(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پښتانۀ لور
چه په کومه ورځ وجود د ستا پیدا شو
پښتنې لورې بابا د په سودا شو
په خپل کور کښې خپل نصیب درته سور اور شو
ستا وجود دخپل پردی مخکښې پیغور شو
په خپل کور کښی ورور دخور نه معتبر شو
خور کمزورې ورور ئې مټې د ټبر شو
خپل اولاد وی یو بی وزله بل بهتر شو
عجیبه غوندې قانون د زورور شو
کور بهر د نارینه حکم چلیږی
ښځه غلې وی که هر څه په تیریږی
نر نیازبین وی د هر چا د سترګو تور وی
ښځه تور وی ښځه شرم وی پیغور وی
په نازک وجود هر کار د دې په غاړه
کور، پټی ،اوبه لرګی واښه ټول واړه
که اوبه دی که لرګی که ځناور دی
پخول او مړول د دې په سر دی
د ازل نه تر ابده کړی کارونه
د خندا په بدله اخلی غمونه
کله وخوری کله څملی بی خوړو نه
که څه پاتې شی کټوئ کښې د سړو نه
چه وړه وی د خپل پلار په کور دیره وی
چه شی لویه بیا د بل په کور سپیره وی
چه ځوانی وی د خاوند د کور هرکاره
چه زړه شی د لمسو شی څوکیداره
چه د کور کارونه پاتی شی ترې واړه
ماشومان چرګی چرګان ئې شی په غاړه
دغه ښځه چه انسان ئې زیږولې
بیا ئې ولې په مرئ دې سړې غلې؟
Feroz Afridi, Doha Qatar
بېرته شاته |