Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دروغ
ما د راتلونکي وخت منصف ته دا قضا پریښوده
مینه مې ځکه د هر ښکلي بې وفا پریښوده
مجنون ته وګورئ په تیښته بیابان ته لاړو
پیغور د کلي ته یواځې يې لیلا پریښوده
د یوسف خان د عاشقۍ په تاریخ څه ولیکم
چې شیربانو يې تربورانو ته رسوا پریښوده
ظفر لا ښه وه مومن خان باندې يې خوا یخه کړه
ګنې په خداي که ورله خور يې په حیا پریښوده
خدا ده ملوک او د بدرۍ د مینې بیخ وباسې
چې يې شاعر ته د دروغو مشغولا پریښوده
د شیر عالم په سر مې ټوله ناوګۍ بدي شي
چې میمونۍ ورته چاړې د لاندې ساه پریښوده
بخت منیر هم په تماچو باندې برجونه نیول
د چا پرې څه خو خپله مور يې په ژړا پريښوده
سیار که ستاي نو تاریخ د ملالۍ به ستايي
په یوه ټپه يې هر فرنګ ته واویلا پریښوده
هاغه ګڼې ونې
غلام رباني فیاض
د چینارونو سپیدارونو جګې جګې ونې
ها دمندتو دبادام باغونه
هغه زمونږه دل ارام باغونه
کله چې لمر به له غره واوښتو تیاره به راتله
د دوی له مستو ګڼو څانګو به سازونه راتلل
څه جنتي سازونه
څه باچاهي سازونه
د تورانیو دبلبلو ماینوګانو چغار
هم دچوغکو د چڼچڼو د کارغانو چغار
زمونږ دکلي هاغه ګڼې ونې
ها د ګورګورو دمماڼو د کرڼې ونې
اوس په اور سوې دي ایرې ایرې دي
ها ښکلې څانګې یې ارې ارې دي
اوس ترینه سټې مردکو خوړلې
ان چې لا جرړې یې شکڼو خوړلې
اوس به زمونږ دکلي
خوارو زبیښلي بزګر
خپلې بیلچې لپاره
لاستی له کومه راوړي
اوس به دکلي کوچنیان
خپل دمزرینو پړو
ټالونه چیرته تړي
خدایه سپیره شو کلی
خدایه سپیره شو کلی