Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
یوفتنه غوندې رهبر و
یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل
هم شهید شو هم غازي شو هم دسولې شو اتل
په مقام او په چوکۍ پسې لا لهانده و تر مړینې
دمذهب او قومیت نیلي یې دواړه ځغلول
یوه ورځ مو چېرې ونه لید چې خاورې وي پرې ناستې
نه مو ولید په خپل عمر هسې یو ځل په مرچل
له شماله تر سویله له ختیځه تر لوېدیځه
دنفاق اوریې ور واچاو وروڼو وروڼه ووژل
دزمزم په اوبو پاک نه شوسل ستله یې پرې تش کړل
له لمنې ترغوږو و رنګ په وینو دکابل
په ظاهر به یې خوله ویته وه نیولې وهرچا ته
په باطن لوی منافق و سکنی ورور دچرچل
هوښیارتوب او مکار توب دواړه یو نه دي سره بېل دي
دچالاکې مرغۍ وي اخېر په دوو لومو اجل
د رمې لپاره هر څوک ګلالی شپونکی پیدا کړي
خو کرزي صاحب لېوه باندې زموږ ګډیان ساتل
پاچا بند په پنجرو کې را وتی نه شي بهرته
جنازې ور وړې حرم ته پرې را ټول شي لکه دل
دوزیر اکبر په مټ کې یې دبوی مرۍ کړه خښه
یتیمان شول ټول خوابدي له کابله تر زابل
ها په ځان پورې تړلې دکولاب چوکۍ یې څه شوه؟
هغه هم وروړئ چې بیا پسې را جګ نه شي په چل
پېر یې نه و زده پلورل یې په زانګو کې و زده کړي
دوطن په خرڅولو کې لمړی شو تر کارمل
شهیدان به یې هر دم په کاڼو ولي په لحدکې
ټوپکیان به ورتلای نه شي بس پرې جوړ به وي غوبل
خدایه تا ته مې توبه ده ته غفار یې ته قهار
قاتلان نېست اونابود کړه چې را خوشی شي محل
هم یې مړ کړ هم پرې ژاړي خپل خړ سترګي لنډغر یې
سبوتاژ په سبوتاژ پسې پر مخ وړي مسلسل
رښتیا هم کډه یې بار شوه که ما هسې خوب لیدلی؟
عجیبه ده کور یې خپل سپا هي،وزیر، پاچا یې خپل
آذان وشو دلمانځه وخت دی دا دوه رېنیان درواخلئ
عبدالله او امرالله ښیم جومات به کړي چټل
چې دپلار اونیکه ملک خرڅوي څوک په اجنبیانو
ای بسمله دهغو سزأ ده دار ته خېژول
یوفتنه غوندې رهبر و په ورځ مل و دشپې غل
هم شهید شو هم غازي شو هم دسولې شو اتل
Amin Besmel