Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
دښاغلي بسمل شعرونه تازه شول
زړه مـــې نه ځي لـــه خواږه
ګلاب رنګ جانان ویده زه ورته ناست یم
سر یې زما په زنګانــــــــــه زه ورته ناست یم
په خواږه خوب اړخ په اړخ واوړي راواوړي
لږ را پورته کړي باڼــــــــــــــه زه ورته ناست یم
خوشبويي یې دبــــدن له مانه تاو ده
ورته غورځي مې دازړه زه ورته ناست یم
دښایسته مخ پلوشویې ملک نیولی
لکه لمر په لمرخاته زه ورته ناست یم
تورې سترګې یې له ځایه ښایسته دي
پکې نه ښکاري رانجه زه ورته ناست یم
په اړخ واوښت لب یې وروپه خوله کې راکړ
نی شکر څه دي لا څــه زه ورته ناست یم
دکورسي ایت مې څـــوځلې پرې ووېل
وخت نږدې دی دلمانځه زه ورته ناست یم
که لمانځه ته ځم ګران ښوري راویښیږي
زړه مې نه ځي له خواږه زه ورته ناست یم
بس همدلته یې په سپین مخ سجدې ږدمه
نور نو وکړم خدایــــــه څه زه ورته ناست یم
ای دزړو مالکـــه ته خو ښه خبر یې
چې تر تا دروستم ده زه ورته ناست یم
ښکولوم په بسم الله دجانان شونډې
زه بســـمل په اوداسه زه ورته ناســـت یم
ګلاب رنګ جانان ویده زه ورته ناست یم
سر یې زما په زنګانــــــــــه زه ورته ناست یم
http://nakhtar.bloguna.
وه جانانه څومره به لا نوردرپسې ژاړمه
کومه خواچې ځې جانانه وړې مې له خپل ځان سرهوامې خلې په غېږ کې مښلوې مې له ګرېوان سره
ستا په یو نظر کاږه واګه داکاینات شي ټول
شور ورکړې جهان ته ښوروې مې له جهان سره
هسکه سرایي غاړه دې لوړه تراسمانه شي
زلفې رااوږدې کړې زنګوې مې له پېزوان سره
زه لکه پېزوان ستا په مخ زانګم ښکولوم دې خوله
مات مې پرې خمارکړم دکلونو له ارمان سره
تا بیا دسینې په ګلدره کې راته جوړوي ټال
کله په کابل کله مې ولې له پغمان سره
سېب دزنخدان دې دی غونډۍ دعرفات جانه
شونډې مې پرې ږدمه له سجدو او له ګریان سره
پوزه دې مقام دابر اهیم زینت دخدای دکور
خال حجرالاسود دې جوړه ګرزي له قران سره
ګورم دې تصویر ته چې رخصت واخلې له ماڅخه
اه مې دلمبو په شان یوځای کړم له توفان سره
کله چې دبام سر ته راپورته شې دروالوزم
دومره مې سرلوړشي چې لګیږي له اسمان سره
تا په خوږه مینه زه درب تر دره وروستم
تل به جوړه ګرځو پرې مې نه ږدې له شیطان سره
ډېر غواړي چې ما پخپله لومه کې ورونیسي
شکر خدایه شکر ګرفتار یمه له ګران سره
وخت دصبح دم شو غرېو نیولی او داشعر لیکم
بس دی ځم لمانځه ته ملاقات کړم له سبحان سره
وه جانانه څومره به لا نوردرپسې ژاړمه
سترګې مې دوینو په شان سرې شوې له فغان سره
صبر دې کاوه خاکساري هم کوه بسمله ته
درخته مېوه داره اورمېږ ټیټ وړي له ګوزران سره
http://nakhtar.bloguna.
په قران کوم اقرار زه
رنګ اخلم له ګلوګلورین لرم نیګار زه
هرڅوچې یې وینم نه مړېږم په دیدار زه
داچې ورځ تربلې تازه کېږم څوک خبر نه دي
زېری په ما شوی نوربه نه کړم انتظار زه
وایې ړاوکاروان دداستانوله یونظرسره
هم یې په خوږه موسکا ېخود کړم هم خمارزه
ماورته شبنم اوښکې په سترګوکې نیولې وي
ګل غوټۍ ویده وي ورته ناست یم ترسهارزه
کله چې غونچه خوله سپڼوي بلبلان سورکړي ساز
لی اوتال دمینې سره ګرم کړم ستارزه
راشي دغزل په پردوګرمې کړي نغمې نغمې
ښکول یې کړم پستې پاپۍ رخساریې په باربارزه
وخت دصبح دم دی ځه چې پورته شواوخدای یادکړو
نورله داابس خوبونوډېریمه بېزار زه
هومره به په جګوسترګوځم درب حضورلره
څومره چې تاښکول کړمه اوڅومره دې سینګارزه
دومره چې ماغواړې نوداهم واوره بسمله ته
بیابه دې خپه نه کړم په قران کوم اقرار زه
په تا ګلونه وروي
نن مې بیامیینې سترګې بارانونه وروي
هربڅرکی یې له مینځه ګلابونه وروي
فواري دي هرطرف ته مې له سترګو وهي دارې
اسوېلي مې له اسمانه تندرونه وروي
له سهاره تربېګا مینځم دتا مینه په اوښکو
ځکه نیمه شپه په ماخدای رحمتونه وروي
داسې نه چې تلاوت مې وي په وچوسترګوکړئ
چې قران لولم دشپې مې زړه دردونه وروي
نرۍ څړیکې مې په زړه کې اورشیندونکي غرونه سازکا
لېونۍ مینه مې هردم فریادونه وروي
دیارمینه لېونۍ ده که له ما خدای مجنون جوړ کړ
دلیلادناستې ځای په مااورونه وروي
غرغره دشم خویوځلې دتاپه دیدن موړوای
بیا یې لاس خلاص چې څوک څومره تهمتونه وروي
په ماګران بسمله بیا ولې په کوکوکوکو ژاړې
راشه ټول بدن مې باغ په تا ګلونه وروي