Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
چیغه
انجنیرعبدالصبورساپی
غواړم وژاړم
وچه شوې مې ژړاده
ګډه په ژوندراته بلاده
ځکه ناکام یوپه ژوند
ولږېد سرمې
جنون سره په جنګ
زړه دهرچا ورته تنګ
چې ټوپک موشوفرهنګ
لاس قلم نه پېژني
مینه دلبرنه پېژني
څوک ځان کم نګڼي
کمکي سرنه پېژني
شوي په شان دابوجهل
زمانی رنګ نه پېژني،
نن قلم تُوره تېره
په جهان کې ئې لمبه
زموږلاس کې چېرته شته
لروځکه ډېرڅه کم ،
سرلرو
سَرَنی موچېرته
ددې عصروزمان
مېړنی موچېرته
پیدا چې شي سر
وهوې سرخپل پرسر
خبرنیو څوک ده
زموږپه سر
چې له بې قلم غواړي
قلم زموږد سر
کوؤبیاموږارمان ورپسې
دوی ګوره خندان راپسې
ځکه دي ناخوالې
چې نشته پر سر سَرَنی موږته
دمینې لیونۍ موږته
لدې سره روان بیاپه مغه لار
توبه نه کړودکردګار
چې خدای مو کړي بیدار
روان په سمه لار
ترڅوشوپوموږ
دښمن له نیرنګ
چي زموږ سره په جنګ
نړېږي به نن وی که سبا
دغه بې ننګ
که قلم موشي فرهنګ،
اِی دکنړ سینه
وچت آوازداباسینه
غږدې رسي چيرته
غوږوترڅنګ
ځکه نشته سَرَنی
دیوې خولې سړی
موږته په نړی،
اِی زموږبخته
وچت شه له ناکامه تخته
کېده چناروپه سر
دنن رنګ زمانوپه سر
چې سیل ته ئې جهان
راشي تماشوپه سر
ویاړي پښتنوپه سر،
چې ګورمه جهانته
ژړاراځي ځانته
دا څه خیرولبشرشول زموږپه څنګ!
دزمان سره په جنګ
خلک په مخ درومي
دوی له ځانه پتنګ ،
چېرته چې بې رنګ وبې قلم ده
دیوات سره په جنګ ده
زموږپه برخه دابدرنګ ده
خلاص موکړې خدایه
له دې غم،
خلک ځان جوړول غواړي
زمان سره
دوی زمان جوړول غواړي
ځان سره
چېرته داسې کارکړی کوم خر
چې شوره کې کرلی دژوندکر
ښاېي په امید ده
نوبل تاج ورته په سرکړي
یاجنت له فیضه ئې مفتخرکړي
چې نه رنګ لري نه بوی
کم ځای به معطرکړي
چې ځان نه پېژني
بیاانسان نه پېژني
نهٔ ژوندپه زمان،
ای دمینې یاره
پرېږده دغه لاره
ځان کره خلاص ددې محنت ته
ورکړه لاس دمحبت ته
یوسرته تاج دعزت ته
ترڅوورک شی زموږ غم،
خیبرکه تاتره ده
دوزیرو که دېره ده
دبولان وچترال وترپامیره
دایوه چیغه خپره ده
اِی د احمدومیرویس بچو
اِی دباچاوصمدخان زمرو
دصبوردزړه ارمان ده
هرچاته ئې بیان ده
خپل پرسریوه رڼا راولئ
زرپګړیونه یوه پګړۍ آشنا راولئ