Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
وتکي
تکلیز نظم
د نن پریوتی د سبا خوږې قیصې څه کوي
زړګی چې وچوي نو ارمان ته حاجت پاتې نه شي
اختر چې تیر شي نو نکریزې په دیوال وتپه
فصل چې پوخ شي نو باران ته حاجت پاتې نه شي
-
څوک چې په تور ټکي کې سپینه لاره ویني درومي
څوک چې په سپینه لاره کوږ شي استانې دې وینځي
زه مې په سیوري کې د خپل مخ ننداره کوومه
چې په خپل مخ باندې شکي وي ايئنې دې وینځي
--
اوس مې د ډنډ سره اړیکه دومره پاتې ده چې
لکه د ډینګ ورته په وچ جوهړ کې کیناستمه
اوس د وحدت د کاروانونو لارې نه څارمه
اوس مې د ړنګې حجرې وران انګړ ته کیناستمه
---
مونږه د ژوند د پاره کار د ژوندو کله ستایو
خلک ژوندي ستايي او مونږه ستایو مړي یاره
ځکه په خوند او په مستۍ د ځوانۍ پوهه نه شوې
د فکر پيټي دې اوګې راټیټې کړي یاره
----
زه د لهجې جلال په ټوک ډوډۍ بایلم لګیا یم
زه عندلیب دغسې ښه یم چې خوشحال مې نه کړي
پاکه رسوله له تا جار شم صدقه دې شمه
له امتیانو دې یریږم چې حلال مې نه کړي
8/2012
ستا له سپینو ډکو جار شم
عندلیب
د موجونو قیصې پریږده
خپله ماته کشتۍ ژاړه
تاته چل د لامبو ښايي
ځانله ځي په غاړه غاړه
-
چې په دې کوڅه ورنشې
پکې ورور وژلی ورور دی
ګرانه تاته دې رب خیر کړي
ستاسو کلی سړي خور دی
-
زمونږ کلی هدیره ده
د قبرونو په شمیر څه کړې
هاغه غر مې پوره مات کړ
خو خزې مې پوره نه کړې
-
دا چې وران شه په لمحه کې
دا چې وینې پرې پاشلي
دې تصویر په جوړیدو کې
وایه!څو پیړۍ نیولي
-
چې تنکي ګلان دې ریژي
کور دې ډک د جنازو دی
ستاله سپینو ډکو جار شم
مورې!زړه دې د کتو دی
-
چرته نوی ستم جوړ کړئ
د مرګي ستم زوړ شوی
عندلیب له دې نړۍ نه
خدایګو تیښتې ته جوړ شوی
8/2012