Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
مســافـــر
لـمــبــــو ســوی یـــم پـــه غــاړه د ګور پروت یم
«د ایرو غونــدې سپک شوی پــه اور پروت یم »
هــــم مې هـــلته هــــم مــې دلتــه قـــدر نـــشـتـــه
یـــو د کــفـر بـــــل د اســـلام پــه تور پروت یم
پروت یـــم د غــڼــې جال کې ویـــنې مې څـښــي
بیــچـاره يـــم،مــسافــر یـــم ســـر تور پروت یم
اې ګــــریــــوانـــه پـــه اوښــــکو دې لـــمــدومه
زه لـــکــه شبنم ستـــا په نصـیـب خور پروت یم
ځــــوانـــي مـــې د خــارج کـــارونـــو وخـــوړه
لکه بې پــلاره ماشـــوم پـــه هـــر لور پروت یم
نه ګودر شـــتــه نه د پېــغــلو شورماشور شـــتــه
ډېر وخت نــه ارمانـجــن د هـغـه شور پروت یم
احــمــدزي تــه پــه پــښــتـــو ښـکـنځـلې وکــړئ
زړه کې به وایم چې اوس په خپل کور پروت یم
(جاوېد احمدزی)