Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
پسرلیه راشه راشه
پسرلیه راشه راشه ، د مستۍ سندره راوړه
د غاټول ګلونه وا کړه ، سحرنۍ سندره راوړه
د میوند لمنې شنې کړه ، ښاپیرۍ ورته رادرومي
زړونه مست کړه د ځوانانو ملالۍ سندره راوړه
څړځایونه پرې ښایسته کړه کیږدۍ راوله هلمند ته
د اوښانو په کتار کې یوه کوچۍ سندره راوړه
د پکتیا لوړ چنارونه د نښتر سره پخُلا که
ځڼغوځیو ته په غره کې د ځیړۍ(۱) سندره راوړه
ننګرهاره ستا ښایست ته د لغمان مماڼې راغلې
کڼړ کټ کټ په خندا کړه د دهۍ سندره راوړه
له وردګو تر میدانه د مڼو ګلونه ګل کړه
د پغمان میلې تودې کړه لوګرۍ سندره راوړه
د تګاب او د کندهار انار د وینو په شان سره که
میخوران در ته په تمه شرابۍ سندره راوړه
د بغلان او د کندز شیلې(۲) باران پسې ړاندې شوې
دغو تږو ته له وریځو بارانۍ سندره راوړه
پسرلیه پیښور او خړ خیبر ته هم ور پیښ شه
د خاطر له غزلونو افریدۍ سندره راوړه
د ځدراڼ خو زړه پُلۍ پُلۍ په بل وطن نینه شو
خیر ، وطن ته خو یې یو ځل د ښادۍ سندره راوړه
۱: ځیړۍ = د لویې پکتیا په غرونو کې یو ډول ونه ده چې سر کال شنه وي. اغزنې پاڼې لري او چې څاروي یې د ژمی په موسم کې خوري
۲: شیلې = د وریجو بوټي یا ډنډر ته وايي چې د هیواد په تودو سیمو کې کرل کېږي