(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

طنزونه

زمری څنګه خر سو

 وايي په پخوا زمانو کې چې زموږ په  ټولنه کې  دا ډول نمونه  دیموکراسۍ  نه وه  یوازې  لیکلوستو خلکو لوړپوړونه  درلودل   ، بیا د خدای فضل وسو دیموکراسۍ راغله  دواړه لوستي او نالوستي سره برابر سول ،چې په دې هکله  یوشاعر داسې   له خوشالۍ ډبرې ویشتلې دي :

چې فلک  ورحمیږي پربشر

باسواده او امي سي سره برابر

 او خدای داسې وخت هم راوست ،چې سوپر دیموکراسۍ راغله،  دهیواد مځکه  لا دښته  او لاله زار  سوه،  او  ورځ یې لکه شپه توره تیاره سوه،  ټول ملي سګوانان، بشري قصابان،  د قاچاق بین المللي سوداګران، تر پزې وسله وال  محترم غله ، اوپه سلو کې سل اصیل   مور اوپلار آزاره     د هیواد واکلرونکي سول، شکر د هر ډول  غلاو او اختلاس اود مځکو د غصب دوارداتو او صادراتو د معافیت قانون   

 پاس  او د هر  ډول فساد اوخیانت آزادي سوه ، په دې هکله  یو لړمون خوړین شاعر خپله خوشالې د بیان په خاطر داسې ډبرې  په سر شیندلې دي :

واک پر لغړ  سپینه پرده غوړوي د مستانه

عجبه یو غل بل ته له شرمه ویلای نسي مکوه

ددې  چارواکو له  امر سره سم ټول تاریخي کتابونه  چلیپا او له ښوونځیو څخه ځنګله ته  مهاجر سوه او هلته په ځنګله کې  یې لوږو  ژویو ته   کتابتون جوړ کړ ،چې هغوی دا کتابونه ولولي  او  د هغو ژوند هم لکه  دلوستو انسانانو سم سي؟!

په دې هکله یو  عالم شاعر له فلکه  داسې ګیله کړ ې ده :

اې فلکه  که ته ورکوې هر  غله  ته مقام

وګڼه زه  هم غل یم  کړه ما یو څو ورځی امام

  یو زمری  چې د انسانانو د تاریخ د بېلا بېلو اړخونو دګټې په هکله یې    څه اوریدلې وه ، نوپه ځنګله کې یې تاریخ لوستلو ته لکه د موټر اکسیلتر زور ورکړ او لکه  مصنوعي کامي تاریخ پوهان  لاره او روده ځینې ورکه سوه ؛ نو غله ته یې پا چا وایه.

 زمري له ځانه سره ویل، چې هر پاچا  ځان  ته په درواغو زمری وایي   او پرخلکو پاچا هي کوي  زه خولا شکر اصلي شین زمری یم  هرومرو هلته د انسانانو شهنشاه کیږم  او ټوله ورځ یې له ځان سره له خوشالۍ په ترنم ویل  :

خلک چې زما په نوم کوي ویاړ

زه ولي خپله دې مقام ته نسم تیار

   دوستانو یې هغه دځنګله طبیب  حاکیم قوطان صیب  ته بوت، هغه یې ترنبض کتو وروسته  دوستانو ته  وویل:

 دی لیونتوب ته نژ دې سوی دی، دا د لیونتوب ویروس یې د انساني تاریخي کتابونو  له لوستلو څخه اخیستی  دی ، اوپه پند سره یې هغو ته ویل : هغه  انسانان چې په تاریخ نه پوهیږي ښه   هوسا ژوند لري او هم  هغه حیوانات چې لوستي نه دی هم هوسا ژوند لري .

 زمری  ویل : ددې  د ځنګله له ژونده دانسانانو پاچاهي ښه ده.

نو بریتونه یې  وخرېیله او پټ ښا ر ته وتښتید هلته دده تر مخه ډیر و ژویو بستونه ډک کړې وه   نو په سرکس کې  دخره په بست کې مقرر سو.

په دې هکله  یو پرېښانه شاعر داسې خپلي ککرۍ ته چپلاخې ورکړې دي:

زمری  چې یوه چاکلیت ته سوناکس

خر یې بوله که څه زمری وي دسرکس

زمری ټوله ورځ درانه درانه بارونه وړل ، نو د پاچا هي په تمه  خر سو،ځکه خره دبدل زمری کارمندان سوي وه.

بیا هم  د خلکو ټګمار پاچا ځان زمری باله   اوپه دې چمو یې خلک څیرل .

په دې هکله  یو پرېښانه شاعر داسې ګلان شیندلې دي :

 دداسې واکمنه  دي خدای  ساته چې وي  لمن ککړ

لکه سرکوزی خپل د ناستې ځای خپله کړي چیکړ 

اې ناترسه فلکه   افغان  دي زېر اوزبر کړ

ولي توپیر نه کوې  د لویې ږیرې او څوکړ

یوبل د سیاسي  چاروماهر بیا په ولولو داسې خپلې ناړې شیندي دی .

 د خولې خوند مه بدوه اې  پوه افغانه

دود اوبایده ده غله ته خطاب د  قهرمانه

 نن شین زمری هغه دی چې بل کړي الغه

دبلبل پر ځای په بڼوکې ر یز کوي کارغه 

[الغه کول] څوک ختا ایستل ،لمن ککړ(ګناهکار)

 ددې ویدو لیدو ته حاجت نسته

دیپلومونه، ډوکتوراوي په زرو  لیکل کیږي

دپوهنتونونو  دلارې کچګر ته حاجت نسته

وطن  پاک چور سو اوس یې ویاړنې چوریږي

دې تالا سوي وطن کې بل داوګر ته حاجت نسته

پيسو میرګي نیولي دي ددې نظام کارمندان

  دلته  بیا دچور لپاره بل بیمه ګر ته حاجت نسته

چې په  اختر کې یو لمونځ د  ریا وکړي  موږ شیخ

 وایي دلته  تر کاله بل سجده ګر ته  حاجت نسته

ټوله ورځ د خپل جیب په غم اخته دي  دا سودايان

بیله دې غوړو خولیو بل پيداګر ته حاجت نسته

نامسلکان ځي  دکاله یو وار حج  او عمرې ته

دا علمي درجې یې بس دي کسبګر ته حاجت نسته

څومره ثواب یې چې ګټلی دی  د وژلو په جهاد کې

بس  یې دی  د جنت بل  اشغالګر ته حاجت نسته

وايي یو سړي په ډیر عجز اوادب کوی لمونځ

یوویل داپير بس دی  بل لنګر ته حا جت نسته

هغه ژر لمونځ لنډکړ و یې ګر ځوه چسپ سلام

ول روژه مي  هم ده بل دعا ګر ته حاجت نسته

مشران بوخت دي  لکه ټپوسان په  مرداروغوښو

نس یې دوږخ سوی بل وریت ګر  ته حاجت نسته

 غټ هډوکي تیروي هر یو دبل خروړي له قسته

 هغه یې خپله څیري بل ترهه ګر ته حاجت نسته

ددې  وطن په نصیب کې نسته د ژمي روښانه شپه

الیکینونه ډیر دي دبر  ق جلوه ګر ته حاجت نسته

ټوله موټران لري دولتي یا شخصي لنډکروزري

 دملی بس دګاډۍ لپاره تیله ګر ته   حاجت نسته

د مشرانو  دوجدان  هارد ویر ټوله ویرس خوړلی

دفساد  دسافت ویر  بل رفوګر ته حاجت نسته

ټول بوس بادو په سوچ کې د سبا دمقام دي

دنن ورځي د کار لپاره تابوت ګر ته حاجت نسته

دیموکراسي ده هرڅه چې داغله مشران کوي

دلته مشر ، شورا اوبل قضاګر ته حاجت نسته

د ښارو په مرکزو  کې کله کله سته  ښه امنیت

 دکلیو په هکله هیڅ تشویشګر ته حاجت نسته

ددې وطن ریل به کله په سمه پټي برابریږي

چې دسمې  پټی د جوړولو چارګر ته حاجت نسته

په دې وطن کې اوبا ټینګه  خوله د ه لګولې

بیا بل طبیب خر معامله ګر ته حاجت نسته

تور مخی پلار کله د زوی په صفت سپينیږي

چی له  غاړې یې اوبه ښکار ي رامشتګر ته حاجت نسته

په دې بر کې ډیرو په  سراب کې بیړۍ وچلولې

نور  بل کوڼ او رونډ  ویشګر ته حاجت نسته

چې د یوه کاشین له بامه راشوه کړي باد په درب

بیا موچنې په پښو ور اسلول ګر ته حاجت نسته

دا وطن تر پزې رسیدلی له فساداوخیانته

دلته د دې حالت  بل بیمه ګر ته حاجت نسته

ټولوځان کوڼ اچولی  په دې ټولو ناخوالو

 دا دولت دی اصلي بل ترهه ګر ته حاجت نسته

دسیاست جوار دفساد له اوره سوخړه پوخړه سو

نسته امید د خوړو یې بل چلګر ته حاجت نسته

دا بیزو، کاسه  او لښته نوره زړه سوې  ده یارانو

بیا بل  دامیر کډو د وخت بیزو ګر ته حاجت نسته

مږې خوري ددې وطن څرمنه    له دواړو  ژیو

دلته نوردپاک ایران بل ناڅګر ته حاجت نسته

نوره بس کړئ دنیا والو موږ ته کوله مه باسئ

ددیموکرات په نامه بل اوبالګر ته حاجت نسته

ځان د اوله ایستلو په خبرو په ولس مه ګرانوه

 دلته نورتا غوندې بل پتنه ګر ته حاجت نسته

 هم ځان خوړي هم ځان کوڼ اچوي هنرمنده

ولس پوهیږي چې دلته بل چلیګر  ته حاجت نسته

وسپنه  د زرګر په  چکش کله  اورایږي

 دزرو لپاره دلته بل اهنګر ته حاجت نسته

 د وطن ټوله غله دي  واکمنان کړل دځان په ګټه

ټول وطن ستا ثنا وایي بل اګر ته حاجت  نسته

دا ماران او غونډلان نه ورکیږي په نورومارانو

د موسی لکړه غواړې بل جادوګر ته حاجت نسته

 دولت خپله هر چیري بې ګناه خلک  وژنې

دداسې نظام دریا خواله ګر ته حاجت نسته

وګورئ  دارګمشر د باډیګاردانود  ناتار ویدو

همدایوه نمونه بس ده  بل تولګر ته حاجت نسته

ددې بې ګناه شهیدانو دمیندو  سوي نارې

درته بس  دي بله سزا  دخنګر ته حاجت نسته

کنایې اووییونه :

 [ ځان خوړل ] غمجن کیدل ، [ ځان کوڼ اچول ] ځان ناګاره اچول، [ ځان له اوله ایستل] لکه لیونی خبرې کول

اګر- غلام او رذیل،چیلګر- چمباز،کچګر- اندازه کوونکی، اوبالګر( ګناهکار) ،لولنګر( عیاش)، خنګر ( بدی و شرارت)

هوښيار خبردار!

درغئ له خالي  سلو بکسوسره  وزیر  والي

تر خدمته  مخکې هغوی خپل بکسونه ډکوي

دهغو په حساب چندان  سر نه خلاصیږي

چې  غلط سي حساب له سره پيل وي

زر به سي ، پوره به  نه سي دهغو لس

دې شرایطو له هغو هیره کړه کلمه د بس

چوپړ ته انتظارکوئ چې راسي بل  او بل

یا  دهغو دیوه حساب  پوره سي تر سل

هیڅ واکمن نه پوهیږي  دلته  په حساب

ټوله ناکامان د حساب دي په هرکتاب

خدایه ورک کړې دا ناکامان دریاضي

چې  راتلونکی مو جوړ سي بلا پسي دماضي

چې د وزیر په لوټو وخیژي څه نا څه ارمان

په بکسو یې روږ سي د پارلمان موږکان

استیضاح پيل سي لوبه  دشرمښ او وري

وکیلان بنډلونه ګوري نه اوري دهغو غرتي

که یې خوشاله کړه دا مسلکي لوټماران

په چکچکو به بدرګه سي لکه قهرمان

هغه مجبوره دزرو څوکۍ په دلالانو پلوري

دیو تش بکس پرځای لس بې خاره ډکوي

که دشورا په وطن زړه وسو وېوهه یوپه کوتک

ارګ کله مني د ولس آزادي له دې صابونک

 داوزیران دي دارګ د تیاتر  تکړه هنرمندان

یوازې یې رول بدلیږي  مکیاژ او داستان

***

موږ څه خبر و چې په درد خوري لوچکي

قمار ، ډنډه ماري  خلک وژل او سګواني

څه خبر چې  خدای ورکوي هغه چا ته واک

چې په خلکو کې تر ټولو روان  وي چاک

نه پوهیدو چې  د دنیا خلک دي ټوله ړانده

نه پيژني ولاړي بدبویه   او به او مانده

»نظری» ولي دې چنجانو ته یې په خښم

 چې پټ سوي دي  په غوزه کې دورېښم

چې مړه نسي په غوزه کې دا چنجي

داهیواد به خلاص نسي د ګنجي منجي

د دې جوړ سوي منجلاب بوی نه ورکیږي

که ملایکه ورته راولې په هغه کې ډوبیږي


بېرته شاته