(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

دښاغلی ملیار شعرونه تازه شول

کباب زړه
دا سور رنګ د اننګو دې لکه رنګ د سور ګلاب دی
ګل غوټۍ د ښکلو شونډو دې ګلپاڼو کی حساب دی

لکه پرخه د سهار وی هر سهار می ښکلولی
ارمانجن حفیظ ملیار یم زړه می تا پسې کباب دی

په  کږدۍ  کې   ماشومان   
 
   زه یو ماشوم یم مسافر یم په کږدۍ کی او سم
یو جنګ ځپلی مهاجر يم په کږدۍ کی اوسم

پښی مې دي لوڅې چویدلي ترینه وینې څاڅي
سوری سوری په خپل ځیګر یم په :ږدۍ کې اوسم
له یخنۍ ریږدمه کالي نشته ډوډۍ نلرم
څیری ګریاوان یم در په در یم کیږدۍ کې اوسم
نه په نس موړ یم نه امید د هوسونو لرم
مدام روژه خو بی اختر يم کږدۍ کې اوسم
واوره اوریږې باران څاڅي زه تری لاندی ناست یم
پروت خو مرګي ته په بستر یم کږدۍ کې اوسم
بریښنا څه دی بې ډیوی شیطان څراغ لا نشته
په انتظار د سهر لمر یم کږدۍ کې ناست یم
کعبی ته مه ځۍ دلته رایشۍ که جنت لټوۍ
د عبادت عجیب مقر یم کیږدۍ کې اوسم
زمونږه د اوښکو طاقت نلری حفیظ ملیاره
بی سر پرسته یو بشر یم کیږدۍ کې اوسم

پښتونه
خپلي ليلا ته شه دلبر پښتونه
ټوله دنياکړه پری خبر پښتونه

دا هندوکش او تاتری خبر کړه
چی سره يو کړو لر او بر پښتونه

ډيورنډ خط د سرطان دانه ده
ستا تباهی ته دی خطر پښتونه
دا اوبه ندی ترينه اوښکی راځی
زرشه خوشحال کړه دا سپين غر پښتونه

يا د تقدير زرشه ډير زر بدل کړه
يا د سر و جنګو په غر پښتونه

د خوشحالخان له پاکی خاوری ځينی
جګ شه اورنګ کړه لاس په سر پښتونه

د ملنګ جان په زړه چړی خښی شوی
تار د اغزن لکه خنجر پښتونه

که موټی نشو او وهدت ونکړو
داسی به ګرځو در په در پښتونه

دا د سبا وعدی کړی لنډی نوری
هرڅه کړی خپل تر مازديګ ر پښتونه

راوړی ډولونه اټنونه مرش کړی
په غليم جوړ کړې يو مهشر پښتونه

حفيظ مليار باندی به جوړ شی اختر
که شمله جګ کړو د خيبر پښتونه


 

راغلله
خواته مې د ګلو ګیډۍ راغلله
ټولو ویل بیا ښا پیرۍ راغلله

چا ویل چنار ده چاویل صبر ده
لښته د چنداړو نرۍ راغلله

عطرونه خوشبویه وه معطره وه
ګلو د نارنج نه سیلۍ راغلله

هغه بلبلان چې په ګلبڼ کې دي
له هغو خوږو ژبو مرغۍ راغلله

زلفی یی باد یوړلی سبا شوله
ای حفیظ ملیاره سپوږمۍ راغلله

ن است که اروپاکې یم 

ناست  که  اروپا  کې   یم   زړګی  مې   بله  خوا  ګر  ځي

وا لوزي       کفتره     ښي   او      بره   په    هوا   ګرځي

وژاړي    ما  شوم     شي    مانه   بوی   د   مور   او  پلار  ِغواړي

شي      لکه      مجنون    په     خیال   او  ُفکر   د   لیلا      ګرځي

لاړ   شي   خپل  وطن   ته   کابل   جان    ته  بیا   لغمان  ته  ځي

بیا   ځي   شکور   اباد   ته   په   دا   ځپل   زړه   قلع   ګرځي

ای      حفیظ      ملیاره    د  خاپوړو     ځای      هیریږي       نه

مینه      د   وطن     مې      په     رګو    کې    هره   خوا   ګرځي


بېرته شاته