Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
څه وخت پوهیږو
چې بې رنګه بې نشان پاتې
بې علمه بې کمال پاتې
بل څوک نه ده
پښتون ده له کاروان پاتې
تاریخونو پاڼې واړولې
چېرته ظلم وناتارسره
چېرته علم وهنرلارسره
دې لویې دنیا پرمخ
ځمکې او بېدیا بڼې واړولې
خوموږ!
د دې سترجهان پرلمنه
دخپل کړنوبازارکې
د ځانه سرې سترګې واړولې،
ژوندځانګې اسک چناروپه څوکو
موږولاړداغزوپه څوکو
څوک موپه چړو
څوک موعلم وهنرپه تیارو
څوک مو وژني بڼوپه څوکو،
نهٔ پټي هغه سې شاړپاتې
نه ګولی پخوا په شان پاتې
اوس کرلاو رېبلو ته ماشین دی
پښتون له خپل لورسره
ویدهٔ ترماسپښین دی
تخنیک اوتکنالوژي لکه سیلاب درومې
موږلانیو خبر
چې بی خبروي
هغه انسان مري،
پښتونه !هغه ټوپک سره چې لوبې
جوړپه لاس دبل چا ده
لافې ئې تهٔ وهې
چې راغلی په لاس ستاده
دبل په هنرکوې دباپې
په خپل هنراړوې خاورې
له چانټې چې راوباسې
بیاپه ویاړواې!
داوسله ده جرمنۍ ،انګرېزۍ
یاامریکنۍ ده که روسۍ
ولې نه وائې !
صواتۍ ده که مسودۍ
وزیرۍ پېښورۍ ده که افغانۍ ،
دبل علم وتخیک ته څنګه خوشالېږې
چې خپل مکتب وسېځې بیاګدېږي
شرمو لعنت په هغه چا ده
چې پردوته مخ ځانته ئې شا ده،
دودولوخوړوسپین غره ترپامیر پوښلی
چامی علم وفرهنګ
چامې هنروژلې
محروم ماشوم ته مې وګوره
انګړمې توراوسپین خوړلی
افسوس دزموږپه حال وروزګارشه
سبابه راشي له مریخه ګل دستوسره
پښتون له علمه مرور
خدای که دی پخلاکړصبوره اعتراضوسره
پام ساته
په لارســم زه چــې تــرپښــودګـل آزارنشي
ګوږ اوږ تګ عــادت ستا لکه دخــامارنشي
په چَپه لار چې تللي نوم نه نـې نشــان شته
صراتلمستقیم سره به ورک ستــامـزارنشي
چې تاویږې دتوروزلفو په کــجـــوخـــم کې
ځان ساته الوول زلفودرشن تارپـــه تارنشی
اغزي ګل سره یوځای کـردګل کړه هرځای
څوک وایي اغزي کرل به ستادپښوخارنشي
ناوړه اعمال چې مل شـــي درســره پــه لار
فرعون هملاري بــه تېــرنیـــل له ګذارنشي
رېښتينی عمـل رېښتـيــنی نیت سرګنده وی
کمیس کې ورک یوسف به تسل ددیدارنشي
بې خنډه نشــته لارچــې عـمل وي په ګفتار
دفرهاد له عزم بېستون به څنګه ګلذارنشـي
بـې عـمـله ویـنا زړه تـسکیـن نشي هرچاته
له نګین پرېوتی سلــطان به زړونـوهارنشي
پــه هــرنـــومــونشـان چـې کړي جامه بدله
پام ساته د دغو توروسپـییوصبورښکارنشي
انجنیر عبدالصبور ساپی
Eng. Abdul Saboor Sapi