(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه
[08.Jul.2010 - 21:54] د پوهنې وزارت هغه شمیر کاندیدانو ته چې په ۱۳۸۶، ۱۳۸۷ او ۱۳۸۸ کې له دولسم ټولګي څخه فارغ شوي او د پاکستان په هیواد کې یې د لوړو زده کړو د بشپړولو د تحصیلي بورسونو لپاره دکابل په معارف شهر کې ثبت نام کړی دی خبر ورکوي چې د یاد شوو بورسونو د سیالۍ د آزموینې لپاره د شمولیت کارت د لاسته راوړلو په منظور د پنجشنبې او شنبې په ورځو کې چې د روان کال د چنګاښ د میاشتې د ۱۷ او ۱۹ نیټې سره برابره ده د لوړو زده کړو د وزارت د امتحاناتو کمیټې ته مراجعه وکړي.
څرنګه چې وخت کم دی نو له ټولو محترمو رسنیو څخه په ډیره احترامانه توګه هیله کیږي چې دغه خبر د خپلو بیړنیو خبرونو په ردیف کې راولي او زموږ ګران هیوادوال له دغې مهمې اطلاعیې څخه خبر کړي.
په درناوي
ګل آغا احمدي
د پوهنې د وزارت ویاند
Islamic Republic of Afghanistan
Ministry of Education
دافغانستان اسلامي جمهوريت
د پوهني وزارت
- ګل آغا احمدي
بېرته شاته |