(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر

زه نوی شرابي یم !؟

زه نوی شرابي یمه په ډار په پټه می خانی ته راغلی یمه
زه شرابي نه یمه د هجران غمو دغی خواته راوستلی یمه
غمونه ډیر دي زه یواځی ځکه ورته حک پک هیران یمه
دهجران د درد له لاسه لکه غنم په زړه دوه پړکه چودلی یمه
د بیلتانه په وږده مدرسه کې د غم کتاب شروع کوم سترګی می
    سری شي ژړا راځینه د هجران زیاندان کې بی وره سوزیدلی یمه
رانه پاتی جنت نیشان وطن ده لکه وزر ماتی مرغی پاتی له
هر پروازه یمه ځکه نن پردي وطن کې له هر کاره وتلی یمه
ساقي راته راکړه ډک ډک جامونه چی په سر یی سم واړومه
مړ شوم له غمه د هجران دردو له هر خوشحالی ویستلی یمه 
زه د لحد د تور شپو د تنهایي له زیندانه نه ډاریږم زه خو لا له
پوخوانه عذلي د حجران په کلکو زولنو کلک پک تړلی یمه
ذبیح لله د خدای عدالت خو لوی ده په لحد کې به ناری کړمه
زه له دنیا نه د هجران غم درد په زړه زخمي راشړلی یمه
  زنی به می څوک راټړینه
زما د ژوند ټول راحتونه د رانه وړیدینه زما خوږه جانانه
زما سترګی خو هر وخت ستا لاره سارینه زما خوږه جانانه
شپه می وي شوګیره ورځ می ناقراره تل یم ستا په چورتو کې
که مرګی راغی زنی به می څوک راټړینه زما خوږه جانانه
ډیره به نا امیده شم چی می سترګی زلکدن کې بل څوک راوتړي
بختور خلک په زلکدن کې خپل وصحیت کوینه زما خوږه جانانه
غمجن زړګی به می ډک وي ستا د دیدن له ارمانه هغه ساعت به سومره
سخت وي چی جنازه می بی تا تور لحد ته وړینه زما خوږه جانانه
ذبیح لله بیا د څه کوم چی ته راشی چی په امبار شی ډیری خواری
زما د بد قصمته ساح به پاس اسمان ته ختلیوینه زما خوږه جانانه
ذبیح لله شریفي


بېرته شاته