Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
حال واحوال
تـــورې زلـفې مــه رایـــادوه چـی استعمار وینم
تــورباڼو پریګده پکښې غیشې و تیره خــار وینم
ولې مار خوړلۍ بـــه لــه پړي نـــه ویـریـږې نه
زه پــه خپلو خــونوکې دښمن چې لکه مــــار وینم
هیــله مــولــــرلــه چې خــړکلي به ښــــارونه شې
اوس بـــترتـــرهــر کلي بــتره زه خـــپل ښار وینم
جــوړې غرغرې به دانګریزپه مــــخ دځمکی وې
نن تـــرځمکولاندې غـرغـروکې ســـرپه دار وینم
هـــرې بې شرمۍ وبد کارۍ به افغان نـه غـوښتې
نــــن ډیـــروځایـــوکې زه زناکاره وبـــد کار وینم
داوو پـــرمختګ وتــمـدن چـــې امــریـکا راکــړو
هــرخوابې شرمۍ دخــلکومخکې وارپــه واروینم
وایــــي دهلمند یــــورانیم هــــره شپه لندن ته ځي
وینـــوکې لمبیږي بـې ګناه ټـــــول کنـــــدهار وینم
غـــواړي پـــه پیسو وپــه وسلوبانـدي تباه موکړي
وران دخدای کورونه وښوونځي په ننګرهاروینم
توره د(احمد شاه ابدالي) خرڅه په ډهلي کې شوه
ځاي دتــأســف دی چی بـربـاد مـو ټـول آثار وینم
څـــوبـه چوپه خوله یودخپل حق طلب بـه نه کوو
څـــوبــه لــوڅ لغړکوڅوکې هرخـواته بیمار وینم
هــــرچـانه تپوس یـي چې د(حال واحوال) وُکړمه
داسي راته ښکاري چی له ږوند نه ټول بیزاروینم
هـــرچابـــه پـــرون یــوه مـــړي ډوډی پـیداکــړله
نن واړه وزاړه خان وغریب ټول خلک خواروینم
څــنګه بـــه پــه فــکر دخــوړواودجــامــوکي شو
هـــرې جـنازي ته خپل خپلوان ټول په تلواروینم
ستا زړګی بـــه څـنګه(علي خـــانه)پـه ارامه شي
هــــرافغان پـــه هــرګوټ دنړي چي ناقرار وینم