Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مزاحیه شعر
چې مې بوي کله د وریجو تر سپیږمو شي
بیا زړه سینه کې سم په ډمامو شي
د خیرات چې مې خبر په غوږو راشي
دا کولمې مې په ګوګل کې غپاشي
دا کوشش اول کؤمه چې ناذر شم
په دې تمه د دیګونو خواله ورشم
وړمبۍ کور ته مجمه ولیږم د وخته
غوښه ټوله پټووم د وریجو یخ ته
په سپیږمو مې شنه خوله کړمه راماته
تل هډوکی وازګه ولم د بل خواته
د واده کارډ ښکلووم په دواړه مخه
چې رایاده کړم د تورې میخې غوښه
د ماچس تیلي د ځانه سره ګرځومه
پس له شخونده پرې غښونه راپاکومه
چې زرده مې په تالو کې نه ښکاریږي
نو په کور کې خپل واړه راته قاریږي
خوشالیږم چې خیرات او یا سونت وي
چې پولاو پخیږي څه ښکلی ساعت وي
په پردي واده کې لس کیلو درنیږم
دا خو خپل واده راخستی یم وچیږم