Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
یو پخوانی کلام
د ابۍ زویه
نیستي ده
نه يې د ځان کړم او نه ستا
زه ګیلې لرم او ته سلګۍ
د ابۍ زویه!
د وینو رشتې نه زړیږي چرته فکر ونکړې چې د ورورولۍ خواږه نه پيژنم
د ابۍ زویه !
اوښکې به تر کومې په اوښکو او وینې به په وینو وینځو؟
د ابۍ زویه!
دواړه په یو دام کې نښتي یو خو زور بیل بیل کوو
د ابۍ زویه !
د لحدونو خاورې به دې تر څو په څپلو پرتې وي؟
د ابۍ زویه!
پښتون غرور دې رانه د بارودو په لوګو کې نه ورکیږي خو د فکر تیاره دې رانه روغ وجود پنا کوي
د ابۍ زویه!
د جلاد سره دوستي او دښمني دواړه ګټه نه لري د جلاد جوړیدونکي او جوړونکي فکر اؤژنه
د ابۍ زویه!
غلیم په چغو او ډزو نه ختمیږي یواځې يې کړه
د ابۍ زویه!
سفر مو له داره تر داره شو راځه راځه راځه چې لګه سا واخلو
د ابۍ زویه !
د ابۍ زوي که ورور نه ګڼې نو نړۍ يې نه مني
راځه راځه
ورور دې اوښکو له لمن نه لري په اوګو يې ورته وڅڅوه
راځه!
مروریږه مه
جنازو ته خو پردي هم راځي لیونی دې
یو پخوانی کلام
که اخون يې نو تسبه یادوه یاره
که ساقي يې نو پیاله یادوه یاره
افاقي شه خو په خپل رنګ دننه
چې پښتون يې پښتانه یادوه یاره
حورې حورې راته ناستې دي سرتورې
تورې تورې راته مه یادوه یاره
زه به وږي له چکر د جنت ورکړم
ته دې تږي ته اوبه یادوه یاره
کله کله په زړو سترګو راګوره
کله کله خو مې ښه یادوه یاره
خوشال خان دې د ټپې په منخ کې ستایه
دریا خان دې په کړپه یادوه یاره
مخ دې هم ښه دی د مخ ميئن پرې ښاد دي
عندلیب ته خو دې زړه یادوه یاره
****
کړپه-هغه ځاي دی چې د پښتنو او مغلو جنګ پکې شوی وو
شپیلۍ
کیدی شي ددې ټکي د لیدو سره درته د غره د شپون د ګړنګ د سر د خواږه غږ شپیلۍ دریاده شي-او د کلي د هاړ سره غرمه او زیړ مازیګری دې په زړه رااوریږي-
خو
زه بله شپیلۍ یادوم چې زما قامي وجود يې شپیل شپیل کړ-
هو
د سویو او زاڼو ښکار خو به کیده
د ورورک د واده د ډولۍ مخې او شاته به شپیلۍ غږیدې او ډزیدې
خو
نن غږیدونکې شپیلۍ متره شوې او ډزیدونکې شپیلۍ په جماتونو بازارونو لاریونونو
او
هدیرو کې ډیرې شوې
ډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډز
بله جنازه مو مبارک شه!
د هلمند جنازې مو لا سنبال کړې نه وې
د سوات د غره د شهید د بوټۍ پوټي مو لا راغونډ کړي نه وو
د وزیرستان د ډرون برید خپل پردي مو پيژندلي نه وو
او او او
د پيښور د جنازې خبر مو واوریده
ډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډزډز
ډزډز
ډزډز
په قامي وجود کې دې روغ ځاي شته چې دومره مړدکي دې اورول؟؟
(د دیر عندلیب)
اسلامي نړۍ او عصري علوم
لیک عندلیب -دیر
که زمونږ د اسلامي نړۍ تاریخ ولټولی شي نو دا خبره ترې په ډاګه کیږي چې زمونږ مشرانو د واک په وختونو کې د نړۍ سترې فلسفې او عصري علوم عربۍ ژبې ته راژباړلي وو -ستر ساینس پوهان مو لرل او زمونږ دا ژباړلې پوهه یورپیانو ډیره وروستو خپلو ژبو ته ژباړلې او نن په نړۍ راج کوي-مونږ هغه خپل تاریخي علمي میراث یواځې د ويئنا او زوتولو تر بریده هم خوندي ونه ساتلی شه-دا یو روڼ حقیقت دی چې مونږ د وطنونو په واکونو کې ولس ته برخه نه ده ورکړې او زمونږ ټول وسایل تراوسه د څو کورنو په ولقه کې دي-او نور ولس د خوارۍ او نیستۍ سره لاس او ګریوان دي-زمونږ علم یواځې د ويئنا او زوتولو او ګوټه کولو تر حده پاتې شو او زمونږ د پوهانو د پوهو نه نورو قامونو ګټې واخستې-په ټوله اسلامي نړۍ کې چې کوم واکمن ناروغه شي نو زر زر د امریکا او یورپ روغتونونو ته رسولی شي-د دوایانو بوټي او زیلې مونږ لرو خو دارو ترې جوړولی نه شو-او د عادي ناروغۍ لکه ټوخي او زکام د مرض د پاره هم مونږ د یورپ او امریکا جوړ شوي درمل کاروو-د پیچکارۍ(انجکشن)د پاره سرنج هم ددغو ملکونو جوړ کاروو-ګاړي او موټرې الوتکې(جازونه)ریدیو ټي وي خو پریږده چې زمونږ مولانا صیب په کوم لوډسپیکر کې تقریر راته شرنګوي هغه هم د هغو انګریزانو جوړ کړی شوی وي کومو ته چې پکې روزانه کنځلې او ښیرې کولی شي-په سرونو مو بمونه راوریږي او مونږ يې په ښیرو دفاع کوو-څوک راته په یو اسلامي وطن کې د نړيوالې کچې یو روغتون نه شي په ګوته کولی چې ولس خو دې په شړق شي خو چې د مړو واکمنو درملنه پکې وکړو-نو دروغ چې نه وایو نو وجه يې صفا او روښانه ده چې مونږ په واک باندې ميئن یو نه مو د اسلام سره کومه مینه شته نه د مسلمانانو سره-او د زوال هغه حدونو ته رسیدلي یو چې راوتل ترې بې له دې ممکن نه دي چې مونږ شخصي واکونه او واکداران له تختونو راکوز کړو او په وسایلو کې خپل خوار ولس ته د هغوي جایز مقام ورکړو-تعلیمي ادارې د ټول ولس د پاره یو رنګ جوړې کړو او خپل عصري علمي میراث یو وار بیا ترلاسه کړو-او د دیني زدکړو سره سره عصري زدکړو ته هم پاملرنه وکړو-او خپل راتلونکي نسلونه د یورپ او امریکا د غلامۍ نه وساتو-په وسنو حالاتو کې ددې نه ستر جهاد نشته چې خپلو بچو ته په لاسونو کې قلمونه ورکړو او پخپلو سیمو کې ترخپله وسه د زدکړو او پوهنو ځایونه جوړ کړو-د نن عصر زمونږ نه دا غوښتنې لري چې ددغو خلکو سیالي په علم کولی شو په توره او زاړه ټوپک يې نه شو کولی -کم نه کم خپل زخمونه خو پخپله ستن او سپیرټو راغونډ کړو-خپل ماشوم ته خو په خله کې خپل جوړ کړی د درملو څاڅکی خو وکړی شو-خپل راتلونکي پښت ته خو د خپل لاس جوړ کړی نصاب خو ورکړی شو-
بیا به چرته مونږ د یو رپ او امریکا سره سیالۍ خبرې کوو