Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دمورناره
د زړګی سریې زما
د ژوند ثمر یې زما
نور البصر یې زما
شیرین پسریې زما
هله پاڅېږه زویه!
ژرپورته کېږه زویه!
زویکه لمر ختلی
وطن یې ټول نیولی
حال د ویدنې تللی
وخت د ویښتوب راغلی
بلبلان بیا چغیږی
همزولی ستامسېږی
هرڅوك کارونه کوی
خپل روزګارونه کوی
ښه خدمتونه کوی
هر لور سیلونه کوی
مکتب ته ځی هلکان
د وطن نوې ګلان
ته هم راپورته شه ژر
څو به بیده یې ابتر
سرته راغلی دی لمر
لږخو دی ځان کړه خبر
ترڅو یې پروت بیکاره
زویه! د خدای دپاره
و تا ته پا ته وطن
په خوږو یې اوسه خوږمن
خوب په کارنه درځی نن
پریږده ګدله بړستن
وسم میدان ته ووزه
نوی جهان ته ووزه
د پښتون پت وساته
د پلار غیرت وساته
انسانیت وساته
خپل شان شوکت وساته
ورك کړه بې ځای چرتونه
د سرې غرمې خوبونه
دښمن خندا کړی پرتا
خپلوان ژړاکړی پرتا
ځینی واوا کړی پرتا
څوك واویلاکړی پرتا
هلته دښمن شوخوشحال
خپلوان دی ګرځی ملال
ما چی ته ښه روزلې
یا په جار جار بللې
په شیدو ما پا للې
خوب ته می نه ساتلې
ته ولی وغزیدې
په ژوند،ونه پوهېدې
ارواښاد استاد بېنواLate Ustad Abdul Rauf Beawa