Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دښاغلی ملیارشعرونه تازه شول
لر او بر
لر دی او که بر سره دوه ورونه دي
خط د ډيورنډ زمونږ رګونه دي
دا چی غليم تل دپښتون وينی څکي
ځکه مو خراب ورته فکرونه دي
*******
له کور د ښکلو سترګو د شراب را څڅیدلي
له اور د زخمی زړه نه مې کباب را څڅیدلې
که اوس مې ژوندی خښ کړی نور ارمان مې په زړه نشته
دا ستا له سرکو شونډو میئ ناب را څڅیدلي
په یاد مې دې هغه چې مخ دلوڅ کړ بیا د پټ کړ
له یو طرف عزاب بلخوا ثواب را څڅیدلي
له غیږې نه د تللمه ملا چې اذان وکړ
چرګ بانګ کې په ګریوان اوښکې سیلاب را څڅیدلي
لږ رایشه د حفیظ ملیار د زړه تڼاکې ګوره
له زور دا ستا له کبره ترې حباب را څڅیدلي
غزل ژبه
په دې نړی کې د ازل ژبه ده
پر مخ به ځي دا دمزل ژبه ده
په انسانانو باندی ښه لګیږی
زما پښتو خو د غزل ژبه ده
معلم د لوړ مقام په احترام
خدمتګار د هر انسان دی دا معلم دی
دا دنیا چې پری ودان دی دا معلم دی
د تیارو پرځای ډیوی بلول غواړي
رو ښنایی د هر زمان دا معلم دی
په روزنه د اولاد د وطن بوخت وی
چی زړه سواند او مهربان دی دا معلم دی
جز دعلم او معرفت سره یی کار وی
څه سپیڅلی قدردان دی دا معلم دی
ترقي او تمدن لټول غواړي
چې سالار د دې کاروان دی دا معلم دی
په ټټر یی هوسیلی دې لکه غرونه
د پاک عضم قهرمان دی دا معلم دی
منزلت د مور او پلار لری په مونږ کې
دا چې دومره عاليشان دی دا معلم دی
پسله مور او پلاره حق یی په مونږ فرض دی
د حفیظ ملیار ګمان دی دا معلم دی
د خدای بښلي حمزه بابا او خدای بښلي خاطر اپریدي دیو بیت په اقتفا
خاطر وایی
ته نقاب له مخه لری کړه بس زه به درته ګورم
د نظر پروا ونکړې خیبر ډک د سپیلنو دی
حمزه بابا ورته وایی
له نظره مه یریږه نظرماتی د هم زه یم
چی حمزه ورته لوګی شې سپیلنو ته حاجت نشت
حفیظ ملیار ورته وا یی
د حسن نظر مات ته د یم و خته په اور سوی
حفیظ ملیار لوګی دی سپیلنو ته حاجت نشته
ما ته مې مور راته په یاد کې راغله
ماته مې مور راته په یاد کې راغله
دفکر ټال کې لاړم
د فکر ټال کې ځنګیدلم ورته
باور به وکړی ژړ یدلم ورته
مورچې ژوندۍ وه راته
د شفقت دنیا وه
دمحبت دنیا وه
د برکت دنیا وه
پلار خو مې وخته دې فاني دنیا نه
په خپل سفر تللی وه
مور محبت راکوه
مور شفقت راکوه
ماته یی ناز راکوه د
یاد مې شي][]
ماکه مشکل لرلو
یا که په سر زما کوم درد پیداوه
مور به سبا پوری بیخوبه ناسته
زما په فکر به وه
زما د صحت په ُفکر
ډیره غمجنه به وه
خوب به یی ستر ګونه حوا کړیه
د خولی مړۍ به یی زما په خوله کړه
دې به روزلمه زه
دې به پاللمه زه
یاد مې شي[[[
زه چې څه وړوکی ومه
هلته په کلی کې به
خپلو همزولو سره
ما به هم لوبی کړلی
پڼډوس / خوسئ او نوری لوبئ
سم چې به کور ته راغلم
مور به می مخ او لاس را و وینځلو
مور به دستي را ته ډوډۍ راوړله
موربه زما دا د کمیس هغه شلیدلې تڼۍ
چې به په لو بو کې شلیدلې راته
د محبت په ګوتو بیرته ګڼډلې راته
په محربانه لحجه به یی ویلې راته
پام کوه زویه جنګ جدل ونکړی
چې څوک ازار ونکړي
ژوند خو وفا نلري
مرګ خو اخر د هر چا کور ته راځي
ولی څوک ځان په دې دنیا او اخرت ناکام کړي
یاد مې شئ [[[
مور ماته قلم ماته کاغذ راکوه
زما تعلیم ته به یی فکر کا وه
مور به اختر کې راته
هر کله نوي جا مې و ګڼډ لې
خدای خبر
موربه
داختر جامې لرلی کنه
زما په غم زما په فکر به وه
مور به همیش ویلی
زما ارمان یی زویه
زما امید زما جهان یی زویه
د خو ښۍ اوښکې به یی
د ملغلرو په شان
دا نه دانه د دې له ستر ګو تللې
خبره داده چې اوس
له ځانه سوال کومه
غواړمه سر مې په ګریوان کړمه زه
دا خپل وجدان ته می ځواب پیداکړم
ما مې د مور لپاره څه کړیدي؟
ما د هغې د محبت د شفقت د بیخوبي د تکلیفونو
څه ادا کړیده
ما یی ارمان ما یی امید پوره کړ
ما یی خدمت کړیدی؟
ځواب معلوم دی چې نه
زه پوروړی یمه
ځکه خدمت کول د مور او دپلار
هسې اسان کار ندی
یو لوړ دقت او لوړ همت غواړې
د مور حقوق لکه کعبه داسې وی
زه پوروړی یمه زه ملامت یم مورته
زه ګنهګار زه ابدي ګنهګار
کا شکې چې هغه وخت خو زه پو هیدای
لکه چې اوس پوهیږم
مابه یوه لحظه هم
هغه کوم غم ته به بریښې نه وای
ما به ژوندون کې دمور
دا یو قدم هم بی له خوښې د مور
دا بله خوا نه وړلای
افسوز
افسوزچې بیا یی زه لیدلای نشم
لاس او پښی یی ښکلولای نشم
اوس یی زړګی لاسته راوړلای نشم
اوس یی په قبر ځان وژلی نشم
اوس مې ګریوان خپل څیرولی نشم
اوس یی د قبر خاوری
دا په دا سرمی باد ولی نشم
ځکه اوس ګټه نکړي
وخت لکه سره زر دی
مانه اوس وخت تللی دی
یم ابدي ګنهګار
یم ابدی ملامت
تازه غزل د کر کټ د قهرمانانو لپاره
مونږ ه د کرکټ قهر مانان لرو
مونږ په هر میدان کی اتلان لرو
ویاړ او افتخار راوړی وطن لره
مونږه ګلالي سپورتمینان لرو
ودانګي میدان ته د هملو سره
شور نه ډک احساس او ولولو سره
نوم لرو جذبه لروطوفان لرو
مونږه د کرکټ قهرمانان لرو
جوړ کړي ښه رنځونه دنمرو سره
هغه د کرکټ ښایسته توپو سره
ښکلي بایټمینان او بالران لرو
مونږه د کرکټ قهرمانان لرو
تور / سور / او زغون بیرغ وچت ساتې
دا د خپلو مټو په قوت ساتي
مونږ مین په خاوره افغانان لرو
مونږه د کرکټ قهرمانان لرو
سیال به کړو ځانونه د جهان سره
مخکې به زو وړاندې د خپل ارمان سره
ای حفیظ ملیاره شازلمیان لرو
مونږه د کرکټ قهرمانان لرو
د ګلانو ګلستانه
د اور لمبو کې سوزی دود د لاړه تر اسمانه
زما افغانستانه
ځوانی د خاوری مشه د ګلانو ګلستانه
زما افغانستانه
زړګی د اسیا یی ګدا نه یی پاچا یی
ګدام د معدنو یی شمله د میرویس خانه
زما افغانستانه
سوری په خپل ځیګر یی کڼډر کڼډر کڼډ ر یی
مخونه یی شه تور هر چا چی چور کړی چا چی ورانه
زما افغانستانه
په د ې دنیا جنت یی افغان غیور ملت یی
بیرغ د اوچت اوسه مونږ د ساتو په میړانه
زما افغانستانه
ډیر ژر به ته ودان شی پر مخ به له جهان شې
د سولې بیرغونه چې شی لوړ له هری خوانه
زما افغانستانه
حفیظ ملیار بی تایم هجران کی د ګدای یم
لحظه رانه هیر نه یی روح می بیل ندی له تانه
زما افغانستانه
شیطاني نفس
مرګ د سترګو رپ دی هر انسان سره
زوړ وی که کوچنی وی او که ځوان سره
ګوری صداقت جز د ایمان ښکاری
څومره به وی ښه لاړشی ایمان سره
څو پوری به خاوری شیندی سترګو کی
څومره به بد ښکاری خپل وجدان سره
بیا به هلته قبر کی عذاب کی یی
بیابه ګټه نکړی د ارمان سره
زړونو کی پادشاه شه شمله هسکه کړه
هسکه شمله خوند کړی د افغان سره
ای حفیظ ملیاره تری ګیله مکړه
چاچی نفس تړلی وی شیطان سره