Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
سترګو ته دې وایه
پرونی دښمن
پـــرونــی دښــمــن بــه څـنګه زمــوږ دوست شې
چـې وریــــاده بــې پـتــي خــپــله دې خوست شي
چـــې غـــورځــنګ دپــښـتــنو شــي ورپــه یـــاده
لــه هــډوکـو څـخـه بــیل یي غـوښـه وپـوست شي
هــــــرظــــــالـــم لـــــره دوزخ ومــــقــــبــــره ده
ارمانجن زړه زموږپه خاوره کې به وروست شي
سترګو ته دې وایه
سترګو تـه دې وایـه چې مې سترګو ته کتل نـکړي
سـترګـــوکې ویــده مـیـنه زمـا دې ویـښـول نـکړي
زړه بــه مې لـه خـوبـه رابـېدارشي لـیونی بـه شـي
بـیابــه لـیونـي سره پــه مـیـنه کـې غـوښـتل نـکړي
مـا دې ښـا یـسـتووبــې وفـا سـترګـې لــیــد لـي دي
ټک به درله درکړي نورپه حال دې پوهیدل نکړي
مـیـنـه کې رښتیاسترګې پـه نیم دیدن پـوره ښکاري
سپـین وتـوردې بـل سـترګوکې چیرتـه لـټول نکړي
چـېرتـه بـې حـیا نـړۍ کـې سـترګې بـاحـیا بـه وي؟
څوک چې عليخانه دین اخلاقو کې لوستل نکړي
سمه باندې راشه
سـمه بـانـدې راشـه چې پـه شـاړوکې لـیـوان دي یاره
شـا دې دېــوالـوتـه ګـوره هـرځـای غـمـازان دي یاره
بـېـره لـه ګــیـدړوکـــنـډوالــووُپـــه دیـــروکــې وکـړه
مه وېـرېـږه غـروکې پـښتانه پـکښې زمریان دي یاره
مړې کړه دروغجې ډيوې بس مودې سپوږمۍ رڼـا ده
چـیرتـه چـې ډیـوه وي هـلـته سـوي پـتـنـګان دي یاره
مـیـنه دې هـیواد زموږدې خیال ښـکلې هـوسۍ وایې:
زرشۍ لـه ټـوپـک سره راځۍ راتاوُ پړانګان دې یاره
زماوېــره تــقــد یرنــه ده تــد بـیـر ورتــه لـیـدی نشم
ټـولې خوشحالۍ په ږوند کې ډکې له ارمـان دي یاره
مرګ دي کـه ږونـدون مـودي پـه بـرخه لټووبې یاره
هـرې تیـږې لانـدې ارمانونه دې(علي خان) دي یاره؟
دکور غماز
غــمازان راســره کـــورکې کــه زمـوږ نوای
زمــوږبـــه ولـې امــید ونــه ټــول بــربا د وُه
دشــمال ســــيلــیــو یـــــووړل درمـــند ونــــه
ټول غمجن نن چې پررون خوشحال وښاد وُه
غـــیرتــمنه مــوریـې خــرڅه پــه د ښمن کړه
نــــه پــــوهــیـږم چــې دکــوم دَ وُس اولاد وُه
دې د ښــمن د لکۍ شـــاپــوسې کـــاروان دي
کـــړو تــباه یــې دافــغان چـي کـوم امجا د وُه
نـــه لـــه خــدای نــه لـه وطن څخه شـرمېږي
پــړې بــه اچــوي پــه خـدای چـې دایي دادوُه
کـه زمـوږ وطن کـې دوی نــوای لـوئ شوي
دتــاریــخ پــاڼــې بــه ولــې مــخ پــربــا د وُه
بیــا دهــغــو وخـت راتلـونکی ده (علي خانه)
چي دِې توري شـرنګ دښمن تـه یي تل یاد وه