Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دښاغلي ملیارتازه شعرونه
د وړکتوب وختونه
د وړکتوب وختونه بیا نه راځي
د هلکتوب وختونه بیا نه راځې
چې بیخبر وم د دنیا له دردو
د ماشومتوب وختونه بیا نه را ځي
مور به زمونږ واړه نازونه وړل
د لیونتوب وختونه بیا نه راځي
عجیب د مینی محبت دنیاوه
د مینتوب وختونه بیا نه را ځي
چې بی له بنګو به خمار خمار وم
د نیشه توب وختونه بیا نه راځي
ژوند خو یو خوب وه ای حفیظ ملیاره
د دا سې خوب وختونه بیا نه را ځی
شین اسمانه زما
د ښا پیرو وطن جانانه زما د معارف مرکز لغمانه زما
ستا د درو له دا ښکلانه جارشم په شان د نا وی ګلستانه زما
له جګو غرونو او سیندو د جار شم له نعمتونو ډک جهانه زما
ستا خوشبو یی خو تر امو رسیږی خوندونه اخلی تر بولانه زما
د وریښمو خط په تا کی تیر دی قدر د شته دی قدردانه زما
ته د سکندر د زړه اغزی شوی ورته تاریخ دی پا ته قهرمانه زما
دا شنه طوطیان د په باغو کی شته دی ای شین وطنه شین اسمانه زما
حفیظ ملیار د په هجران کې سوزم زما ژوندون زما ارمانه زما
افغا نستان کې خښیدل
له وطن لری چې هجران کې شومه
دردو کې پټ په ویر د ځان کې شومه
سترګې مي ستا طرف کږی پاته شوی
جګ طیاره کی چې اسمان کې شومه
ګریوان می وچ نشو تل لوند پاته شو
ګیر چې د او ښکو په باران کې شومه
ناست وم سهاره پوری شمعی سره
سم چې په فکر د جانان کې شومه
عمر به څه وی چې هجران کې تیر شي
د خپل د کلي په ارمان کې شومه
دا د حفیظ ملیار به روح تازه وی
که چیرته خښ افغا نستان کې شومه