Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
د پرښتو په شانې نه یې
د پسرلي د گلو سا یې ، ښایسته یې ښځې
د ژوندانه د تورو شپو بله ډیوه یې ښځې
دخپلې مینې په هنر کیڼې کږې سموې
د پرښتو په شانې نه یې ، پرښته یې ښځې
ته چاته مور یې ، چاته خور ، چاته د ژوند ملگرې
ته لکه مینه ، یوه ښکلې حادثه یې ښځې
ته لکه اوښکه د سپوږمۍ چې گل ته رنگ ورکوي
ته د رڼا د خدای د ښکلي مخ شغله یې ښځې
کله نازو ، کله ملاله ، کله ښکلې ناهید
کله سپرغۍ د چا د ننگ ، کله شمله یې ښځې
کږې وږې لارې مې پل کړې د تاریخ د کوڅو
چېرته چې زه یم هلته ته هم راسره یې ښځې
ته مې د کار او زیار په منډو کې قوت د مټو
ته مې د رزم په ډگر کې ولوله یې ښځې
کله مې گل د افتخار شې د پگړۍ په وله کې
کله زما د وچ غرور ، توره قصه یې ښځې
زما غیرت د شرم داغ شي د تاریخ پر تندي
چې قرباني یې ته د دروغو په پلمه یې ښځې
څوک دې قفس کې بندوي ، څوک دې وزر ماتوي
چاته پیاله یې د هوس چاته نشه یې ښځې
د زمانې کاڼه غوږونه ستا آواز نه اوري
د غم سرود یې ، د دردونو ترانه یې ښځې
راځه چې ماتې کړو په گډه دا زړې زولنې
تر څو به ناسته د تقدیر په بهانه یې ښځې
د مارچ د اتمې نیټې د ښځو د نړیوال پیوستون د ورځ په مناسبت : زما د هېواد افغاننستان رنځېدلو او ستم زپلو ښځوته : صدیق کاوون توفاني