د پى ايچ ډي د ستوري ليدلي حال
ليكونكى:عبدالجباركاكړ
دچارشښي په ورځ په بلوچستان پوهنتون (يونيورسټي) كښې محمدعثمان توبه وال د پى ايچ ډي و لاس ته و راوړلو دپاره يوه دستور جوړه شوي وه دنوموړي پوهنتون داړونده چارواكو دڅنګه د پيښور پوهنتون پروفيسر حكيم الله جان ودي دستوري ته په ځانګړي ډول و دي دستوري ته راغلى وو او دنوروچارواكود څنګه په سټيج باندي ناست وو موږ په دي دستوري كښې دګډړن دپاره ځانګړي خونى (هال) ته ورسيدو چي ګورو ټوله خونه د ناستو پوهانو پروفيسر انوړن اندو او دزده كونكو څخه ټكه وه او لږ وخت دمخه د دستوري كار وائى پيل شوي وه او پروفيسر محمدعثمان توبه وال خپله مكاله او روله.
پروفيسر محمدعثمان توبه وال په خان شهيد عبدالصمدخان باندي ليكلى پلټنى او ريسرچ يې ور باندي كړي دي او نو موړي په دي اړه خپل زيار استلي دي او دوي په خوله چي نز دي ووه سوه مخونه يې ورباندي ليكلى دي لكه هر څوك چي په دي خبر دي چي خان شهيد نه يواځي يو سياسي مبارز وو خو ددي دڅنګه نو موړي يو نامتو اديب ژباړونكي صحافي او تاريخ دان هم وو او ددي دڅنګه خان عبدالصمدخان دپښتو ليك دود دپاره يوه ځانګړي تګ لاره هم وپښتو ته وړاندي كړي وه چي داو ريدو سره چي داتګ اره په بشپړه دپښتو دپاره ده نو ځكه چي دپروفيسر عثمان په ګډون زياتره ليكوالان شاعران او سياست مداران دخان شهيد د پښتو ليك دود په اړه زياتره خبري كوي خو وپښتون ولس ته دكتاب په بڼه نه دوړاندي شوي چي په دي باندي خبري اتري وشى بحث او چيړنى باندي وشي ټول لربرژب پوهان ليكوالان خپل خپل نظر ور باندي وركړي او كه دپښتو په ګټه وي په هغه باندي په ګډه يوه پريكړه وشې. ولي چي روان دپښتو يادبلى ژبى ليك دود په بل نوي ليك دود بدلول څه د ماشومانو لوبي نه دي ونوي ليك دودته ژبه اړول په وخت به ضروري وى چي د ژبى ټوله پنګه (كتابونه) به دپخوانى ليك دود څخه په نوي ليك دود به اړول وي چي دا به څه آسانه كار نه وي دپښتو وارو ژبه چي ددمخه څخه ډير خواره ده ولي چي دنړۍ دنورو لويوژبو لكه عربى او پارسي پرتله ډيره لږ پانګه لري په بيلو بيلو څانګو لكه سائنس ټوله ايزه او په ټولو څانګو كښې هيڅ نه لري كه په شاعري كښې بشپړه يا خود كفيله ده خو په نورو څانګو كښې تراوسه ډير څه كول غواړي خو ودي خواته ډير لږ كار شوي يا كيږي بلكي دڅه چي كيږي دبده مرغه هغه په يواځي يا شخص توګه كيږي نه په ټوله ايزي نه په حكومتى كچه نو ځكه چي يو ډول پښتو سرلګه روانه ده او هر يو ليكوال او شاعردا هڅه كوي چي يو كتاب نيم چاپ كړي چي د ده نوم هم په كتاب ليكونكو كښې راشي خو يو هم ليكوال ودي ته نه ګوري چي دپښتو ژبى ته څه اړتياده او بايدزه څه وپښتو ته وركړم؟ داځګه چي تراوسه دلراوبر په كچه يوه داسي اداره يا دفتر نه دي جوړ شوي چي وليكوالانو او شاعرانو ته لارښودنه وكړي چي وپښتو ته دڅنګه څنګه ليكونو او مضامينو اړتياده او په كاردي چي موږ په هغه كارو كړو خو وبلى خواته وكتل شې نو زموږ د هغه ليكوالان او شاعران ګرم اوپړه نه دي ولى چي نه دولت او حكومت د دوي مرسته او سرپرستى دسره څخه نه كوي ژبه دماركيټ او دبازار دسوراګري ژبه ده نه دپښتو په لوستلو د چا اقتصادي ناخوالى پكښى او ريدي شې پښتو ولي چي پښتو ژبه په لربر كښې دفتري ژبه ګرځول شوي ده زموږ ليكوالان چي څه كوي داهم غنيمت دي خو كه څوك ګرم دي يا پړه دي هغه زموږ سياست مداران دي چي دوي په رښتنى حالاتو (مځكنى حقيقت) نه دي خبر خود وينا په وخت چي څه خبري كوي هغه نه دي چي دپښتو سره كيږي كله چي اوسنى ولسى حكومت ۱۸م آئينى تريم يا بدلون تياري كولي نود ټولو سيمو دخلګو څخه داغوښتنه وشوه چي د ژبو دراعج كولو په اړه دي دټولو ګوند وڅخه جوړي كميټي ته ليك يا خپله غوښتنه را واستوي خو په دي اړه دټولو سياست مدارانو دريځ څه وو څوك په خبرنه شو خو يواځي محترم سيلم راز صاصب ودي كميټى ته خپل ورانځونه واستول چي نوموړي لږ سياست مداره دي خو خپل زياته وخت يې وليك شاعري ته وركړي دي داځكه چي سيلم راز ته مځكني رښتياوي او (زمينى حقاځق) څرګنده دي چي پښتو ژبه په كوم ځايه ده داخود تيرو څلويښت پنځه څلوښت هلى ځلى دي چي دلراوبر ليكوالانو او شاعرانو په خپل مټ نن پښتو ودهغه اوسني ځائي ته رار سولي ده خود يوي ژبى او بياد پښتو دپاره دا ناكافي دي تراوسه ډير څه ته اړتياده ليكوالان او شاعران خو تر خپله وسه مبارزه كوي چي پښتو دنورو ګاوند يو ژبو سياله كړي خو زموږ د غاورانو او سياست مدارانو څه كړه دي چي په دي اړه يې ننګونه وكړو؟
دپروفيسر عثمان توبه وال په مكاله ياد پى ايچ ډي په ليك كښې داهم دوي راو اورول چي خان شهيد غوښتو چي نه يواځي دپښتو ژبى څخه دنورو ژبوټكى واستل شې بلكي دنورو ژبو توري او دالفاظو مخ نوي هم وشي دخان شهيد داخبره يا وړانديځ ډير ارزښت لري دوي خو و پښتنو ته دهغه ناخواله په ګوته كړه خو دلته په اوسني مهال مځكي رښتيا يازمني حقالق څه ده نن نه يواځي دپښتو پيژندل شوي ځانګړي ټكى دمنځ څخه وړل كيږي بلكى دنورو ژبو دتورو سيل هم په پښتو يرغل كړي دي او هر ليكوال او شاعردتن آسانى دپاره دنورو ژبو توري په پښتو ور ګډوي چي دهغه ټكي او توري دپښتو ځائى اخلي او دپښـتو داهر څه دمنځ څخه ځي او متروك كيږي خو دهغه ليكوالان او شاعرانو ته دا درك نه لګيږي چي د ژبى چوپړوهي ياكه بل څه؟ په دي اړه موږ ډيري ليكنى كړي دي نو ځكه چي غبرګول يې نه غواړم.
دعثمان توبه وال هڅي دوياړ وړدي په كاردي چي دوي دخان شهيد په اړه نوي نوي معلومات په خپله ليكنه كښې و ولس ته وړاندي كړي وي او هغه يې اوريدونكو ته هم وړاندي كړي وي ويل كيږي چي پوپښتون چي غوښتو يې په رحمان باباندي پىايچ ډي وكړي دوي خپله پى ايچ ډي دماسكو څخه كول غوښتو كله چي دوي خپلى ټولي ليكني وماسكوته وړاندي كړي نوكتونكو پوهانو ودوي ته وويل داتا چي څه ليكلي دي په دي خو دمخه هم موږ خبر وو زموږ ترسترګو تير شوي دي ته په كاردي چي داسي ځانګړي شيان د رحمان بابا په اړه رامخ ته كړي چي هغه تراوسه چانه وي په ګوته كړي اله به ته دپى ايچ ډى برخمن شي؟
د پى ايچ ډي ولاس ته راوړلو دمخه په ليكل شوي پلټنى يا تهيسز باندي دنوموړي څخه پوښتني كيږي ښاغلي ډاكټر حكيم الله جان هم ددي دپاره كوټى ته راغلى وو چي په اسټج باندي ډاكټر قيصراني او دپوهنتون ډين هم ورسره ناست وو په رښتيا هم دايوه درنه او اكيډمك ناسته وه خودبده مرغه ډيري لږ پوښتني د ډاكټر عثمان توبه وال څخه وشوي ولي چي يو خو پوښتني اكيډمك نه وي وبلى خواته دا دستوره اكيډمك لږ او سياسي زياته وه او په هره خبره باندي دلاسو پړكى وو ځكه چي ډاكټر قيصرانى په خپله وينا كښې وويل چي موږ هره ناسته او غونډه دسياست په رنګ رنګوو چي په رښتيا هم خبره رښتياده محترم حكيم الله جان و ډاكټر محمدعثمان توبه وال ته دپى ايچ ډي كولو امباركى او نورو ډير وركړه موږ هم و دوي ته امباركى وركړه او يو وار بيادي زموږ امباركي واخلي خو ددي خواست سره چي دوي مځكنى رښتياوي په نظر كښې وساتي چي ددي لاري موږ كوي شو چي خپلى ګرانى پښتو دپرمختيادپاره كاروكړل شي دپنجشنبى په ماځيګر و ډاكټر حكيم الله جان سره ادبى ناسته وه په دي اړ به بياڅه وليكو.