Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
نا مرده افغانه
خپل جوړ وطن ویجاړوی بیا ځان افغان ګڼې
دا پاکه خاوره په ډالروخرڅوی ځان مسلمان ګڼې
د افغان وینه دي رګونوکي بهیږي څنګه نه شرمیږی
چاړه په لاس دافغان سرپری کوی ځان قوماندان ګڼې
دپردو ډول او سورنا اوری ته غلام شوی څنګه
دخپل اولس وینې ځبیښي ته څنګه ځان انسان ګڼې
د مور شیدی دي څنګه هیری شوي نا مرد افغانه
دچورکچول دي نه ډکیږې ته ځان ولې نا توان ګڼي
د ننګ غیرت احسا س دي څه شو ته ویده یې ولي
زمونږد خاوری ګوډاګیه ته هم ځان لوی قهرمان ګڼې
څه چي په ځمکه کی کرې حاصل به یی بیرته اخلي
چه بزګرنلری بیا څنګه ځان د خپل کلي لوی خان ګڼي
د خپل هیواد د آبادی اورغونې پلان په خپله جوړکړه
«نورزی» ستا مل دی که وجدان په پاک ارمان ګڼې
ولی محمد نورزی اپریل2012