوي، هغه ته به ددې قانون تحت له درې څخه تر لس کاله پورې قېد بامشقت او د پنځه لکه جرمانې سزا ورکول کېږي. څوک چي د وراثت د منقوله او غېرمنقوله جايداد د منقلۍ په وخت په دهوکه يا بله غېرقانوني طريقه د مېرمنو له حق څخه انکار کوي، هغه ته به له پنځو تر لسو کالو سزا او يا د لسو لکو جرمانه يا د دواړو سزا ورکول کېږي، دې قانون له قرآن سره واده ته جرم وئيلی (له درې څخه تر ووه کاله جېل او پنځه لکه جرمانه)،  په بديو او په نورو ناوړه رواياتو د ښځو د واده مخنيوی او د ښځو د حقوقو د تحفظ يقين دهاني يې ورکړې ده، د موجوده جمهوري پروسې د ځينو نورو مثبوتو اړخونو تر څنګ دا هم يو ډېر مثبت قدم دی، ستاينه يې پکار ده، خو د ځينو قانوني ماهرينو په خيال دا يو  جامع بل نه دی،  د ښځو د مسايلو د احاطې لپاره د جامع قانون سازي ضرورت دی او پاتې شو په پاکستان کي د آئين حېثيت..... د ښځو لپاره چادر چادر او چاردېواري چاردېواري ضياء الحق وئيلي و: "آئين د کاغذ څوپاڼې دي، دا زه څيرلی او غورځولی شم"
[email protected]
٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭.
 
- بېرته شاته