Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
داسې حال کې څنګه خاندې ؟
دا په کومه خوشالۍ کې دې زړه باغ دی
له مستۍ نه دې پرې ایښی کار دماغ دی
له خندا نه دې خوله ټوله نه شوه وران یې
را ته وایه آشنا کومه خوا روان یې
راته وایه بیا دې څه لیدلی خوب دی
چې وهلی دې نن ځان په لېونتوب دی
خوشالي دې راته وایه چې شریک شو
چې په ګډه بیا خنداوو ته تحریک شو
د خندا په چل مې پوی کړه را نه هېر دی
له زړګي مې یو لښکر د غم چاپېر دی
دا غمونه یو خو نه دی چې یې هېر کړم
د ملنګ په څېر چې ځان له سپي ور تېر کړم
هر یو غم لکه د سره روسي په شان دی
چې وران کړی یې د زړه افغانستان دی
هر یو درد لکه پردی د بل وطن دی
چې نیولی یې زما د زړګي تن دی
هره ساه مې له زړه تېره بېره څړیکه
خولې ته راشي بې اختیاره آشنا کړیکه
زنده ګي چې ورته وایو نو سلګۍ ده
رانه هېره بس د ښکلي یار خولګۍ ده
یاره ژوند مو له ترخې موسکا نه ډک دی
بس ټانکونه دي کوتکې دي ټوپک دی
چې لیدلی مو هر نوی انقلاب دی
رژېدلی د آرمان پکې ګلاب دی
پلنې دښتې وړاندې خوځنده سراب دی
داسې حال کې مو ژوندون په اضطراب دی
څو چې سترګې کار کوي په مخ کې دښته
را پسې د غم پولیس په لاس کې لښته
ښه نو وایه داسې حال کې څنګه خاندې
که وي زېری آشنا زېری دې را باندې
خیر که زه غریب سړی یمه نادار یم
خو آشنا په هره سخته در په کار یم
سره او سپین نشته غلام به دې شم یاره
زېری وکړه لاس په نام به دې شم یاره
وار خطا نشې هنر به درنه ځار کړم
د خیالونو در ګوهر به درنه ځار کړم
یو منتر به په الهام له خیاله واخلم
په خوښۍ کې به یو جام له خیاله واخلم
په یو چوف به دې په دم ساعت پاچا کړم
زېری وکړه چې را ټول دې رعایا کړم
په خندا خندا به خیال درنه قربان کړم
د غزلو به کمال درنه قربان کړم
***
په خندا کې آشنا ووېل لېونیه!
د خیالونو نظرماتیه سپېلنیه
ته د خیال د هاتي غوږ کې لا ویده یې
او په دومره شور او زوږ کې لا ویده یې
کړنګهار مو د ژوندون د قافلې دی
د لوېدیځ په لوري یون د قافلې دی
دلته لوږه بې وسي ده لاس مو تنګ دی
دا پدې چې ډېر کلونه کېږي جنګ دی
ما وېل نه چې له خوارۍ بې وخته زوړ شم
نو که خدای کول همالته به ښه موړ شم
ته دوعا کوه نیویارک ته چې زه ولاړ شم
په مړه ګېډه بیا پارک ته چې زه ولاړ شم
نو؛
بیا هر جام چې جګومه ستا په نام وي
که سهار وي که غرمه وي که ماښام وي
۲۵/۰۸/۲۰۰۱پېښور
چې ځای پکې ذره هم د بل داغ پاتې نه شو
دا زړه زما له ډېره غمه چاغ پاتې نه شو
زمونږه په وطن د وحشتونو په سیلاب
اخ روغ د چا زړګی او هم دماغ پاتې نه شو
ارمان به اوس لا څه کوو د کلي د بلبل
د سوې لوې ونې په سر زاغ پاتې نه شو
په توره تاریکۍ توره سیلۍ کې د ستم
د نور د ورولو بل څراغ پاتې نه شو
د دومره ډېرو اوښکو تویېدلو په باران
له هیلو ډک زړګی مې هسې باغ پاتې نه شو
د ښکلې یوې ادا په ښایستونو شو غایب
کمال دی چی د لاری یې سراغ پاتې نه شو
غزل
مات زړګیه مه ژاړه دغسې راته مات ښه يې
خوږ د یار په غم لکه د بېرې تازه شات ښه یې
تاته مخامخ چې ګرانه ګورم زړه کې وایمه
ډک له مینې ډک له خوږ نظر د التفات ښه یې
هېڅ که نه یې هم خو ته هر څه یې زما زړه کې یې
زیږ پښتونه ته ښکلی پیدا د عشق له ذات ښه یې
تا سره قلم ښه دی او تا سره کتاب ښه دی
ته په مدرسه کې ښه یې ته ناست په جومات ښه یې
ښکلی یار چې راشي دا خبره خامخا کوي
یاره لکه ګل غوندې تازه په ملاقات ښه یې
ګله ستا تعریف به زه په څه ډول ترسره کړم؟
ته چې د وږمو په ورولو سات په سات ښه یې
جار دې شم کماله دومره ښه نه یې چې یاد دې کړم
بس د څو ملګرو د دوعا په کرامات ښه یې
غزل
ستا په ښایست کې د خالق داسې شهکار وینمه
چې هرې خواته دې جلوه د سپین رخسار وینمه
ته راته مه وایه چې څه دي ستا په زړه کې یاره
زه دې په سترګو کې د زړه تمام غبار وینمه
د تخیل د رنګینیو نه قربان شمه زه
چې په خزان کې هم د سروګلو بهار وینمه
چا راته وې چې زنده ګي او بنده ګي څه مانا
ما وې دا دواړه چې یو ځای کړمه نو یار وینمه
ته خو نادان یې لاس دې نیسه، پښېمانه به شې
ستا د ګوزار ترشا د پټ غلیم اختیار وینمه
Muhsen Hotak
هې ته خو مار نه يې لړم خو نه يې
او نه غونډل يې، نه لنډۍ لټکه
نو بيا دې ولې دا سينه ده داسې
د دوزخي کينې له زهرو ډکه
څه مجبوري ده ستا د بل وژنه
... که ته خوني يې ستا عمل وژنه؟
دا تا ته ولې داسې برېښي چې دی
د هرې هرې ستونزې حل وژنه
خدای مې دې ستا له حاله وساتي خو
ته هم زما غوندې انسان ښکارېږې
نه دومره ډېر بدل په رنګ ښکارېږې
نه دومره ډېر بدل په ځان ښکارېږې
ته خو زما په څېر هم نه يې چې دي
زرو غمونو ستا اعصاب خوړلي
تا خو زما غوندې په ژوند کې نه دي
تور تيندکونه د عذاب خوړلي جج
ته خو زما په شانې وږی نه يې
زما په ډول خو بې کوره نه يې
داسې د زور مالک خو هم نشته دی
چې ته مغروره يې له زوره نه يې
نو ستا په زړه کې بيا دا دومره کينه
له کومه راغله، څنګه وپنځېده
او ستا د کين او عداوت له لاسه
زمونږه ټوله سيمه ورنځېده
ته زورور دومره غصه ولې وې
چې د يوه کور رڼا دې تته کړله
زموږ ارامه شپه دې ولې داسې
راته لبرېزه له وحشته کړله
ستا مجبوري ما ته معلومه نشوه
ستا په غرض باندې ونه پوهېدم
ستا په غرض باندې ونه پوهېدم
ستا په مرض باندې ونه پوهېدم