Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
تنده
ساقي ډکه پیاله راکړه، زولنو ته مې زړه کیږي
یاغي شوو هوسونو لیونو ته مې زړه کیږي
د خندا فرصت مې نشته، عقله مه راته تم کیږه
یو څو غټو غټو اوښکو پښتنو ته مې زړه کیږي
په سړو سړو خبرو ماته نه شوه زما تنده
په سکروټو مې خړوب کړه، سرو لمبو ته مې زړه کیږي
مرور امید مې ګرځي، د زخمي ذهن کوڅو کې
د مغرورې مینې یاده، ستا راتلو ته مې زړه کیږي
د آشنا د نظر اوره! راشه یو ځل مې ایرې کړه
وچ لرګی د شنه ځنګله یم، سوزیدو ته مې زړه کیږي
وارنا – بلغاریا (۱۱/۸/۱۳۶۳)
غوټۍ
د سترګو له ډنډونو نه مې وینې تویومه
د یار په قدمونو باندې شمې بلومه
نن بیا ذهن ته راغله، مروره خاطره مې
د اوښکو د الماسو په چینه یې لمبومه
ساقي راته د ګلو په ښیښه کې باده راکړه
ویل یې چې ګناه دې، په شرابو پاکومه
په ستړي پسرلي کې چې د یار د زلفو زیب شي
چمن په چمن ګرځمه، ګلونه لټومه
د سره تکل آرزو مې په سرو وینو کې موسکۍ شوه
ویل یې دا غوټۍ به، پسرلي ته رسومه
کابل (۲۰/۷/۱۳۶۲)
سور اختر
ښکلېه ساقي راشه چې جامونه سره پورته کړو
ورځې د اختر دي چې غمونه سره پورته کړو
راشه چې نظر مې ستا د سترګو سین کې ووینځم
راشه چې د عمر آرمانونه سره پورته کړو
راشه چې دا سرې جامې په میو کې رنګینی کړو
راشه د کنډول پر ځای خمونه سره پورته کړو
راشه چې دخم په زړه کې وینې په مستیو دي
بیا په میکده کې خمارونه سره پورته کړو
مینه هوسیږي قرباني د مینانو ته
ډلې د مستانو کې سرونه سره پورته کړو
یه ساقي راځه چې په سکروټو تنده ماته کړو
زړونه پرې خړوب کړو، سره اورونه سره پورته کړو
سور اختر ځلیږي، د ګلونو هره پاڼه کې
ووره شبنمه! چې ګلونه سره پورته کړو
کابل (۱۳/۶/۱۳۶۳)
د مینې آرماني
زه د مینې آرماني یم، وصلتونه راته راکه
د تودې غیږې حرم کې، شنه خوبونه راته راکه
ما د زهد په زندان کې، د ځوانۍ عمر ایرې کړ
دا تقوا راځنې واخله، ګناهونه راته راکه
ستا دمست ښایست له زوره، د حیا غرونه چپه شول
دا شرقي حجب ایرې که، هوسونه راته راکه
یخ وهلی تن مې تود که، د سرو شونډو په سکروټو
ټول غمونه مې لوګی که، سره اورونه راته راکه
بت شکن غرور مې ګوره، ستا ښایست ته په سجده شو
عبادت ته مې لږ ځیر شه، ثوابونه راته راکه
پرې چې ووینځم نظر مې، ستا دسترګو سمندر کې
خړو خاورو نه مې جګ که منزلونه راته راکه
یه حسینه ساقي راشه، چې جامونه سره جګ کړو
له توبو مې توبه وکړه، نور هوډونه راته راکه
په جامونو نه ماتیږي، دا زما دوزخي تنده
زه د ټول عمر خمار یم، دریابونه راته راکه
چا ته ونیسم په لاس کې، د زخمي زړه د آرمان ګل
یه د سوي باغ ملیاره، بهارونه راته راکه
دا کوچنی زړګی مې ګوره، چې د لویو غمو کور شو
عشقه ته راسره یار شه طاقتونه راته راکه
مسکو (۲۳/دلو/۱۳۶۲)
شاعر : صدیق کاوون توفاني
ترتیب کوونکی : عبدالقادرمسعود
***