Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
غلیمه نور مو پریږ ده
زمونږ پښتونستانه
پښتونستان د شهید خان صمد خان پاچا خان غرور دی
دا وطن لکه د اجمل خان د میړنیو زمریانو کور دی
د غیرت میړانی بیرغ یی رپیږي د اسمان په لوري
څوک چی بد ورته ګوري شرمیدلی مخ یی تور دی
هر بچي ته یی د وطن د خپلواکۍ ننګ ناموس درس
ورکړی په زانګو کې خپلی غیرتي پښتنی مور دی
ارمان ارمان چی نن مو نه شته ده لارښود ځکه تیت
او پرک ناخبره پټی سترګی پښتون روان په هر لور دی
واوره پښتونه په ننی موډرنه زمانه کې لا د سیلوهلو کرغیړنو
پنجابیانو لاس پوسي یو په و لله دا مونږ ته غټ پیغور دی
لابه تر کومه ورځی په چمن وزیرستان تورخم کې د پنجاب د بیرغ
د سوری لاندی ژوند کوو ولی درنه هیر د انقلاب شور ماشور دی
پسرلیه
پسرلیه خپل وطن یی راته ګرځولی سور ور دی
دلته هر وخت د غدار ټوپک سلار دوران زور دی
داسی نه دی چی ستا میلمپالنه ښه راغلست نه پیژنو
ته خبر یی کنا نن په وینو رنګ د هر پښتون کور دی
څنګه به د ولمانځو په د حال کې چی هر خوا کې
مو د شهید د کوڼډو ایتیمانو بابا شور ماشور دی
رانه یی هیره کړي هره خوشحالۍ خندا د ژونده ده
د جنګ جګړو له لاسه راباندی ویر ماتم خپور دی
په یو نامه بل نامه بندیان قیدی د ډیرو غمو دردو یو
لکه د لیوني سپي د هر غم درد مخه زمونږ په لور دی
خدای دی دغه بی ایمانه انګریزان په خپلو غمو دردو اخته
کړي چی ګرځولی یی دښمن یو ورور د بل ورور دی
د وطن کې سحر ماښام د جینازو په کې علانونه وي چاته ده
پته چی یو وړ اولاد سومره په زحمتو ده لوی کړی پلار او مور دی
لویه خدایه
په ویر او په ژړا افغانان دي لویه خدایه
د هر غم ماتم بلوا بندیوان دي لویه خدایه
هره ورځ بی حسابه قتلیږي د پښتنی یی
څوک نه شته ټول هیران دي لویه خدایه
د جنګ جګړو له لاسه په تیریږي قیامتونه
د پاک ساده زړو انسانان دي لویه خدایه
له هر خوانه تنها یو نه پوهیږو څه وکړو
راته یو شوي ټول ظالمان دي لویه خدایه
هر کور کلی یی راته په سرو وینو رنګ کړ
راته راغلي په هر نامه دښمنان دي لویه خدایه
نن مو سخت شوی ګزران ده څوک مو له خپل
ښکلي وطن نه په تیښته روان دي لویه خدایه
دلته هر خواته چی په کې ګوری خواره واره
پراته په کې خواران غریبان دي لویه خدایه
ړنګه وی مو مدرسی ښوونځی سوزوي مو کتابونه
په ژړا ورته زده کونکي استادان دي لویه خدایه
د خوښی نښی نیښانی نه شته مدام خپه فریشان یو
مړاوي چوپ غلي دي زاړه که ځوانان دي لویه خدایه
غلیمه نور مو پریږ ده
هر یو افغان می د زړه سر ده
طالیب که پولیس که عسکر ده
ټول سره ورونه دي د وطن میني
کی هر یو تیر له خپل ځان سر ده
چی په خپل منځ کی مو سره جنګوي
افغانه دا چل او ول د ظالم اغیار ده
افغانستان د باتورو میړنیو وطن ده
جنت نیشان یی هر کلی هر کور ده
واوره غلیمه نور مو پریږ ده په قراره
د مظلومو افغانانو بد خترناک اظار ده
له روسانو عبرت واخلی تبا برباد به شی
توبه وباسی لاړ شی دغه درته ښه لار ده
په افغانانو په تاریخ کې چا زور واکي نه د
کړی د وطن په ننګ هر افغان له سره تیر ده
ذبیح لله شریفي