(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

زه به مړيم

دپښتنی پیغلی سندرغاړی غزاله جاوید په یاد
ته به ګـــــرځې داسې ښـــکلی زه به مړيم
چې مې اوس وای لږ ليـــدلی زه به مــړيم

جنازه چې مې د کــــوره ګــــور ته واخلي
ته به نــه يې راوتلی زه بــــه مـــــــړيــــم

خړې خــــاورې به په ما باندې انبـــارشي
هرســــړی به درومي غلی زه به مـــــړيم

زه به هیـــرشمه قـــرارې مرګي ورک شه
سره خـــاندي به ټــــول کلی زه به مــــړيم

بې له مانه ما څـــوک نه درځنې غـــواړي
ما خپل ځـــــان درته بخښـلی زه به مــړيم

چې په ډېروشپـــــومې هیــــر نکړې جانانه
دا ستــــا یاد مې ډېرســـاتلی زه به مــــړيم

زه د یـــــارد دره بې لـــــه خپـــــله يـــاره
بل چــــا نه يـــم راشــــړلی زه به مـــــړيم

په دا تــــوروستـــــرګـــو کلــه کلــه ګوره
جوړپه ما دخــــاورو څلی زه بـــه مــــړيم

چې په قبــرمې تیـــــرېږې خـــدای لپـــاره
لږشـــــه ما ته پښه نيــــــولی زه به مــړيم

بيا لږراشــــه په خندا شه چې ښايستـه شي
چې مــــزار مې شي مښــلی زه بـه مــړيم

که نورهيــــڅ نه وي چې ما لره رادرومې
خړخيبـــــــرخو دې ليـــــــدلی زه به مړيم

د کاکل پـه خطا بنـــد د مـــخ کتـــــاب کړه
ما خـــــــاطر په تا سپـارلی زه به مـــــړيم

رالیږنه نظار یوسفزی


بېرته شاته