Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مورڅوک ده؟
د انسان دپیدایښت ښکلي نړۍ ته
د عُطفیت له میني ډکه د جنت یوه دروازه ده
تربیه دښواخلاقودمورغیږی نه پیل کیږی له ځانګو نه
دانسان په موجودیت کې دژوندون ستره چینه ده
خوارغریب پاچا ګدا ټوله دمورغیږکي لوی شوی
دالفت للوآوازددي له خولي نه یوه ښکلي زمزمه ده
د خدای ټوله نعمتونه دمورغیږکي پیدا شوی
دنفرت او کرکې پرته دحکمت الهی پټه خزانه ده
مور ښکلا ده مورځلا ده د رازونوساتندویه
خپل اولاد ته دښووني اوروزني ښه بیلګه ده
که نړي کي بشریت دی دا حکمت د ښکلي موردی
خوږنعمت وهرانسان ته د ژوندون ښه ګنجینه ده
موربریښناده موررڼاده شفقت ته ښه احساس دی
مورآرمان دخوږوهیلو مهربانه ملا ئیکه فرشته ده
مورله اصله له نسبه په خلقیت کي دبی بی هوا اولاد دی
دنړۍ د انسانانودژوندون وسترجوړښت ته یوه نمونه ده
زه «نورزی» تاته دعا کړم موری ته راسره نه یئ
ستا لمن کي پیدا شوی لوی انسان خو یوه ستره معجزه ده
ولی محمد« نورزی » می ۲۰۱۲ هالند