Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لمبی دی راواریږی
لمبی دی راواریږی بس هجران دې لیونی
کلونه وشول نه راځی جانان دې لیونی
دا ظلم انتیها دې نوره سرباندې اوختی
مومین زړګی دې څه رنګه سلطان دی لیونی
ده سترګو سمندر می ان نګی وبه وبه کړل
د غرغوندی ولاړ ورته ګریوان دې لیونی
د اوښکوپه جرګه می رابللی وې رانغلی
داڅومره بی ایمانه دې ایمان دې لیونی
چی ته راته موسکا کویی اوزه دی مخ ته ګورم
مودو نه می په زړه کی دا ارمان دې لیونی
په جوند کی دې دا یوځلی په مینه قربان وویل
راګوره چی ده سترګو می باران دې لیونی
خبرو کی می ورو ورو شونډی شونډو ته نیږدې کړی
خو څه وکړم له پاسه پری پیزوان دې لیونی
مل مل په لوپټه می دا دمخ ګردونه پاک کړه
له ډیره وخت تیرشوی پری طوپان دې لیونی
په تیرو پښیمانه شه چی نورظلم ونه کړی
چی بیا نو خلک نه وایی ستومان دی لیونی