Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د ولی محمد نورزی شعرونه تازه شول
دپردیسي احساس
د هجرت او پردیسې په اورسوځیږم نیږدي یارراسره نشته
د پردوملک کي اوسیږم واک ، اختیارراسره نشته
دلته ډیرښکلې ښارونه اوبنګلي شته، خو زما دوطن نه دي
هرطرف ته چه خوځیږم سالم فکر،ابتکارراسره نشته
پر وطن مي سرې لمبې دي د اورونواوبمونوباران اوري
خپل خپلوان مي بیګانه شول وطنپاله یوهمکارراسره نشته
په پردئ ژبه ویل کړم زما ګراني دمورژبی پښتو څه شوي
نه کاکا شته نه ماما شته زما دوینې موراوپلارراسره نشته
ښکلي ګران افغانستانه ستا محبت او شفقت ډیرراسره دي
شنه باغونه اولوړغرونه ارغنداب او کندهارراسره نشته
بلخ ،هرات بادغیس مي څه شو،کابل جان د ټولوزړه دئ
بدخشان او بامیان دواړه خوست اوننګرهارراسره نشته
د غزنی لرغون تاریخه د ایبکو درستم د تخت یادګاره
دهلمند بهانده سینده خپل بغلان،غوراوتخارراسره نشته
د لوګرمیدان جګ غرونه،د پکتیا اود کونړ لوی ځنګلونه
میمنه اوروزګان چیری،چخچران اوچاریکارراسره نشته
دزابل کندزښارونه د فراه اوکاپیسا دتیرتاریخ ستریادګارونه
نورستان مي ښایسته دئ جوزجان اولغمان ښارراسره نشته
هر افغان دخپل هیواد اوخپلی خاوري لیونې مینه بیاغواړی
څه به وکړی خوارنورزیه خپله خاوره کي غمخوارراسره نشته
ولی محمد« نورزی» جولای ۲۰۱۲
دغره پرسر میله
هلته لوړدغره پرسرباندي میله وای
یوه ډکه د شلومبو یخه کاسه وای
ډیر ملګري دهرځای نه وای راغلي
مازدیګرۍوای یا سهارد لمرخاته وای
بیا توتان مي را څنډلای په ځولیو
لږډوډې،مړې دتناره توده پرته وای
نه راډیونه موبایل دچا په جیب کي
د بادرنګو په پیخرښه تما شه وای
دوطن خوږی کیسي مي اوریدلي
د غزلواوبدلو ددریا جوړه نغمه وای
دمنګیو یخي اوبه وای راته ایښي
کلیوال ګرده چارپیره را سره وای
شني تپي او شني درې دغرو لمن کي
دخندا اوخوشالي ډکه فضآاو ننداره وای
هرافغان په خپل هیواد کي ژوند کولای
نه پردي او ګاونډي دلته میشت نه وای
یو تربله جاریدلای دوروري په محبت کي
زمونږ پرپاکه خاوره ورکه دا جګړه وای
هم ځوانان وای هم سپین ژیری او کوچنیان
ټوله مونږ په یوه زړه او په یوه خوله وای
ښه یاران او ښه دوستان دخپل کور کلې
په پښتو ژبه یوه ګډه دشعرومشاعره وای
زه نورزی چه پکښي ناست وی بختور
تل به پاته زماپه یادژوند دا خاطره وای
ولی محمد «نورزی » جولای۲۰۱۲
نابلده کلي
ګودرهغه کلې هغه خوخلک نوردي دلته
ښارهغه کوڅه هغه پرَدئ هر لوردئ دلته
دسړبناودغرغښتبابااولادميڅهشول
نهدمیرویساوداحمددتوریشوردئدلته
غرونه دښتونهدغیرتدپیغامونهډکدي
دځانمرګيځوانانومرګخوڅهپیغوردئدلته
دبلپهزورپرخپلوخلکوځانفرعونجوړکي
څنګهپریمانهد پیسواودډالروبازارجوړدئدلته
دخپلاولسدبيوزليچیغهبهکلهواورې
دتوپاکیانووسلهوالوظلم اوزوردئدلته
دخپلوخلکودغمواوددردواحساسبهکلهکوی؟
دادوحشتتوروتیاروکيدي زړه توردئ دلته
د ښی دوستي او ورورګلوی محبت مي ولې ولاړې
په هر قدم کي مرګ او ژوندون را ته سوراور دئ دلته
یووختبهتههمدحسابکتابځوابورکوی
نورزیه ګورهدهرچاعملپخپلهددهګوردئدلته
ولی محمد« نورزی» ۱۲ جولای ۲۰۱۲