Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
قد
که په يو قد کې د بل قد ځايوومه
په ژوندون کې د اجل قد ځايوومه
لکه زوړ ديوال په خپل سيوري راوليږم
زه په خپل سيوري کې خپل قد ځايوومه
د بې نيازو څنګ کې ناز ستايم لګيا يم
په ډيران کې د سنبل قد ځايوومه
ګل په خپل سيوري ازغي له ځاي ورکړی
په ازغي کې به د ګل قد ځايوومه
ددې ښار د روغو روغه نه جوړيږي
په صحرا کې به پاګل قد ځايومه
زه د نوي دور داسې جادوګر يم
په نعره کې د اتل قد ځايوومه
د خوږې نغمې توهين نه دی نو څه دی
چې چمن کې د بلبل قد ځايوومه
عندليبه ! ليونی نه يم نو څه يم
په توکل کې د تکل قد ځايوومه