Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
روغه جوړه
مرور طالب به څنګه خپل اولس سره پخلا شي
د جګړی د تور مُرچل نه، به دئ څنګه را جلا شي
پا چا هي که په نوبت ده، اوس د بل چا وار راغلې
د کرزی دولت به څنګه، د قدرت په سر رضا شي
د موټر او چوکې خوند چي، چا لید لي نه هیریږې
دا شوکت عشرت به څنګه، ددوي زړه نه هیر دچا شي
د اولس په نامه ټوله ،نارې سوری وهې په زوره
په رشوت کي چه راګیرشي، بیا نوڅنګه دوي رسوا شي
روغه جوړه د چارواکو، زورمندانو په کارنه ده
بیله چوراو چپاوله فکر وکړه، شنه ډالرڅنګه پیدا شي
ددي خاورې سمسورتیا او نیک بختي، د چا په کارده
خارجیان خو به یو کله، په رضا خپل کورته و لاړشي
پارلمان کي نغاري اوننداري دي، د استازو غالمغال دي
وزیران بیله مسلکه پر چوکيو، مقرر څنګه نن بیا شي
سزا نشته جزا نشته، د ځنګل قانون چلیږی زمونږ پرخاوره
د زمری د مټ په زوره ،پراولس چي د ځنګل قانون رواشي
هرطرف ته آوازې او انګازې د سولي جوړي راروانې
که قطر که استانبول دی او یا ریاض ته استازي ولاړشي
که په خپلوکي لاسونه د یوالۍ، اووحدت سره ور نکړو
دا دجهل تورې شپي به، نه هیڅکله تر آبده بیا رڼا شي
تباه کیږو محوه کیږو ،خپل وطن مي ویجاړیږي
دري لسیزي په جګړو کي ،د اوربند زیرۍ که راشي
د افغان د جګړۍ غو ټه ،د افغان په خوله خلا صیږي
زه نورزی یمه خو شاله، که افغان اولس ډیر ژرسره سلا شي
ولی محمد نورزی اپریل 2012