(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)
د مينې مجلې د امامانو خصوصي ګڼه ...
[05.Dec.2010 - 21:56] د مينې مجلې د امامانو خصوصي ګڼه چاپ او په ليکه شوه
اوښکـــې کډې بـــاروي طـــوفان د غـــم شو
شــــول تــــازه د زړۀ زخــمـــونـــه محـــرم شـــو
نــــن بـــه يې نـۀ ګڼې دا غــــم چې پرونے دے
ګــــويــــا هـــــــر پروسه کال يـــې ســــږنے دے
ابتـــــداء د غـــــم کــــــومـــــه نــــوے کـال دے
پـــه اول چې زړۀ خفه وي بيـــا خوشحــال دے
څوک چې ډېر د امام غم کا ډېر خوشحال شي
د ايمـــان شجــــر پـــه دې اوښکــــو نهــــال شي ( حمزه بابا )
د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه په پښتو او اردو ژبو خپرېدونکې د مينې مجلې د ١٣٨٩ هجري نمريز کال د ليندۍ او مرغومے د مياشتو، د ٢٠١٠ کال نومبر او دسمبر د مياشتو او د ٣٢ - ١٤٣١ هجري قمري کال د لوے اختر او امامانو د مياشتو يعنې د دريم کال نهمه او لسمه ګڼه چې په کربلا کښې د يزيد او يزيديانو په لاسو د خداے د ګران رسول (ص) د کورنۍ او د هغوي د اصحابانو د زړۀ دردوونکي شهادت او د کربلا د سپېڅلي اسلامي انقلاب د واقعاتو لپاره ځانګړې شوې ده چاپ او په ليکه شوه.
له ګرانو لوستونکو غواړو چې په دې حقله خپل نظرونه، راې، وړانديزونه او نيوکې او همدا رنګ د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول ليکنې مونږ ته راولېږي مونږ به يې په سر سترګو ومنو.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره
د مينې مجلې چلوونکې ډله
پته: مياشتنۍ (( مينه )) پوسټ بکس نمبر 346 پېښور ( پښتونخوا)
برېښناليک:
[email protected]
وېبپاڼه:
[url= http://meenapukhto.blogfa.com]
meenapukhto
ټېلفون:7114546 ګرځنده:3459047584 - 03028819981- meenapukhto
بېرته شاته |