Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
لیلا
ستا شیرنه لیلا یمه
په تا مینه له پوخا یمه
ستا شیرنه لیلا یمه
هغه لیونی مینه لکه پوخوا د څه شوله
مسته ګلورینه خوږه مسکا د څه شوله
ولی داسی چوپ غلی یی ووایه حالونه
هغه شوخه مسته مسته خندا د څه شوله
ډکه له هر ښکلا یمه
ستا شیرنه لیلا یمه
واوره ما خو زړه په تا باندی ده بیللی
د زړه په سر د راته نیشان ده لږولی
زما ژوند یی قسم ده ته می هر څه یی
خو ته راته وایه تا په چا ده زړه تړلی
ډکه له هر وفا یمه
ستا شیرنه لیلا یمه
هغه ستا راکړی تصویر می لا نه ده شکولی
لا می د زړه په دوالو کې پاک سوتره ده نیښلولی
هغه تا چی راته وویلی له تا سره زه مینه لرمه
هغه غږ می لا په غوږو کې هم هغه سی ساتلی
ذبیح لله له سره نه تیره په تایمه
ستا شیرنه لیلا یمه
متن : ولی مرور ده
نه پوهیږم په څه باندی ولی مرور ده
زړه یی نه ده د شږو شین کمر ده
هر څو ورته ظاری کړم نه پوخلا
کیږي جیږ ولاړ په بام د غرور ده
چی د چا په لمسون رانه لاړ هوایي
شو زمونږ لوی خدای په خبر ده
دۍ خو داسی نه وو څی چا په
چوف کړی د کوډګر ملا منتر ده
چی هر چیری می ویني تښتي
ذبیح لله هغه زما د زړه سر ده
متن : دا خو راته ووایه
ولی رانه لاړی د بل چا شولی دا خو راته ووایه
په څه باندی بی وفا شولی دا خو راته ووایه
نه ارام نه راحت لرم شپه ورځ یم چورتونو کې
په څه باندی خپه له ما شولی دا خو راته ووایه
ما خو می ټول واک اختیار تالره درکړی وو
ولی رانه یودم جدا شولی دا خو راته ووایه
بی وره د وسزولم هیره هیره شوم د چا په
لمسون لاړی په هوا شولی دا خو راته ووایه
د ژوند پسرلی د راته خزان کړ ذبیح لله د څه
لپاره له مانه بی ایشتیا شولی دا خو راته ووایه
متن : بیرته راشه
حال می بد ده لیونۍ شوم بیرته راشه
قسم ده بی تا سپیلنۍ شوم بیرته راشه
لکه د مني پاڼه ژیړه یم سپین سری
په ځوانه ځوانۍ شوم بیرته راشه
ستا تیر شوي یادونه راسره مل وي
د غمونو ګلدانۍ شوم بیرته راشه
د شپی ورځی می نه شته راحتونه
خوبونه پیرانۍ شوم بیرته راشه
ژوند راته خوند نه راکوینه په زړه
باندی پولی دانۍ شوم بیرته راشه
ذبیح لله د تنهایي زیندان کې د چورتونو
په زنځیر زولنۍ شوم بیرته راشه
متن ته رانه غلی
هر شپه له ځان سره ژړیږم تر سحاره ته رانه غلی
ستړی ستومانه د کړم له ډیره انتظاره ته رانه غلی
بی له تانه هر ساعت په ما لکه د مرګ تیریږي
مانده مانده ورلاندیم یم د غمنو له باره ته رانه غلی
ژوند رانه لاړ لکه د پخو ګل په هوا شو دانی دوانې
لکه د مني پاڼه وچه کلکه ژیړه شوم یاره ته رانه غلی
تل مدام راسره مل وي ستا یادونه نه می هیریږی
و د ویستلم د خوشحالیو له هر بازاره ته رانه غلی
عشوقي مه څه کوله دایی ثمر شو تهّ په یوه زه په بله
دردبر شو د تنهاي زیندان کې ناستیم ناچاره ته رانه غلی
ذبیح لله عومر د زمي ماذیګر ده ډیر زر تیریږي زه به
مړه یم له ډیره غمه نور راځه د خدای لپاره ته رانه غلی
متن : که بیر ته راشي
بی د تور تم راته ټول جهان ده که بیر ته راشي
د د دیدن می لوی ارمان ده که بیر ته راشي
غمونو کې می شپی دي نه شته راحتونه
سخت شوی می ګزران ده که بیر ته راشي
د ده یادونو کې ډوبه یم یمه خپه نا قراره
د غمنو راباندی باران ده که بیر ته راشي
د تنهایي زیندان کې یواځی ناسته یمه
زما د زړه درمان ده که بیر ته راشي
ما لر هر څه ده زما ټول ژوند ده ذبیح لله
هغه په ما ډیر ګران ده که بیر ته راشي
متن : زیری
رانه ورک به ټول غمونه د دنیا شي
د زړه د خوشحالیو ډیوی به می رڼا شي
هغه ورځ به په ما لوی اختر وي
چی مرور یار می را پخلا شي
د رقیب له ضیده به لاس تر لاسه ګرځو
خوله به بنده د تومتونو د هر چا شي
ما منلي په ځان دي د زیارتونو ډیر نزرونه
لویه خدایه که می قبوله دغه یوه دعا شي
هغه ساعت به په ما زیری د جنت وي که
څوک راته ووایي چی ذبیح لله بیرته را شي
متن : یو ځل خو راشه یاره
د راتلو وعده د ډیره وږده کړه مسافره یاره
کړی د وعده وه له اختره پوری له ماسره یاره
څه وخت به راځی ډیر ډیر می یادیږی
هر وخت د سارم ستا د راتلو لاره یاره
لکه د مني پاڼه وچه کلکه شوی یم ستړی
ستومانه د کړمه له ډیره انتظاره یاره
نه می ارام شته نی خوبونه ستا
چورتو کړم سخته ناقراره یاره
نور می مه اظاره وه ذبیح لله راځه
یو ځل خو راشه د خدای لپاره یاره
ویناوال او لیکوال
ذبیح لله شریفي