(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داعلیحضرت ازادشاه افغان ۲۳۰ تلین

[28.Mar.2011 - 20:35]
محمد طاهر کاڼی
ازاد خان د سلېمان زوی، د افغانستان د غزني ولايت د اندړو په سيمه كې پر ۱۷۰۵ زېږديز كال زېږېدلى دى. دى د غلځيو پښتنو د سلېمانخېلو له قبيلې څخه وو. ازاد خان په ايران كې د خپل سيال محمد كريم خان زند ( ۱۷۰۵ ز كال زوكړه ) سره پر يو كال زېږېدلى او د هغه همزولى وو.
افغان ليكوال او تاريخپوه ښاغلى قدرت الله حداد ( فرهاد ) ليكي چې آزاد خان پر قوم سلېمانخېل بلل شوى. ځينې وايي ، چې دى پر قوم اندړ دى. اندړ او سلېمانخېل دواړه د غزني د پخواني لوى ولايت په شا و خوا کښې دي. په ايران کې د ده له نوم سره افغان او کله كله غلځى سلېمانخېل هم ليکي.
ازاد خان سلېمانخېل يا ازاد خان افغان زموږ د هېواد يو له لویو ملي ، سياسي او ټولنیزو شخصيتونو څخه دی. ازاد خان افغان د لوی احمد شاه بابا هممهالی وو ، چې د نادر شاه افشار له مړینې وروسته یې پارس ، ازربایجان ، ارمنستان او ګورجیستان سوبه کړل  ، همدا راز يې  د عراق ځینې سیمې په خپله ولکه کې راوستې .
د امریکایي لیکوال (( جان  . ر . پیري )) د کتاب د څرګندونو پر بنسټ ، ده دوه ځلي د پارس د هغه مهال پلازمېنه  اصفهان سوبه کړه. لومړی ځل څه د پاسه دوه کاله او دویم ځل هم د اوو میاشتو په شاوخوا کې د پارس يا د اوسني ایران د پاچا په توګه پاتې شوی دی.  د ده په نامه په اصفهان کې د پاچاهۍ سکه ووهل شوه او دی د ازاد شاه په نامه یاد شو. د ده د سکې د یو ډول سجعه داسې وه :
تا که آزاد درجهان باشد  -   سکهء صاحب الزمان باشد
اړینه ده وویل شي ، چې ایراني ، ګورجي ، ازربایجاني او ارمني تاریخونو ، د ازاد شاه افغان په اړه په ځینو پېښو او واقعيتونو سترګې او خولې دواړه پټې کړې دي. په دې برخه کې بیا ایراني، په تېره بیا اوسنیو ایراني تاریخونو تر نورو ټولو ډېره بخيلي ښودلې ده.
موږ د دغه ملي اتل د ځينو وزیرانو ، جنرالانو او نورو جګپوړو چارواکو نومونه دلته داسې يادولی شو ، لکه سپه سالار فتح علی خان افشار ، شهباز خان دنبلي ، بولندوی علم خان ، چې د ده د تره زوی وو ، دروېش خاکي شاه کندهاری افغان ، قاضي شیخ الاسلام ، لوی څارنوال دوست محمد خان افغان ، قاضي عمر ، خلیل خان افغان ، اختر خان افغان ، میرزا محمد جعفر اصفهاني ، بولندوی یوسف خان هوتک ، کلندر خان افغان ، سلیم پاشا، ابدال خان بختیاری ، خزر (خضر ) خان غلجی افغان ، صالح خان بیات او داسې نور.    
ازادشاه افغان يو مېړنی ، توریالی ، ډېر نیاومن ( عادل ) پاچا وو. په پارس او ازربایجان کې ده ۱۳ کاله هاند او هڅه وکړه او د یو لوی افغان دولت د جوړولو پلان یې درلود، د یو داسې افغان دولت، چې له عراقه نیولې د هندوستان تر ختيځو پولو پورې پراختیا ولري او ټول ولسونه پکې د ورورۍ سوله ییز ژوند وکړي. خو د ازاد شاه افغان دې لوی پلان نه یوازې ، چې د پارس او ازربایجان په کچه سرداران او مشران ، بلکې پخپله روسي او عثماني امپراتورۍ هم اندېښمنې کړې وې. ځکه چې په خپله د دغو دوو امپراتوریو ترمنځ پوله یا د اغېز د سیمو برید همدلته د کپکاز (قفقاز) په همدغه سیمه کې تېره شوې وه او له دوی څخه یې یوې هم نه غوښتل چې د ازاد خان په څېر یو هوډمن او ځواکمن شخصیت دې د دوی ترمنځ، یا د دوی امپراتوریو ته څېرمه یو لوی افغاني دولت رامنځته کړي. دا په خپله تومنه کې د دوی امپراتوریو ته د یوګواښ په توګه تعبيرېده. د پاچاهۍ په چارو کې له ستونزو سره د ازاد شاه افغان د مخامخېدو یو لامل هم همدغه دوه امپراتورۍ وې ، چې په ټولو شونو لارو چارو سره یې هڅه کوله ، د ازاد خان افغان ، چې پر ۱۷۵۷ ز کال له محمد حسن خان قاجار سره په ستونزمنه جګړه کې ډېر زیانمن شو ی وو ، د یو ځل بیا ځواکمنېدو مخنیوی وکړي. 
ازاد شاه افغان پر ۱۷۶۰ ز کال د پاچاهي له ادعا څخه د لاس اخيستو نه وروسته ، دوه کاله د ګورجیستان پاچا هراکليوس ( ارکل )، چې خور يې د ده مېرمن وه ، په دربار کې په قدر او عزت تېر کړل. پر ۱۷۶۲ ز کال یې د ایران له واکمن کریم خان زند ، چې د ده له سیالانو څخه وو او دا مهال يې ټول ایران یو موټی کړی او دی يې پاچا شوی وو ، سره پوخلاینه وکړه. کریم خان زند ده ته په خپل دربار کې ځای ورکړ ، دده ډېر قدر یې وکړ او د ژوند تر پایه د ده په دربار کې پاتې شو. ازاد شاه افغان د کریم خان زند په دربار کې د ده پر ټولو وزیرانو او مشرانو برتري درلوده او له کریم خانه وروسته دویم شخص وو. کریم خان به په لویو دولتي او حکومتي مسلو کې له ازاد خان افغان سره سلا مشورې کولې او په ټولو غونډو کې به یې له ځان سره پر څنګ کېناوه.
زموږ ملي اتل ازاد شاه افغان د کریم خان له مړینې دوه کاله وروسته پر ۱۷۸۱ ز کال په حق ورسېد. ((جان پیري)) لیکي ، ده وصیت کړی وو ، چې جنازه یې خپل هېواد افغانستان ته ولېږدول شي. سید علي ال داوود هم همدا خبره کړې ، خو دا يې هم ویلي ، لکه څنګه چې هغه مهال حالات ښه نه ول ، نو د ازاد شاه افغان جنازه افغانستان ته ونه لېږدول شوه. ډېر احتمال يې شته چې زموږ د هېواد د دغه مېړني او نومیالي شخصیت جنازه په شیراز کې خاورو ته سپارل شوې وي او یا هم ښایي ، چې د ایران په کوم بل ښار کې خاورو ته سپارل شوې وي. د ده او د ده د ټولو ملګرو ارواوې دې ښادې وي. امین ! 
سږ ۱۳۹۰ لمریز ، ۲۰۱۱ ز کال د ازاد شاه افغان د مړینې ۲۳۰ تلین پوره کیږي. دی زموږ د تاریخ یو ویاړ دی او پر موږ ټولو افغانانو ډېر حق لری. هیله من یم ، چې زموږ افغاني کولتوري منځۍ او بنسټونه به زموږ د دغه نومیالي یاد تازه کړي او په اړه به یې لږ تر لږه یوه لویه پوهنغونډه راوبولي.
یادونه : لوستونکي کولای شي ، چې د ازاد شاه افغان په اړه نور مفصل مالومات زما په اثر (( اعلیحضرت ازاد شاه افغان ))  کې ، چې اوسمهال د چاپ لپاره پېښور ته استول شوی ، ومومي.
په دې لیکنه کې زما له همدغه اثر نه کار اخیستل شوی دی.
روسیه - ولګینسکي
د ۱۳۹۰ لمريز کال د وري ۶
د ۲۰۱۱ ز کال د مارچ ۲۶
 
- محمدطاهرکاڼی
بېرته شاته