پښتونخوا: دمورنئ ژبی د زده کړی بل منظور
[25.Mar.2011 - 10:41]د ټل دپوليسو يو مشريا ډي ايس پي ميرچمن خان وينا ده يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دهنگو ددو آبې دپوليسو تاڼې دمرکزي دروازې سره ټکر کړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه. دچاؤدنې له امله په تاڼه کې موجود يو پوليس عسکر په موقعه مړ شو. دچاؤدنې په زد کې دراتللو له امله دتاڼې سره نزدې تيريدونکي څلور لاروي وژل شوي او 25 نور کسان ژوبل شوي دي. دچاؤدنې څخه وروستو امدادي ډلې دپيښې ځايې ته ورسيدلې او ژوبل کسان يې روغتون ته ورسول. ددغه چاؤدنې له امله 18 دوکانونه، يو کور او گڼ شمير گاډي تباه شوي دي. دپوليسو ترمخه په دغه چاؤدنه کې تر دوؤ سوؤ کلو گرامو پورې بارود استعمال کړل شوي دي. په هنگو سيمه کې له دې وړاندې هم دغه رقم بريدونه ترسره شوي دي او دغه سيمه هاغو قبائيلي سيمو سره نزدې موقعيت لري چرته چې دپاکستان پوځ دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دى. همدغه راز په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍکې پوځ سره نښته کې 8 جنگيالي او په يوه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي دي.
سرچينې وائي دغه نښته وروستو له هغې وشوه چې دزيارت په ورځ په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو يو گاډى په ريموټ کنټرول بم والوځول شو.
دسرچينو وينا ده په دغه بمي چاؤدنه کې دوه عسکر ووژل شول. سرچينې وائي ددغه پيښې څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دتندلارو په ضد عمليات وکړل چې پکې اتۀ تندلاري وژل شوي دي. د دې ترڅنگ دپښتونخوا دسرښار پيښور په کليواله سيمه گل بيله کې هم دڅلورو وژل شوؤ کسانو مړي موندل شوي دي. د پيښور د داودزو سيمې د پوليسو مشر ډي ايس پي افتخار ډيوه ريډيو ته وويل ددغو وژل شوؤ کسانو مړي پوليسو دسړک دغاړې څخه ترلاسه کړي دي. هغه وويل دوژل شوؤ کسانو هيڅ پيژندگلو نۀ ده شوې چې هغوي څوک دي او د چا لخوا ولې وژل شوي دي. د پوليسو مشر وويل ددغو وژل شوؤ کسانو عمرونه د20ؤ او 30ؤ کالو ترمينځ دي او څلور واړه په مخ ږيرې لري. هغه زياته کړه دوژل شوؤ کسانو په وجودونو دتشدديا گولوهيڅ نښې نشته او نۀ ده معلومه چې هغوي څنگه وژل شوي دي. ښاغلي افتخار وويل پوليسو دپيښې په بيلا بيلو اړخونو پلټنې پيل کړي او دوژل شوؤ کسانو دوارثانو په لټه کې دي
همدغه راز امنيتي ځواکونوداورکزو ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې عمليات ترسره کړي چې پکې 7 جنگيالي وژل شوي دي.
امنيتي ځواکونو داورکزو په غلجو او شکرتنگي سيمو کې دتندلارو په شکمنو ځالو په درنو وسلو سره گوله باري کړې ده پکې اووۀ جنگيالي وژل شوي او دهغوي دوه ځالې هم لهمينځه وړل شوي دي.
اخوا دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې دامنيتي ځواکونو په گاډي دسړک دغاړې بمي چاؤدنه شوې چې پکې دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. دسرچينو له مخې دليويز عسکرو په گاړي منډا سيمه کې دمعمول مطابق گزمه کوله چې په دغه مهال دهغوي گاډى دسړک دغاړې بم سره ټکر شو او درنه چاؤدنه وشوه.
دچاؤدنې له امله دامنيتي ځواکونو گاډي ته سخت زيان ورسيدو او حوالدار معتبرخان او ډرائيور حبيب ووژل شو. پيښه کې څلور عسکر ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره هسپتال ته وړل شوي دي.
بل لوري ته دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لنډي کوتل تحصيل کې نامعلومو وسله والو دجينکو دوه پرائمري سکولونه په بمونو الوځولي دي.
ددغو سکولونو دتباه کيدو سره په سيمه کې دتباه شوؤ سکولونو شمير 41ؤ ته رسيدلى، په دغو تباه شوؤ سکولونو کې زياتره دجينکو دي.
همدغه شان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور په متنو سيمو کې يو شمير وسله والو جنگيالو دپوليسو په گاډي بريد کړى چې پکې دوه پوليس عرک ژوبل شوي دي.
د کډوالو لپاره د ملگرو ملتونو ادارې يو اين ايچ سي ار او د پاکستان حکومت په گډه توگه په هيواد کې دموجودو افغان کډوالو وضعيت او هغوي ته دپيښو ستونزو دجاج اخستو لپاره ديوې سروى اغاز کړى دى. پاکستان کې ديو اين ايچ سيار استازي مينگيشا کيبيډي د جمعې په ورځ په يو بيان کې ویلي دي ددغه منصوبې په ذريعه د ترلاسه کيدونکو معلوماتو په مرسته به د پاکستان او افغانستان د حکومتونو په شمول د هغه اداره او نور امدادي تنظيمونه دافغان کډوالو په حقله ښۀ تگلاره جوړه کړل شي.
د نړیوال تنظيم د استازي مطابق د افغانانو لپاره دا اهمه موقعه ده چې پکې به هغوي دخپلو انديښنو، خواهشاتو او منصوبو ترڅنگ پاکستاني ټولنه کې دخپل کردار په اړه خبرې وکړل شي. هغه وويل پاکستان او يو اين ايچ سي ار غواړي افغان کډوالو دسروى ټيمونو سره مرسته وکړي. دهغه په وينا دتيرو دريوؤ لسيزو راهسې افغانستان کې دروانې جگړې او بدامنۍ له امله خپل هيواد پريښودونکو او پاکستان ته دراتلونکو افغانانو په اړه کيدونکې دې سروى کې به گټور معلومات راجمع کړل شي. داعدادوشميرې ترلاسه کولو لپاره به د2001ء په مهال دافغان کډوالو يو لک او شل زره کورنۍ په دې سروى کې شاملولى شي او په سروى ټيمونو کې به ښځې هم شاملولى شي چې دغه شان نيغ په نيغه دافغاني ميرمنو رائې معلومه کړل شي. دبيان ترمخه پاکستان کې دسرحدي چارو دوزارت جوائنټ سيکرټري عمران زيب وئيلي دي دا جائزه ځکه هم اهمه ده چې په مدد سره به يې پاکستان، افغانستان او يواين ايچ سي ار دافغان کډوالو دخيرښيگړې لپاره په ښۀ توگه منصوبه بندي وکړل شي