(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
په پېښور کې د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د فاتحی خبرتیا
[11.Apr.2006 - 19:52] ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری د کورنۍ ، او د پښتنو ټولنیزولسولیز ګوند ( PSDP ) مشر تابه هیئت ټولو خپلوانو او دوستانو ته خبر ورکوی چې د هیواد ملی شخصیت، نامتو پښتون سیاستوال، د پښتنو د قامی وحدت سر لښکر، څېړونکې ، لیکوال، شاعر، د پښتنو د ټولنیزولسولیز ګوند بنسټ ایښودنکی او مشر ډاکتر کبیر ستوری فاتحه د ارواښاد د کورنۍ ، دوستانو ، سیاسی ملګرو لخواچې جنازه د 2006 ع کال د جمعی په ورځ د اپریل په اوومه نېټه په خپله پلرنی هدیره کې خاورو ته سپار شوی ده.
فاتحه د روان کال د 2006 ع کال د شنبی ( خالی ) په ورځ د اپریل په 15 نېټه په پېښور کې په لاندی پته اخستل کیږی:
نېټه : 15 اپریل 2006 ع کال
وخت: د سهار د 9 نه تر 12 بجو پوری
ځای: سپـین جماعت
یونورسټی روډ
پـېـښور / پښتونخوا
د اړتیا په وخت کې کولای شۍ چې په لاندی لمبرو تماس ونیسئ.
3339401149 -0092
3339103409 -0092
- د پښتونخوا خبریال
بېرته شاته |