سي ډي ډرامو کې د ماشومانو رول
د پښتو د سي ډي ډرامو په هکله اوس دا گيلې اؤ شکايتونه زاړۀ شوي دي چې گنې دغه ډرامې د پښتون اولس او ټولېنز ژوند عکاسي نه کوي. دغه ډرامې کلاشنکوف کلچر او د بې هوده هنر نمونې کېدې شي خو د ډرامو هاغه معیار ته نه رسي چې ټولېنز بدو مخه اونیسي او ټولنې ته معیاري سبق ورکړي.
په دې وروستيو کې چې دپيښور د نشتراباد په سي ډي ډرامو کې کوم رجحان په سيواکيدو دى هغه په دغو ډرامو کې دکم عمره ماشومانو څخه د هيرو،ولن اؤ بدمعاش په توگه کار اخستل دي چې دغه عمل دپښتنو سنجيده طبقه د خپلو اولادونو په ذهنونو ددغو ډرامو لۀ لارې دمرتب کيدونکو منفي اغيزو په هکله ديو لړ انديښنو سره مخ کړې ده.
دامهال د خيبر پښتونخوا په هاغو سيمو کې چرته چې کيبل رسيدلى دى په ټيلي ويژن داسې دسي ډي ډرامې ښودل کيږي چې هغې کې دلسو کالو يو ماشوم هيرو وي،دغه ماشوم دپلار دبدل اخستلو دپاره کلاشنکوف هم پورته کوي، د ډمې مجرې ته ناسته کوي،د شرابو بوتل په لاس کې اخلي، قتل کوي،دپوليس سره مقابله کوي اؤ بيا جيل ته هم ديو نر بدمعاش په صفت ځي.
ددغو ډرامو د تيارولو په وخت د ډرامه ليکونکې اؤ پروډيوسر په ذهن کې دا سوال ترکومه حده وي چې ددې ډرامې اثر به دټولنې دنورو ماشومانو په ذهنونو څه وي؟
د خيبرپښتونخوا د کلتور وزير مياافتخارحسين وايي دا هرڅه چې نن په دې سي ډي ډرامو کې زمونږ مخې ته راځي دا په اصل کې زمونږ په خاوره د ترهگرۍ دبل اور هغه اثرات دي چې مونږ يې د تصويرونو اؤ کردارونو په شکل کې وينو.
زمونږ د خلکو په ذهنونو دغه جنگ دومره ژورې اغيزې کړي دي چې هغوي اوس د جنگونو فلمونه خوښوي اؤ گوري.
هغه وويل ماشومان د تشد اؤ بدعملۍ په کردارونو کې راوړاندې کول يقيناً چې د خفگان خبره ده خو ددې مخنيوى هم څه اسان کار ځکه نۀ دى چې د کيبل واگي د پيمرا په لاسونو کې دي اؤ پيمرا د مرکزي حکومت د واک لاندې اداره ده چې مونږ پکې څه اختيار نۀ لرو.
په دغه هکله د خيبرپښتونخوا دثقافتي خبريالانو دسازمان صدر احتشام الحق طورو وايي
”ددغو ډرامو ليکونکي،جوړونکي اؤ پروډيوسران په اصل کې پروفيشنل يا پيشه ور خلک نۀ وي ،بلکې هاغه شوقيان وي چې يا خو به گڼديرۍ خرڅوي،يابه نانبايي وي اؤ يا ډرائيور ،خو بس څو روپۍ پيداکړي ،يو کيمره مين وگوري اؤ يو تش په نوم ليکوال اؤ پروډيوسر ،په څو ورځو کې دننه ډرامه تياره کړي اؤ مارکيټ ته يې راوباسي“
هغه وويل نه خو ددغو ډرامو دپاره سنسربورډ شته اؤ نه د څارنې کومه بله اداره ځکه نو څوک چې څه کوي خپله خوښه يې ده اؤ هيچا ته د جواب ورکولو پابند نۀ دى.
احتشام الحق طورو ډيوه راډيو ته وويل اوس چې په سي ډي ډرامو کې ماشومانو ته په لاس کې کلاشنکوف اؤ د شرابو بوتل ورکول کيږي، يقيناً چې ددغو ډرامو کتونکي نور ماشومان به هم ددغو ډرامو څخه اثراخلي اؤ هغوي به هم پخپل عام ژوند کې دغسې کولو ته مائله کيږي.
نوموړي زياته کړه ددغو ډرامو اثرات نزدې وختونو کې مونږ په عملي ډول هم وليدل ،په پيښور،اکوړي اؤ مردان کې داسې واقعات رامخې ته شول چې ماشومان وسله په لاس کې واخلي اؤ مړي وکړي
نوموړي وويل په دغه لړکې د هغويي سازمان دنشتراباد د سي ډي د ډرامو دمارکيټ مشرانو سره څو کرته ليدل هم کړي دي اؤ ورته يې وئيلي دي چې بايد دغسې د اخلاقو د معيار څخه پريوتې ډرامې مارکيټ ته راونۀ باسي خو ولې دنشتراباد د سي ډي کاروباريان ددغو ډرامو د اثراتو پځايې يواځې دخپلې گټي فکر وړي دي.
دنشتراباد دسي ډي مارکيټ صدر سرفراز بيا ددغو ډرامو په خپريدو کې خپل ځان قصور وار نۀ گڼي
اؤ وايي دا د پروډيوسرانو ذمه واري ده چې هغويي بايد داسې فلمونه جوړ نۀ کړي چې زمونږ د ماشومانو ذهنونه د تشدد،منشيات نوشۍ اؤ لوفرۍ طرفته مائله کوي.
ډيوه راډيو سره خبرو کې هغه وويل د خپل مارکيټ ټولو دوکاندارانو ته يې وئيلي دي بايد پخپلو دوکانونو ددغو ډرامو داسې پوسټرې هم ونۀ لگوي چې بې حيايي ترې څاڅي يا په معاشره کې د تشدد طرفته د خلکو ذهنونه مائله کوي.
خو د سي ډي ډرامونو د پروډيوسرانو د سازمان صدر فرهاد هم دې منلو ته تيار نۀ دى چې گنې هغويي ددغه رقم ډرامو په جوړولو سره ماشومان بې لارې کوي.
ښاغلي فرهاد ډيوه راډيو ته وويل زمونږ کوشش وي چې کتونکو ته صفا سوتره ډرامې ورکړو خو دا چې يوه نيمه ډرامه پکې د ټولنيزو خرابو د ودې باعث جوړيږي دا بيا د حکومت ذمه واري ده چې په دغو ډرامو دنظر ساتلو دپاره د فلمي نړۍ پشان يو سنسر بورډ جوړ کړي.
هغه وويل دلته د ساعت تيري موقعې ډيرې کمې دي اؤ ډير خلک غواړي چې د سي ډي ډرامو کې دکار کولو دلارې خپل ذهني تسکين هم ترلاسه کړي اؤ شهرت هم ځکه نو هرڅوک په خپل سر ډرامه جوړوي اؤ مارکيټ ته يې راوباسي ، که چرې حکومت ددغو ډرامو د پاره څه قاعدې ضابطې وټاکلې نو بيا به پخپله د غيراخلاقي ډرامو مخه ونيول شي.
خو د صوبې داطلاعاتو وزير سره مو چې د پروډيوسرانو د سازمان دصدر دغه خبره شريکه کړه هغه وويل
”حکومت نور څۀ وکړي، د متحده مجلس عمل د حکومت په دور کې په دې خاوره هرقسمه ثقافتي سرگرمو ته دپايي ټکى کيښودل شو،فنکاران دفن نه په لاس اخستلو اؤ دې خاورې څخه په وتلو مجبوره کړى شول، دنشترهال دروازې چې کله وتړل شوې نو يو شمير فنکارانو نشتراباد ته مخه وکړه اؤ دسي ډي ډرامو په جوړولو يې شروع وکړه،کله چې زمونږ حکومت راغلى نو مونږ نۀ يواځې دنشترهال تړلې دروازې دغو فنکارانو ته بيرته پرانستې بلکې ورته مو افر وکړو چې داسې معياري ډرامې اؤ فلمونه جوړ کړئ چې د پښتون ثقافت لمنه پرې غني شي اؤ ددې خاورې بچو ته دمثبت ساعت تيري موقعې په لاس ورشي کۀ په دغه لړکې دحکومت هره مرسته تاسو غواړئ درته به حاظره وي ،خو چې هغويي دحکومت ددغه خلوص اؤ غوره اقداماتو هرکلى ونۀ کړو نو نور څه کولى شو“
د سي ډي ډرامو دسنسر بورډ په هکله ديوې پوښتې ځواب کې ميا افتخار حسين وويل هرڅو کۀ په ائين کې د اتلسم ترميم څخه وروستو د ثقافت محکمه صوبې ته سپارل شوې ده خو د سنسر په هکله مونږ سره نيغ په نيغه اختيار تر دې مهاله نۀ شته .
هغه وويل په کيبل د ښودل کيدونکو پروگرامونو د څارنې ذمه واري د پيمرا سره ده اؤ پيمرا د مرکزي حکومت لۀ لوري کنټروليږي.
خو زياته يې کړه بيا هم مونږ په دغه لړ کې خپلې هڅې پريښې نۀ دي اؤ کوشش کوؤ چې د قانون سازۍ لۀ لارې دغه اختيار ترلاسه کړو اؤ د سي ډي ډرامو اؤ فلمونو دپاره خپل سنسر بورډ ولرو.
د سي ډي ډرامو لۀ لارې ماشومانو ته په لاس کې دکلاشنکوف ورکولو ددغه ناوړه عمل دپړې کۀ هرڅو هيڅوک په غاړه اخستو ته تيار نۀ دي خو دا خبره دنمر په څير روښانه ده چې د ماشومانو ذهن سپين کتاب وي اؤ په دغه کتاب چې مشران هرڅۀ وغواړي ليکلى يې شي.
دغه ماشوم لمړى اثر د خپل کور د ماحول نه اخلي اؤ بيا د چاپيريال څخه .
په يوه پرمختللې ټولنه کې دماشومانو روزنه تر ټولو مهم اؤ سخت عمل گڼل کيږي اؤ په دغه لړکې د ټولنې دافرادو اؤ حکومت په اوږو خپلې خپلې ذمه وارۍ عايد وي خو دپاکستان په څير مخ په ترقۍ هيوادونو کې دماشومانو روزنې ته څومره پاملرنه کيږي ، ددې اندازه په دغه هيواد کې د ماشومانو تعليم دشرحې څخه کيږي .
دامهال په پاکستان کې دتعليم شرحه 55فيصده ده اؤ دنړيوالې پرمختيا په بابله د عالمي بانک د يو راپور لۀ مخې پاکستان دنړۍ د هاغو اوو هيوادونو په فهرست کې شامل دى چې په تعليم ډير کم خرچ کوي يعنې د خپلې ټولې بوديجې يواځي 24 فيصده برخه يې تعليم ته ويستلې ده.
په تعليم دکم لگښت سره سره په تعليمي نظام کې د موجودو خامو ژړا هم پخپل ځايې ده.
بيا د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت اؤ قبائيلي سيمو کې خو په ځانگړي ډول دماشومانو تعليم اؤ تربيت يو داسې بحراني صورتحال اختيار کړى دى چې د مستقبل په اړه يواځې يوه تورتم نقشه مخې ته ږدي.
په دغه خاوره د ترهگرۍ په ضد روانې جگړې کۀ چرته د ژوند بلها اړخونه متاثره کړي دي نو هلته يې دتعليم څانگه ترټولو زياته ځپلې ده .
تردې مهاله په خيبرپښتونخوا کې د هلکانو اؤ جينکو په سوونو سکولونه په بمونو الوځول شوي،په بيلابيلو وختونو کې دجينکو په تعليم قدغن ايښودل شوى،د وگړو اقتصادي وضعه دومره ځپل شوې چې خپلو ماشومانو ته په ښو تعليمي ادارو کې سبق ورکولو څخه ناتوانه دي .
اوس چې چرته ددغو پښتنو بچو غوره تعليم اؤ تربيې ته دکوټلې پاملرنې ضرورت احساسيږي هلته ددغو ماشومانو د بې لارې کولو دپاره کۀ د سي ډي ډرامو لۀ لارې ماشومانو ته د قلم پځايې په لاس کې د کلاشنکوف اؤ د مشواڼۍ پځايې د شرابو د بوتل اخستو درس ورکول کيږي نو پوښتنه دا راولاړيږي چې د پښتنو مستقبل به په کوم لوري ځي؟
Source: Deewa