(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسلامي ارزښتونه او بشري ذهنيتونه

نن سبا په نړۍ کې پر مسلمانانو د ظلم انتها خپل څلي ته رسېدلې ده، د نړۍ په هر ګوټ کې پر مسلمانانو محشر جوړ دی. هېڅوک نه پوهېږي، چې د کفارو ځمکنی دوزخ ورته جوړ شوی دی يا دا چې مسلمانانو خپله ځانونه د حماقت په سکروټو ډاډه کړي دي. د غليم لخوا خو د عربي پسرلني انقلابونو تر نامه لاندې د اسلامي نړۍ په ګڼشمېر ملکونو کې داسې ټولنيز پرهارونه جوړ شوي دي، چې نننۍ اسلامي نړۍ يې په ټولنيزه او ذهني انارشي کې لاهو کړې ده او ټولنيز پرهارونه يې ورځ تر بلې نور هم پراخېږي او ژورېږي.

غير اسلامي نړۍ يا د کفارو ملکونو په ټولو اسلامي ملکونو کې هغه غوبل جوړ کړی دی، چې کفار ترې خوند اخلي، کمونيستان پرې شخوند وهي او د اسلامي ملکونو واکمن، شتمن او ځواکمن بيا خپلې چړچې پکې کوي، مګر اسلامي ولس په ټوله نړۍ کې ځپل کېږي، رټل کېږي او په خپلو وينو کې لمبول کېږي، چې د سپيو او مسافر هغه متل، چې وايي «د سپیانو په خپلو کې جنګ وي، خو مسافر ته يې يوه وي» ورپه يادوي.

مخکې به صليبي جنګونه په يو ډول ول، مګر نن سبا يې بله بڼه غوره کړې ده. نن سبا د اسلامي ولس پر ضد له عيسوي نيولې تر يهوده په لوېديز کې او له هندو نېولې تر بوديست او سکه په ختيز کې لاسونه يو کړي دي، چې په ډله يزه توګه مسلمانان هلته او دلته وژل کېږي. په بوسنيا کې د لسهاو زرو انسانانو وژل، په بيرما کې د مسلمانانو ژوندي سوځول، په عربي ملکونو کې د انارشي رامنځ ته کول، په مصر، ليبيا او سوريا کې قبيلوي شخړې لمسول، ديني جګړې رامنځ ته کول، مذهبي اورنو ته لمن وهل او د بې وزلو د سوځېدليو ټولنو لمبې اوچتول او په ګڼشمېر اسلامي ملکونو لکه افغانستان، عراق، ليبيا، سوماليا او داسې نورو مخامخ يرغل کول، هغه اسلام ضد پاليسي ده، چې په پرلپسې توګه د اسلام د مقدس دين له ظهوره بيا تر ننه په يوه او يا بله بڼه تر سره کېږي.

موږ او تاسو په افغانستان کې د بين الافغاني د جګړې د څلورمې لسيزې په درشل کې يو، چې په خپل هېواد کې مو له دوو ميليونو ډېر هېوادوال تر ننه ووژل شول او ليا هم وژل کېږي. تر اووه ميليونه افغان وګړي نن سبا پردېس دي، خو که سم فکر وکړو نو د افغاني ټولنې د بدمرغيو عاملين که نړيوال ځبرځواکونه او يا سيمه ييز ګاونډيان ول، مګر د افغاني ناخوالو ممثلين او يا لوبغاړي بيا خپله افغانان دي، چې هېواد يې د خپلو سليقو او بنسټپاليو جار کړی دی، چې له پرهارونه ډکه ټولنه يې ننني نسل ته په ميراث پرېاېښې ده او د راتلونکي نسل ژوند له ناندرو سره مخامخ دی. د خواشيني ځای خو دا دی، چې د افغاني ناخوالو مسؤلينو بيا تر ننه د افغانستان نوي نسل ته د ټولنيز ژوند سمه مارېينه وړاندې نه کړه، مګر ليا يې خپل اولاد په خپلو سليقوي شخړو کې ډوب کړی دی.

زما د دغه ليکنې سرليک «اسلامي ارزښتونه او بشري ذهنيتونه» دی، چې موخه يې د لوستونکو پام هغو پټو او بربنډو توپيرونو يا ټولنيزو ټکرونو ته دی، چې د اسلامي نړۍ ټول هېوادونه يې په يوه او يا بله توګه پکې ښکېل کړي دي او نننی له ستونزو، حسادتونو او سياليو ډک ژوند يې ورپه برخه کړی دی، چې يو عامل يې د مسلمانانو بې سوادي او يا له پوهې سره کرکه او بل عامل يې د خلکو ټنبلی ده، چې يوازې د څو پاکستاني ديني يا ايراني اخوندي کتابونو په لوستلو بسنه کوي، خو د نړۍ تخنيکي ودې او تکنالوژيکې اوښتونو ته يې شا کړې ده، مګر بيا هم غواړي چې له پر مختللو ملکونو سره په لوږه، بېچاره ګي او بدمرغي کې سيال پاتې شي، چې په افغانستان کې هم څوک د مليتوب او څوک هم د ياغيتوب ببولالې وايي، مګر د اسلامي نړۍ ۲ ميليارده اُمت او د افغانستان ۳۰ ميليونه ولس يې له هېره ايستلی او خپله سيمه  او اسلامي نړۍ يې د اور په بټۍ اړولې ده.

زه څه موده مخکې په يو نړيوال هوايي ډګر کې د خپل سفر په موخه منتظر وم او د وخت د تېرولو لپاره د هوايي ډګر د انټرنت کافې خواته ورغلم او په انټرنت کې مې برېښنا پاڼې کتلې، نو دغه مهال راته يو بل مسافر رانېژدې شو او په انګرېزي يې رانه وپوښتل، چې آيا زه عرب يم! خو ورغبرګه مې کړه، چې نه عرب نه يم! نو بيا راته په فارسي لګيا شو «شما کوردېن و فارسي بلدېن!»، ما سر ورته وخوځاوو، چې نه کورد هم نه يم! بيا يې راته وکتل او ويې ويل «زبان را که مېخوانيد، حرف های عربي دارند، ولي عربي نېستېش، پس اين کدام زبانې؟»، ما ورته وويل، چې دغه پښتو ده! نو را ته يې کړو: اې، پشتو ام زبانې! زبانې کجايه! ما ورغبرګه کړه، چې د افغانستان ژبه ده! بيا يې راته ويل، چې پس شما فارسي بلدېن، بيا فارسي صحبت کنېم!

دغه شخص په بييه ټيټ وو، زېړې سترګې يې وي، ويښته يې خورمايي سره ول او نرۍ شنډې يې وې. زه پوه شوم، چې ايرانی خو دی، مګر د څه شي په مورد کې ورسره خبرې وکړم. مخکې له دې چې زه څه ووايم، نو راته وايي، چې: در ملک مان شکر ۹۸٪ مسلمانن، ۲٪ مان سوني اند! ما چې دغه خبره واورېدله، نو ورنه مې وپوښتل، چې تاسو څه کار کوی! راته يې وويل، چې: من استاد اجتماعيات در دانشګاه ام، در ايران، درين نزديکي ها پروفيسور مېشوم! ما هم په زړه کې تېر کړل، چې اوس دې لا ښه! دغه خو پروفيسور هم دی، خو سونيانو ته د کفر خطاب هم کوي! نو اوس به څه کوې!  بيا يې له ما وپوښتل چې په افغانستان کې څه حال دی، نو ما هم ورلنډه کړه، چې زموږ په ملک کې هم ۸۵ ٪ سوني مسلمان دي، ۱۳ ٪ شيعه دي او نور يې ګډوډ دي. دغه خبرې تېرې شوې، مګر د دغه پروفيسور صيب خبرې مې په ذهن کې تلپاتې شوې!

دا ټولو ته څرګنده ده، چې مسلمانان په دوو څانګو يعني شيعه (۲۰-۱۵ ٪) او سوني مذهبه (۸۵-۸۰ ٪) وېشل شوي دي، خو بيا دغه څانګې په خپل منځ کې هم په ګڼشمېر لښتيو وېشل شوې دي، چې سونيان په حنفي، شافعي، مالکي او حنبلي بېلېږي او وهابيزم سره له سلفيزمه هم د سونيانو د برخې وړې څانګې دي. د سونيانو په منځ کې د حنفي مذهب له ۴۵ ٪ تر ۷۰ ٪ تشکيلوي، چې زموږ د هېواد مذهب هم حنفي دی. د اسلام مقدس دين څېړل او يا هم سپړل د يوې رسالې په محتوا کې نه ځايېږي، مګر بيا هم زه هڅه کوم، چې د اسلام د مقدس دين د پنځو ستنو په رڼا کې د ځينو مذهبونو کړو وړو ته يوه لنډه کتنه وکړم.

د اسلام مقدس دين لومړی رُکن د طيبې کلمه ده:  لا الله الاللهُ محمدُّ رسول لله، مګر ما يو ځل له يوه ايراني شيعه نه وپوښتل، چې تاسو د طيبې کلمه څه ډول وايی، نو کليمه يې داسې راته تېره کړه: لا الله الاللهُّ محمدُّ رسول لله و علیُّ ولی اُلله ، خو يوه موده راسره د پاکستان د پنجاب يو وګړي ګډ کار کولو، نو له هغه مې هم يو وار دغه ورته پوښتنه وکړه، نو هغه بيا کليمه داسې ياده کړه: لا الله الا للهُ محمدُّ رسول لله و علیُّ وسيع اُلله، نو بيا تر ننه پوه نه شوم، چې ولې د دغو مذهبونو تر منځ په کليمه کې يووالی نشته. څه موده مخکې طالبانو يو سړی کلک نيولی وو، چې کليمه ورته تېره کړي، خو هغه خوار په هېڅ نه پوهېدو او بيا يو څېڼيور طالب جنګيالی افغاني دولتي چارواکو نيولی وو او ورته يې ويل چې څو ډوله کليمې پېژنې! اوس دا تاسو او دا هم د کليمو توپيرونه.

د اسلام دويم رُکن لمونځ دی. د لمانځه او اوداسه په برخه کې هم د بېلابېلو مذهبونو توپير له ورايه ليدل کېږي. توپيرونه له اوداسه نه نيولې د لمانځه تر ادا کولو پورې ډېر دي. څوک په اوداسه کې لاسونه له ورغويو څنګل خواته مينځي او څوک يې له څنګله د ورغويو خوا ته. يو شمېر پښې مسحه کوي او نور يې بيا حتمي مينځي. د عسکرانو لپاره لمونځ له عسکري بوټونو سره جايز دی، بس عجيبه کارونه دي. موږ حنفيان په ورځ کې پنځه وخته لمونځ کوو، نور يې يا ډېر کوي او يا يې کم کوي. څوک لاسونه په نامه نيسي، څوک يې په ټټر نیسي بيا نور په لمانځه کې لاسونه خوشې کوي. څوک پښې نيژدې کېږدي بيا نور يې پراخې کېږدي او د بل مقتدي له پوندو سره يې ونښلوي، چې ګواکې شيطان ترې تېر او بېر نه شي. په کېناستو کې هم د مذهبونو تر منځ توپير شته دی، څوک د پښو په پوندو کېني او څوک بيا د خپړې په تله ناست وي. پوښتنه دا ده، چې بې سواده خلک کوم لمونځ زده کړي او په څه ډول د لمانځه حرکات پر ځای کړي!

د زکات په اړه به ډېر څه نه ليکم، ځکه چې هېڅوک يې په خپله خوښه نه ورکوي، يا به يې په زور ترې اخلې او يا به يې له وېرې ورکوي، خو په شيعه ګانو کې بيا  د خمسه ورکړه هم رواج ده، چې د اهل بيت برخه ګڼل کېږي. د حج مراسم هم په شيعه او سوني کې توپير لري، څوک کربلا ته تګ حتمي ګڼي او ورځي او نور بيا بسنه په مکې او مدينې کوي! په دې برخه کې هم بنسټيز توپير ليدل کېږي، چې ځينې د عمرې په حج بسنه کوي او نور بيا حج اکبر ته په تمه وي.   

ما لکه ډېرو نورو افغانانو غوندې د اسلام په اړه لومړنۍ زده کړې په مدرسو کې کړې دي، چې د ملا صيبانو خبرې مې ليا اوس هم په ذهن کې شته دي، خو ډېرو پېښو ته هغه مهال چې لاځوابه وم، نن هم د لا ځوابي په همغه ګرداب کې لاهو يم. د جولای په ۲۰ نېټه د ۲۰۱۲ ميلادي کال د اسلام د مقدس دين درېيم رُکن يعنې روژه پيل شوه، چې د افطار يا روژه ماتي او همدا ډول د پشلمي دقيقه موده د روژې په مياشت کې ډېره غوره ګڼل کېږي، ځکه ليا په افغانستان کې به ملايانو ويل، چې روژه وروسته د ملا له آذانه ماته کړی، نو د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې به چا راديو ته غوږ نيوه، چې د روژه د ماښام د آذان سره سم په خپل وخت روژه ماته کړي او يا به يې د سيمې جومات د ملا آذان ته غوږ نيولو او روژه يې ورسره ماتوله. همدا ډول د پشلمي په اړه هم ويل کېدل چې په دقيق وخت خوړل، څښل بايد بند کړی، اودس وکړی او د روژې نيت وکړی!

د مقدسې روژې په اړه د بقرې په سوره کې داسې راغلي دي:

أَيَّامًا مَّعْدُودَاتٍ فَمَن كَانَ مِنكُم مَّرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ وَعَلَى الَّذِينَ يُطِيقُونَهُ فِدْيَةٌ طَعَامُ مِسْكِينٍ فَمَن تَطَوَّعَ خَيْرًا فَهُوَ خَيْرٌ لَّهُ وَأَن تَصُومُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ

۱۸۴ آيت: د ټاکلشويو ورځو لپاره به روژه نيسی، مګر هغه څوک چې په تاسو کې ناروغ دي، يا مسافر دي بيا دې نورې ورځې روژه ونيسي. دلته د روژې د تکاپو لپاره ارزښت ټاکل شوی دی، د هغو چا لپاره، چې نه شي کولی روژه ونيسي، بايد يو بې وزلي ته ډوډۍ ورکړي. که څوک په خپله خوښه روژه ونيسي، نو ښه به وي. د روژې نيول هغه مهال ثواب لري، چې څوک يې په ارزښت پوه شې.

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ

۱۸۵ آيت: د روژې مياشت هغه مياشت ده، چې قرآن کريم لکه د لارښوونې سمه رښکۍ  د انسانانو لپاره پکې نازل شوی دی، چې د لارښوونې او توپيرنې يو واضح ثبوت دی. څوک چې غواړي دغه مياشت محسوسه کړي، نو روژه دې ونيسی. مګر هغه څوک چې ناروغ دي يا مسافر دي، په نورو ورځو دې روژه ونيسي. پاک الله ستاسو آرامي غواړي نه ستاسو ناکراري. که څوک د روژې شپې ورځې بشپړې کړې، هغه به د پاک الله اعظمت ته درنښت وکړې، ځکه چې ته په سمه لار يې او ته به شکر ګذاره وې.

موږ ته چې څه ويل شوي، هغه دا دي، چې روژه په ټولو بالغو انسانانو فرض ده. ناروغان، شودې ورکونکې ميندې، امېدواره ښځې، د مياشتني دورې په موده کې ښځينه، شيخ الفاني او لېوني انسانان مستثنا دي، خو په افغانستان کې هغه متعصبين يا مبلغين ګرځي، چې حتی دغه استثناعات هم په پام کې نه نيسي. هغه د «خدا داد يا خدا بېردې»، چې په پاړسو کې بيا يزدانبخش هم ورته وايي، کانه په ټولو کوي او وچ او لومد ټول په دغه بې انصافي کې سوځول کېږي.

زما ژوند په بهرنيو ملکونو  کې تېر شو، نو له روژې سره مې هم خپل خيالونه او اندېښنې پيدا کړې دي. کله په داسې ملک کې وم، چې حتی حلاله غوښه هم نه پيدا کېدله، نو ورځې شپې به مو په کبانو او هګيو تېرولې او کله به په داسې ځای کې پېښ شوم، چې له سهاره به يو وار په ۱۵۰۰۰ (پنځلسزرو) جوماتونو کې محمدي آذان وشو او له شيرين خوبه به يې پاڅولم، خو نن سبا هم په يوه داسې سيمه کې ژوند کوم، چې چاپېرګاونډيان مې کفار دي، چې نه د روژې په راتګ خبرېږي او نه يې هم په تګ! بس يو زه يم چې زړه مې ورته رپېږي او سترګې مې يې انتظار کوي، خو يو شمېر دوستان بيا مخکې له مخکې يو د مبارکي ايمېل هم راواستوي، چې: رمضان مبارک! نو زه له ځانه سره وايم، چې اسلامي ملکونو کې په روژه کې هم خوراکي توکي قيمته کېږي او خلک يې هم له غربته ټوله ورځ وږي نس هېخوا او دېخوا په روزي پسې ګرځي، چې ماښام ته به هم په نس موړ شي او که نه! نو دا څه ډول مبارکي ده! زه خو روژه يو فرض ګڼم، چې نه کړل يې ګناه ده! نو ځکه زه هم روژه  نيسم! او يا کېدی شي شعوري ګټه به پکې وينم!

د روژې بله په زړه پورې پېښه دا ده، چې په ډېرو کفري ملکونو کې اسلامي مرکزونه نه شته او نه هم په اينټرنېت کې د هرې سيمې د روژې د مهال وېش په اړه څه موندلی شې، بس خپل ساعت ته به ګورې او شېبې به شمېرې. په مدرسو کې يې يوه موده راته ويلي شوي ول، چې کله په سيمه کې آذان نه کېږي، نو د تورو سپنسيو او سپينو سپنسيو ګوټک واخلی او تر هغه روژه مه ماتوی، چې د دواړو ګوټکونو توپير و نه شی کړلی، يعنې چې سپين سپنسي هم لکه تور غوندې ووينی، نو ما هم دغه تجربه يو ځل تر سره کړه، خو د روژه ماتي له اصلي وخته ليا دوه ساعتونه نور هم تېر شول، خو ما ليا هم سپين ګوټک له تور ګوټکه توپيرولی شوی، نو له ځانه سره مې وويل، چې دا توګه د شبکورانو يا هم بې عينکيانو لپاره ده، مګر نه زما لپاره! 

د دې لپاره چې د سږ کال روژه هم په سمه توګه ونيسم، نو هوډ مې وکړ، چې په انټرنېت کې د روژې مهال وېش ځان ته پرينټ کړم او له شېبو سمو سره سم روژه ماته کړم او پلشمی هم سم پای ته ورسوم، مګر په مهال وېشونو کې له بېلابېلو روژه ماتيو او پلشميو له وختونو سره مخامخ شوم، نو سهار وخته ولاړم او په څو جوماتونو وګرځېدم، خو د مالکيانو (مراکشيانو) له جوماته، حنفيانو (تورکانو) له سبزي فروشي او شيعه ګانو (المناک) تر نامه لاندې د شيعه ګانو له يو دوکانه مې د روژې مهال وېشونه راواخيستل. عجيبه خو دا ده، چې نه په روژه ماتي او نه هم په پلشمي کې وختونو له يو او بل مذهب سره سر خوري،  خو زما ګټه په حنفي مهال وېش کې ده، هم مې مذهب دی او هم يې وختونه ګټور دي، ځکه په دې سيمه کې شيعه ګان ۲۰ ساعته، مالکيان ۱۹ ساعته او حنفيان ۱۸ ساعته روژه نيسي. په يو شمېر ملکونو کې چې د ځمکې د اُستوا له ليکې نه ډېر شمال يا خورا جنوب ته واقع دي، نو د ورځې او شپې توپير يې نا څرګند وي، ځکه نو بيا د دغه سيمې مسلمانان روژه د خپل نيژدې ګاوند په پرتله يا هم د سعودي عربستان له وخت سره سم نيسي.   

له معلوماتو سره سم روژه په پېغلوټو او تنکي ځوانانو کې د هغوی له لومړنۍ مياشتنۍ وينې او په ځوانانو کې د لومړني د مني له خوشې کېدو سره پيلېږي. زما اندېښنه دلته دا ده، چې کله موږ د يو واړه زېږېدلې ماشوم د غاښونو ايستل په پام کې ونيسو، نو د غاښونو د راوتلو لومړنۍ نښې د وريو د تخنېدلو او يا هم دردونو سره مل وي، ځکه ماشوم د مور په تي خولې لګوي او يا هم يو شی خولې ته وړي او ورۍ پکې خښوي، چې د وريو درد او تخنېدل یې کم شي، خو د غه پېښه د غاښونو د ودې پيليزه پېلامه ده، مګر نه د غاښونو پوره وده، ځکه ماشومان لومړی شيري غاښونه وباسي او بيا په اوه کلنۍ کې مخکني شيري غاښونه يې لوېږي او پر ځای يې کلک غاښونه راوځي، نو د غاښونو وده يوازې د غاښونو د راوتلو په لومړيو نښو نه پاييږي.

د پېغلوټو له لومړنۍ مياشتنۍ وينې او د ځوانانو د لومړنۍ مني توييدنه سره د هغوی د جسم وده نه بشپړېږي، ځکه نو ليا هم د رُشد په حالت کې وي، چې د بدن ټول سيستمونه لکه: عضمي سيستم، ساايستنه، د وينې جريان، بولي سيستم، جنسي وده او په تېره بيا د مغزونو وده د بلوغت په دوره کې خپله غوره دوره تېروي. تاسو ته به معلومه وي، چې د يو تنکي ځوان په شونډو له ۱۳ کلنۍ نه وروسته ورو ورو برېتونه را شنه کېږي، ځکه نو وايي چې خط پر مخ د صنم راغی! د ځوان په مخ يې ږېره را شنه کېږي، د تخرګ او پښو د کت وېښته يې راپيدا کېږي، غږ يې توپير مومي او هېکل يې لويېږي، نو درنو لوستونکو دا هغه بدلونونه دي، چې موږ يې وينو، مګر په بدن کې دننه هم د جسم ټول غړي خپله غوره او اړينه فيزيولوژيکي وده کوي، نو اوږده لوږه کېدلی شي د يو انسان د سمې ودې خنډ وګرځي او يا يې هم په نورماله وده کې توپير رامنځ ته کړي. د ځواني يا بلوغت دغه بدلونونه په نجونو کې هم تر سره کېږي، چې په هغوی کې هم اوږده لوږه د بدن د نا انډوله ودې سبب کېدلی شي، نو روژه بايد په داسې حالت کې ونيول شي، چې يو انسان کامله وده کړي وي. په ټولنيز ژوند کې يو انسان وروسته له ۱۸ کلنۍ له تنکي ځواني وځي، خو د روغتيا پالنې له نظره يو انسان تر ۲۱ کلنۍ پورې خپله وده په ټولو برخو کې بشپړوي.  

په بشري ټولنو کې زياتره نجونه له ۱۶ کلنۍ نه مېړوښې کېږي، چې د روغتياپالنې له نظره تر دغه مودې پورې د نجونو جسمي وده بشپړه کېږي، خو د انسان ذهني او روحي وده بيا د چاپېريال په فينوتيپيکې عواملو په اغېز پورې اړه لري، چې ځينې نجونه بيا هم د خپلې بشپړې ودې لپاره يوې اوږدې مودې ته اړتيا لري، خو ځينې داسې انسانان هم شته، چې څو لسيزې به يې عمر کړی وي، مګر کړه او وړه به يې د نابالغه انسانانو وي، نو ښه ويل شوي، چې: «عقل په سر دی نه په سال»، نو د يو انسان سمه روزنه هم د هغه په جسمي او رواني وده کې خپل اغېز درلودلی شي.

رابشو دې ته، چې امېدواره ميرمنې ولې بايد روژه و نه نيسي. هر انسان غواړي چې خپل نسل دنيا ته راوړي، ويې روزي او سالم يې خپلې ټولنې ته تقديم کړي. د يو نوي انسان ژوند ليا له القا پيلېږي او لومړنۍ وده يې په نطفه کې وي. له القا نه پنځه ورځې وروسته ليا په نطفه کې د انسان لومړنی زړه د وينو د رګونو په بڼه په خوځېدو راځي. د نطفې  په لومړيو څو اونيو کې د بدن د غړيو بېلابېلې برخي جوړېږي او په رحم کې دغه راتلونکی انسان د خپلې مور له وينې خوراکه مواد ترلاسه کوي، نو د مور لوږه په نطفه او ماشوم ډېر اغېز لري، چې کېدی شي د ماشوم د بدن ځينې برخې سمه وده ونه کړي او د معيوبيتونو سبب شي. د نطفې د ناسمې  حالت په هغه غبرګولو ماشومانو کې ښه لېدل کېږي، چې د يو ماشوم وده سمه نه وي، ځکه چې په رحم کې د پلاسينتا (مشيمة يا غبرګينه) له نا سمې ودې سره تړاو لري او د مور له وينې پوره خوارکي مواد نشي تر لاسه کول، ځکه نو د بل ماشوم په پرتله جسماً وړ او ضعيف وي. د محاشرت (خانه داري) په ترڅ کې، د حامله داري په موده او شودې ورکولو په بهير کې د دې سپارښت کېږي، چې ميندې او پلرونه له سېګرټو، دوخانياتو، الکولي مشروباتو، ګڼشېر درملو له استفادې ډ ډه وکړي، ځکه کېدلی شي د ماشوم په وده ناغېړه اغېز پرېږدي.

يوه مسلمانه يا افغانه مېرمن د خپل ژوند په اوږدو کې په منځنۍ توګه تر پينځو ماشومان راوړي، چې له ۱ تر ۲ نقصانونه هم ورپېښېږي. يوه مور تر ۲،۵ کلونو پورې خپل ماشوم ته شودې ورکوي، چې وروسته له دغه مودې يې د بل ماشوم په نس کېدلو چانس هم ډېر دی. که موږ د يوې مېرمنې د امېدواري او ماشوم ته د شودو ورکولو موده په پام کې ونيسو، نو يوه ښځه د پېنځو ماشومانو لپاره وروسته له القا نه د هر ماشوم لپاره لپاره ۹ مياشتې امېدواره وي او د القا لپاره هم تر بلې مياشتني وينې پورې هم يوې مودې ته اړه ده، چې په تخميني توګه ټول ۴ کلونه کېږي او د ۵ ماشومانو د شودې ورکولو موده بيا ټول ۱۲،۵ کلونه کېږي، چې د يوې مېرمنې د ژوند لږ تر لږه ۲۰ کلونه د اولاد په پيدايښت، تغذيه کولو او روزنه تېرېږي، چې په دغه موده کې د يوې مېرمنې لپاره د روژې نيول حتمي نه دي او په اسلامي ټولنه کې د يوې مېرمنې لپاره د روژې جبرانول د فديې په بڼه هم نا ممکن دي، ځکه چې د اسلامي ټولنو ۹۵ ٪ مېرمنې په کورنو کې ناستې دي او نفقه يې پر مېړه فرض ده، خو ګڼشمېر کونډې او بورې هم شته، چې د اولاد د نفقې پېټی يې هم پر اوږو بار دی.

د بشر تر ۱۰ ٪ خلک ليا له ماشومتوبه ناروغ ځېږېدلي وي او د دې جوګه نه دي چې روژه ونيسي او له ۳۰ ٪ تر ۷۰٪ زياتره انسانان وروسته له ۴۵ کلنې په يوه او يا بله ناروغي اخته کېږي، چې د وينې فشار يوه له ډېرو پېښېدونکو ناروغيو سره شمېرل کېږي. د وينې لوړ فشار د نړۍ  په تورپوستو کې د سپين پوستو په پرتله ډېر ليدل کېږي. د «Fields et al, 2004» له څېړنو سره سم په اروپايي ملکونو کې تر ۴۴ ٪ ځوانانو کې د وينې د فشار ناروغي ليدل کېږي او د يو شمېر نورو پوهانو لکه «Wolf-Maier et al, 2003» له څېړنو سره سم په جاپان کې د وينې د فشار ناروغي تر ۷۰ ٪ رسېږي او د يو شمېر امريکايي پوهانو لکه «Charry and Woodwel, 2002» له څېړنو سره سم په امريکا کې په کال کې ۳۵ ميليونه خلک د وينې د فشار د شکايتونو له عمله روغتنونو او کلينيکونو ته ځي.

نن سبا د نړۍ ۲۸۵ ميليونه خلک د شکر په ناروغي آخته دي، چې زياتره يې په هندوستان او چين کې دي. په چين کې د شکر ناروغان تر ۱۵۰ ميليونه اوښتي دي. په امريکا کې ۲۸-۲۶ ميليونه خلک په شکر ناروغي مبتلا دي. په دې برخه بايد ياده شي، چې نن سبا څېړنو ښودلې ده، چې هغه ملکونه چې د سؤ تغذي سره مخامخ ول او يا يې اړين خوراکي توکې نه درلودل او لوېديزو ملکونو ته پردېس شوي دي، نو په لوېديزو ملکونو کې د پردېسو په منځ کې هم د شکر ناروغي ډېره ليدل کېږي، ځکه چې د هغوی بدن د هغو خوراکه موادو سره عادت نه وو، ځکه چې هغوی په خپلو سيمو کې د لوږې له شرايطو سره ځان عيار کړی وو، نو لوږه هم کولی شي انسان له دا ډول ستونزو سره مخامخ کړي. هر کال تر يو ميليون هندوستانيان د شکر ناروغي له کبله مري او په امريکا کې د شکر ناروغي کلنی لګښت ۴۶ ميليارده ډالره دی او په اروپا کې هم تر ۱۶-۲۰ ميلياردو آيرو پورې رسېږي. څېړنو دا هم ښودلې ده، چې د شکر ناروغي د ناروغانو کچه کال پر کال تر ۴۶ ٪ پورې لوړېږي.  

ګڼشمېر نورې ناروغي هم شته، چې ناروغ ته يې د روژې نيول کېدلی شي سخت تمام شي او يا يې روغتيايي حالت داسې ستونزمن شي، چې بيا به يې مياشتې په درملنه تېرېږي او په داسې ملکونو لکه افغانستان غوندې، چې د روغتيايي مرستو بيمه نه لري، نو کېدی شي د شکر ناروغي د يو ناروغ تداوي ډېره قيمته تمامه شي او کېدلی شي په بدن کې د شکر ناروغي داسې اخطلاتات لکه ديابېتېک نفروپاتيا، ديابېتيک انجيوپاتيا، ديابېتيک ريتينو پاتيا، ديابېتيک نوروپاتيا، ديابېتېک اسيدوز او يا کوما هم رامنځ ته شي، چې بيا يې درملنه هم ستونزمنه کېږي او د انسان د ژوند کيفيت هم ورسره خرابېږي او د ناروغ عمر هم تر څو کلونو پورې لنډېږي.

د لوږې سره ډېرې داسې ناروغي  لکه انورېکسيا (anorexia) چې د بدن تر څنګ د انسان په مغزي سيستم کې د رواني ستونزو د رامنځ ته کېدلو سبب ګرځي، ستونزمن کېږي. له لوږې سره په بدن کې داسې يو حالت رامنځ ته کېږي، چې د بدن د پروتينونو او نورو اړينو توکیو د لمنځه وړلو سبب ګرځي، چې دغه حالت ته بيا کاخېکسيا (cachexia) وايي، چې بدن د انوباليزم (anabolism) يا روغونې ځانګړتيا له لاسه ورکوي او د بدن استقلاب د کتوباليزم  (catabolism)پړاو ته رسېږي، چې د انسان بدن ورو ورو له ډنګرېږي (پوست او هډوکی) ګرځي او انسان له منځه ځي.

د معدې التهاب، زخمونه او لوړ تيزابي حالت هغه ناروغۍ دي، چې د روژې په نيولو سره کېدلی شي، چې د معدې د دردونو، د عصارې زياتوالي، خونرېزي او سوروېدلو سبب شي، چې پايله يې د انسان مرګ کېدلی شي. په معده کې دوه فکتورو د هضم لپاره اړين دي، چې يو يې تخرېشونکي فکتورونه (د معدې تېزاب او ځينې هارمونونه، چې په هضم کې اړين دي) او د معدې دفاعي فکتورونه (د معدې القلي ترشحات او ډوډۍ چې خوړل کېږي) بېلېږي. د لوږې په ترڅ کې په معده کې ډېر تېزاب نينېږي، چې د معدې او کولمو د داخلي پوښ د تخرېش کېدلو سبب ګرځې، ځکه نو په روغتيا پالنه کې د دې سپارښت کېږي، چې انسان بايد په ورځ کې درې ځله حتمي او که کولی شي تر ۶ ځلو لږ لږ ډوډې وخوري، چې په دې توګه د معدې هاضمه حالت معتدل وساتل شي او ډوډۍ پخپله د معدې تېزاب خنثی کوي، چې د معدې او اثنا عشر (دودنوم) د تخرېشېدو، التهابي کېدو، زخمېدو او سوروېدو مخنيوي کېږي، ځکه نو د معدې ناروغانو ته داسې درمل ورکول کېږي، چې په ورځ کې يې تر څو ځلو استفاده کړي، نو روژه نيول هغو خلکو ته چې د معدې تکليف لري نا مناسب کار دی.

د انسان په بدن کې بولي سيستم ډېر غوره ګڼل کېږي، چې د دغه سيستم اساسي وظيفه بډوډي تر سره کوي، چې بدن د ناپاکو توکيو څخه پاکوي، وينه تصفيه کوي او پاتې شونې مواد له ميتيازو سره له بدنه وباسي. د بډوډو ګڼشمېر ناروغۍ تر يو ټوليز نامه لاندې  (chronic kidney disease) يادېږي، د بډوډو تېږې، د ګلومرولونېفروز، هايدرونفروز، رېنال سيندرومس، بييلونفرايتېس او د بډوډو ګڼشمېر نورې ناروغۍ دي، چې په بدن کې د اوبو د کمښت له کبله کېدلی شي، چې نور هم ستونزمن حالت ته ورسېږي. نن سبا په نړې کې د بډوډو د وظيفوي نيمګړتيا له کبله خلک د دياليز پروسيجر ته اړ دي او يا هم بايد د بل چا بډوډي ورته د عمليات په مرسته واچول شي، نو تنده کېدلی شي، د بډوډو مزمنې ناروغۍ نورې هم پياوړې کړي، نو هغه خلک چې د بډوډو ناروغي لري، نو هڅه دې وکړي، چې له روژه نيولو ډډه وکړي.

په روغتيا پالنه کې ډېر داسې تشخيصي توګې کارول کېږي، چې په هغې کې د کانترست (contrast) په نامه يو ډول مواد کارول کېږي، چې بډوډي زيانمنوي، نو کله چې دا ډول څېړنې تر سره کېږي، نو په لومړي ګام کې دغه ناروغانو ته د پوره مايعاتو د څښلو سپارښت کېږي او ياهم د سيرومونو په مرسته د (pre/posthydration) درملنه تر سره کېږي، چې ناروغ ته د يوې ټاکلې مودې په بهير کې تر ۲ ليټره مايعات په شين رګو کې ورتزريقېږي، چې په دې ډول د بډوډو وظيفوي حالت ته کوم نقصان و نه رسېږي.

د پښتورګو (suprarenal gland) ناروغي هم خپل اغېز د انسان په بدن لري، چې د (adrenal exhaustion) په نامه يې يادوي، نو دغه ناروغان د هارموني درملنې تر څنګ ويتامينونو او سم خوراک ته هم اړتيا لري، پرته له سمې تداوي کېدلی شي د ناروغ بدن د وظيفوي نا انډولتيا سره مخامخ شي، چې په ځانګړي توګه د دغه ناروغانو بدن د سترس، انتاني ناروغيو او وېرې په مقابل کې مقاومت نه لري، ځکه نو بايد هر کله خپل درمل په خپل وخت وکاروي، نو اوږد مهاله لوږه او تنده کېدلی شي دغه ناروغان هم له ناڅاپه پېښو سره مخامخ کړي، ځکه نو بايد د روژې د نيولو په اړه له خپل کورني ډاکټر سره مشوره وکړي.  

داسې ډېرې نوري ناروغۍ شته، چې متواترې درملنې ته اړتيا لري، چې په دغه يوه ليکنه کې د روغتيايي ستونزو ټولې بڼې نه شي يادېدلی. درمل هم خپل ځانګړنې لري. يو شمېر درمل په روغتونو کې د وينې په شين رګو او يا هم سوررګو کې تزريقېږي، خو ګڼشمېر داسې درمل شته چې بايد په ورځ کې څو ځله استعمال شي، نو په دې برخه کې د وينې د لوړ فشار او د شکر د درملنې په عمومي اډانې باندې به لنډه روښنايي واچوم، ځکه د مخکې یادو شويو ناروغيو او دهغوی د درملنې په اړه بايد يوه لويه رساله وليکل شي، نو زه په لنډو معلوماتو بسنه کوم.

په روغتيا پالنه کې د لوړ فشار درمل په لږ تر لږه پنځو ډلو وېشل کېږي:

Diuretics, Beta-blocker. Angiotensine Converting Enzyme Remmer, Angiotensine II receptor antagonist and Calcium antagonist.

د دغو درملو کارول خپله ځانګړې اډانه او وخت لري، ځېنې درمل په رګونو کې بدلون راولي، چې فشار ټيټ کړي، ځينې بيا د بډوډو له لارې د وينې فشار تر کنټرول لاندې راولي او يو شمېر درمل بيا ادرار يا ميتيازې ډېروي، چې له ميتيازو سره ناروغ د وينې پوتاشيم (K)، سوديم (Na) او فاسفور (Ph) هم له لاسه ورکوي، چې په لوږه او تنده کې کېدلی شي يو انسان د الکتروليتونو يعنې (hypo/hypernatremia) له کبله له رواني تشنجاتو سره او د (hypo/hyperkalemia) سره د زړه له سکتې سره او د (Hypo/hypercalcemia) سره د بدن له دردونو او د عضلاتو له انبساط او ټکانونو سره مخامخ شي، نو يو ناروغ چې د لوړ فشار تکليف لري بايد سم تداوي شي، که خپل درمل په وخت ونه کاروي، نو د لوړ فشار له بحران يا کريزيس (hypertension crises) سره هم مخامخ کېږي، چې دغه حالت هم د زړه او مغزونو د سکتې له مخاطرې سره مل حالت دی او کېدلی شي، چې د مغزونو د رګونو د چودېدنې سبب هم شي.

پروسږ کال د کابل په خواجه جمع شريف کې په هديره کې وم، چې له يو چا خپله يوه کليواله مېرمن هم راوستې وه او زيارت يې کولو، موټر يې ودرولو، مېرمن له موټره ليا نه وه را ښکته شوې، چې د سابندي حمله پرې راغلله او په زور يې سا ايستله! زه ورته نېژدې شوم، نو ومې وپوښتله چې مورې څنګه يې؟ نو راته يې ويل چې زړه مې رپېږي، بې سېکه یم او سا مې بندېږي، هوا نه رارسېږي! ما يې لاس ونيولو، ورته مې وويل کراره شه، هر څه به ښه شي، په مړوند مې يې لاس کېښود او نبض مې يې وکتلو، نبض يې غېر نورمال او ډېر چټک وو، نو ورنه مې وپوښتل، چې خورې دوا څه شی خورې او کوم ډاکټر ته ورغلې يې! مېرمنې راته سر وښورولو او يو کڅوړه يې له موټره راکړه! ما ترې وپوښتل چې روژه دې ده! راته يې ويل، چې هو روژه مې ده! ما يې درملونه وکتل، نو د يو درمل، چې د زړه د خوځېدنې د کنټرول لپاره ورکول کېږي، هغه مې له کڅوړې راوايست او ناروغې ته مې وروښود او ومې پوښتله: دغه درمل دې څه وخت خوړلی، نو يې راته ويل، چې پرون د شپې! ما ورته وويل، چې ډاکټر دې څه ډول هدايت درته کړی دی! ځواب دا وو، چې هر ۸ ساعته به له دغه ګولۍ يوه دانه خورې، نو ما ورته وويل، چې تاسو خو شل ساعته مخکې دغه ګولۍ خوړلې ده، نو اوس خو ستاسو په وينه او پر زړه د دغه درمل تآثيرات په نشت حساب دي! نو ځکه مو اوس د زړه خوځېدنه غير نورمال شوې ده، سا مو بنده بنده کېږي او وېرې پر سر اخيستې يې!

ما له هغو ګوليو يوه دانه له پاکټه راوايستله او دغه مظلومې مېرمن ته مې ورکړه. په روژه پسې مه ګرځه اوس دې روغتيا مهمه ده. په موټر کې مو څه راوړي دي اوبه لری او که نه. اوبه خو نشته، خو زويه له کليه مې  لږ څه تروې راوړې دي، نو ما ورته وويل، چې تروې خو به مو ډېرې تروشې نه وي، نو ناروغې راته ويل، چې نه سهارنۍ دي، تازه دي او ليآ خوږې دي. ګولې يې خولې ته کړه او له تروو سره يې تېره کړه! د څو شېبو لپآره په موټر کې ناسته وه، رنګ ورو ورو تازه شو، ما يې نبض وکتلو، د زړه رپېدا يې نوره سمه شوې وه!

دغه پېښه د ناروغې لپاره يو ډېر بېړنيز حالت وو، که ريښتيا ووايم، به دغه حالت کې بايد دغه ناروغې ته ستنه لګول شوې وی، چې درمل يې ژر په وينه کې جريان پيدا کړی وی، خو دغه مهال زه د غره پر سر، تر سوځونکي لمر لاندې په هديره کې درېدلی وم، نو ځکه مې په تروو او يوې ګولې په دغه بېړنيز حالت کې بسنه وکړه. مېرمن ورسته له نيم ساعته بشپړ په حال راغله او په سپېره ډاګ يې سر تور لاس د خدای لور ته پورته کړل، شکر يې وايستلو او ما ته يې هم د هوساينې دعا وکړه! داسې پېښې زما په ژوند کې ډېرې رامنځ ته شوې دي، ځکه مې نن هم د دغه ليکنې د ليکلو هوډ وکړ.

د شکر ناروغي هم خپله ځانګړې تداوي لري، چې يو شمېر ناروغان د انسولين (insulin) ستنې کاروي او نور بيا د شکر ناروغي تابليتونه کاروي، چې ځينې يې په ورځ کې ۳ يا ۴ ځله بايد وکارول شي، ځکه بايد دغه تابليتونه په هرو ۸-۶ ساعتونو کې مريض وکاروي، پرته له دې د ناروغ  په وينه کې د درمل کچه کمېږي او د شکر د ډېروالي يا کموالي له مخاطرې سره مخامخ کېږي. د انسولين درمل هم اوږدمهاله  او لنډ مهاله اغېز لرونکي بڼې  لري، چې اوږدمهاله يې زياتره مخکې له خوبه استعمالېږي او لنډ مهاله يې د ورځينيز ژوند له ريټم سره سم کارول کېږي. نن سبا د انسولين پمپونه هم جوړ شوي دي، چې ستنه يې تر پوستکي لاندې په بدن کې خښه کړي وي او د ناروغ بدن ته د ۲۴ ساعتونو په بهير کې  اړين انسولين تر پوستکي لاندې ورنينوي يا ورتزريقوي. د شکر د نامناسبه درملنې ستونزې (hypoglycemia, hyperglycemia, acidosis) او تر ټولو ستونزمن حالت يې رواني تشنجات، بې سدتيا يا کوما (glycemic coma)ده، چې د انسان د مړينې سبب ګرځېدلی شي، نو روژه د شکر د ناروغانو لپاره يو له مخاطرې ډک کار دی.  

په روژه کې د کابل په يوه کوڅه کې يوه مېرمن چې له خپل خاوند سره روانه وه، پر سړک ناڅاپي ولوېدله، زما يې درب ته پام شو، څو متره اېخوا ته پرته وه، په دوړو سپېره وه، ورنېژدې شوم، د مېرمنې د خاوند رنګ سپين تښی وو، لاسونه يې رېږدېدل، نارې يې وهلې، او خدايه مېرمن مې مړه شوه، خلکو مېرمن مې مړه شوه! مېرمنه بې سيکه په خاورو کې پرته وه، رنګ يې تک زېړ وو، په تندي يې لمدې او سړې خولې بهېدلې، ټوله رېږدېدله، ځان يې لکه مړی سوړ وو.

مېړه ته مې يې وکتل او ومې پوښته، چې مېرمن دې روژه ده! غبرګون يې غير ارادي وو، هې وروره زما مېرمن مري ته يې د روژې پوښتنه کوي! دغه زوی مړې د شکر ناروغي لري او روژه هم نيسي! ما له جوبه دوې دانې شيرنۍ راوايستې او د مېرمنې په خوله کې مې ورکړې. هلته يو تبنګچې هم درېدلی وو، خو خوږې اوبه يې نه درلودلې، مګر د فانتا بوتلونه يې په تبنګ کتار کړې ول. له هغو فانتاوو مې يو بوتل راوخيست، سر مې يې خلاص کړلو، ډېرو خلکو رډې رډې راته وکتل! مګر ما د فانتا بوتل ورو د پرتې، بې سيکه او نيمه بې سده مېرمنې خولې ته ورنېژدې کړ، مېرمنې څو غوړپه ترې وکړل!

زه پټه خوله ورته ناست وم، څه مې نه ويل او د پېښې ننداره مې کوله. مېرمن سترګې پرانيستلې، يو پلو او بل پلو ته يې وکتل او سترګې يې ورغړولې. ما ورته غږ کړ خورې څنګه يې؟ پر ما څه شوي! سترګې مې توره تياره شوې، سر مې ولاړ، ما ويل چې زوی مړې نور نو د ژوند څکه نه کوې! مېرمنې يله ګويي کوله او يا نه پوهېده! خو لاسونه يې غورځول، پښې يې ښورولې او يو او بل ته يې سره نيژدې کولې، د مېرمنې پرتوګ لومد وو، د بې سدي په حالت کې يې غير ارادي ميتيازې تللې وې! د مېړه له اوږې مې يې شال راواخيست او د مېرمن پر پښو مې يې ورواچولو. ټکسي مې ودرولو، مېړه او مېرمن دواړه په ټکسي کې پورته شول. ما لاس ورته پورته کړ، خو مړې يې له ټکسي لاس راته اوږد کړ او ويې پوښتم: وروره ته ډاکټر يې!...

د قرآن اعضيم الشان په آيت کې د روژې په برخه کې مسافرت ته هم اشاره شوې ده. داسې روايتونه شته، چې کله يو انسان په ورځ کې ۴۷ مايله، چې ۷۵،۶ کيلومتره کېږي، نو د روژې نيول پرې فرض نه دي، پرته له دې چې بل وخت وکولی شي، خپله روژه ونيسي. زما اندېښنه دا ده، چې نن سبا خلک د ترافيک په ګڼه ګوڼه کې له يوې سيمې بلې سيمې ته د ورځې تر ۳۰۰ کيلومترو واټن هم وهي، نو دغه خلک ټول کال کار کوي، نو تر ټولو خطرناکه خو ليا دا ده، چې په اوسني ترافيک کې چې يو انسان د فکر نيولو سم جسمي او رواني حالت و نه لري، نه دا چې خپل ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي، خو همدا ډول د نورو خلکو له ژوند سره هم لوبه کېږي، چې په لوږه کې يو انسان ډېر ستومانه وي، خوبړن وي او د موټرو د ټکر امکانات يې زيات وي. ما پخپله د روژې په مبارکه مياشت کې تېر کال او درې کاله مخکې دوه ځلې ټکر کړی دی، چې له ۱۳۰-۱۴۰ کيلومتره د سړک څنګه ته له وسپنيز دېوال سره ونښتم، خو ډېر نور خلک مې هم د مرګ له مخاطرې سره مخامخ کړي دي، ځکه په اوسنۍ روژه کې په رخصتي کې کور ناست يم او دغه ليکنه ليکم. څوک به وايي، چې ۱۴۰۰ کاله مخکې سفرونه سخت ول، مګر له هېره مه باسی، چې هغه مهال هم سفر په آسونو او اوښانو کېدلو او ترافيک دا ډول له ګڼو ګوڼو ډک نه وو!

د ډاکټرانو کارونه، د دقيقو ماشينونو سره په دقت کار کول او ګڼشمېر نور مسلکونه چې د کار پر مهال ډېرې ځيرتيا ته اړتيا لري، چې دقيق کار د دغو مسلکونو يو اړين اصل ګڼل کېږي، ځکه د يو جراح په روژه نيولو سره کېدلی شي د عمليات په وخت کې داسې اشتباه تر سره شي، چې بيرته جبرانول به يې ډېر ستونزمن يا ناشونی کار وي او کله کله يوه تېروتنه د انسان د مړينې سبب هم ګرځېدلی شي، نو د ګڼشمېر کارونو او مسؤليتونو په اړه د اسلام مقدس دين د علماوو فتوا ليا هم نا څرګنده ده. څو کاله مخکې د مصر د ديني علماوو يوه پرېکړه د مصر د فوتباليستانو په اړه تر سره شوه، چې د هغوی کار (د فوتبال لوبه) يې ډېر ستونزمن وګاڼه او هغه لوبه يې د مصر ملي ارزښت وبلله، نو د خپل ملي ټيم فوتباليستان يې له روژه نيولو معاف کړل. يو شمېر بيا د جنګياليو په اړه فتوا صادره کړې ده، چې د جنګ پر مهال روژه و نه نيسي، چې نن سبا د سوريې په جګړه کې دواړه خواوې ځانونه شهيدان بولي، يو او بل ترهګر، غاصب او ظالم هم نوموي او دواړه خواوې ځانونه مجاهدين بولي او روژه هم نه نيسي! نو عجيبه د یک با او دو هوا کيسه روانه ده!

ما له ډېرو خلکو آورېدلي دي، چې يو ناروغ کولی شي د يو ډاکټر په سپارښت روژه و نه نيسي، خو اندېښنه دا ده، چې که په ټولنه کې يو څوک پوه شي، چې پلانکی روژه خوري، مخکې له دې چې د هغه په ناروغي، مسافرت، کاري اړتيا او ګڼشمېر نورو اړتياوو پوه شي، نو د کفر ټاپه پسې راواخلي او د مرتد په نامه يې ورټي. د افغانستان د طالبانو په واکمني کې يې په ډېرو خلکو د يو وخت لمونځ په ډېرو ځايونو کې څو ځله همدا يو لمونځ په تېر کړی وو او ډېر به يې پرته له اوداسه هم په لمانځه درولي وي!

پايله

د اسلام د مقدس دين خادم او اسلام پوهان بايد د مسلمانونو د يووالي او د هغوی د پوهاوي لپاره پوهنيز سيمينارونه جوړ کړي. په ټولنه کې د پوهنيز بهير سره همکاري وکړي، چې په اسلامي ملکونو کې د ټولنيزې ودې او اقتصادي پروګرامونو د پلي کولو امکانات رامنځ ته شي. په ټولنه کې بايد منورين خلکو ته قناعت ورکړي، چې د ټولنې په وده او خوداکتفا کېدلو کې د خپلو ملکونو له ادارې سيستمونو سره مرسته وکړي، چې اسلامي ملکونه په توليدي ملکونو بدل شي، نه دا چې لکه نن د نورو په مجاني توکيو به شخوند وهي.

د روژې مقدس مياشت په اړه بايد ياده شي، چې زموږ ديني عالمان بايد په دې پوه شي، چې هر انسان خپل جسمي او رواني ځانګړي خصوصیات لري، څوک به ناروغ وي، څوک به ضعيف وي او څوک به يو داسې کار لري، چې د روژې نيول به ورته نا ممکن وي او یا به د نور او خپل ژوند له ګواښونو سره مخامخ کوي، نو د ټولنې د چارواکو مسؤليت دا دی، چې خلکو ته د دې امکانات رامنځ ته کړي، چې په خپله خوښه له روژې سره مينه پيدا کړي او په خپله خوښه روژه ونيسي. د دنيا ډېر ملکونه دي، چې مسکينان نه لري او موږ هم بايد په ټولنه کې داسې شرايط رامنځ ته کړو، چې ملک مو خوداکتفا شي او په ټولنه کې بې وزله ونه لرو، بيا نو په خپله ټولنه کې د مسکين نس مړول يا فديې ته هم اړتيا نه پيدا کېږي.

http://www.youtube.com/watch?feature=endscreen&v=HM7yzmYCyBM&NR=1

په درنښت

- بېرته شاته