(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دښاغلى جهانى په ليکنه کې د...

لیک: ډاکټر عبدالرحمن زماني

دښاغلى جهانى « داعلیحضرت امانالله خان اصلاحات اوسقوط» په ليکنه کې دانگريزانو د لاس وهنې څخه مطلق انکار

د افغانستان د خپلواکۍ دگټلو د تاريخي او مهمې ورځې د ٩٣ يم تلين په درشل کې زمونږ د معاصر خوږژبي او تکړه شاعر او پياوړى ليکوال ښاغلي جهاني صيب مفصله مقاله د ډله ايزو رسنيو او ويب پاڼو له لارې خپره او د نورو زياتو هيوادوالو په شان ما هم ولوسته.

ښاغلي جهاني دا مقاله اصلاً د نن نه اته کاله مخکې، په جرمني کې د ٢٠٠٤ کال داگست دمياشتې په ٢١مه نيټه، دافغانستان دخپلواکۍ د پنځه اتيايمې کليزې په وياړ د «غازي امان الله خان- دافغانستان د خپلواکۍ ستورى» په نوم جوړ شوي کنفرانس ته «داعليحضرت امان الله خان د اصلاحاتو د ناکاميدو دعلتونو» تر عنوان لاندې استولې وه، اودا ځل يې يو څه بدلونونه او زياتونې پکې کړيدي.

ښاغلې جهاني د خپلې ليکنې په پيل کې د اعليحضرت امان الله خان ستاينه کوي او دخپل اولس له نيکمرغه کولو، عصري کولو او پرمخ بيولو سره د هغه ژوره، صميمانه او صادقانه ليونۍ مينه ستائي او هغه ديوه شاعر، هنر مند او نقاش د مينې سره مقايسه کوي.

زمونږ وتلې شاعر جهاني صيب د خپلې ليکنې يا څيړنې په لومړي سر (دوهم پراگراف) کې خپله فرضيه څرگنده کړې او وائي چې «اعلیحضرتاماناللهخان،چیپهنړۍکیدوختدترټولوستراستعماریطاقتپه مقابلکیدسرپورتهکولواودجنگداعلانولوپهافتخارخپلاولسپهجوشاوخروښاستقبالکړیاودغازيلقب يېورکړیو،خپلهغهاولسصرفدترقۍ،ازادۍاوپرمختگسرهدهغهدلېونۍمینیپهگناهدکافراولاټيپهنوم لهملکهوشاړه.»

دلته جهاني صيب د هغو کسانو دريځ غوره کوي چې (١) د ولس د داخلي او باندنيودښمنانو پرځاې، خپله افغان اولس د اماني نهضت د نسکورولو مسؤل بولي ، (٢) پرهغه د کفر او بى دينۍ  تورونه د اولس دپاڅون مهم او اساسى علتونه گڼي، او (٣) گواکې د هيواد څخه د وتلو انگيزه يې د کورنۍ جگړې او خلکو دوينو د توئيدو مخنيوې نه،  بلکه د سپه سالار محمد نادر خان په وينا بزدلي او غليم ته د ميدان خوشې کول بولي.

تر دې وروسته جهانې صيب په ډيرې حوصلې سره د خپلې دغې فرضيې د ثبوت دپاره په څه ناڅه ٢٦ مخونو کې د بيلابيلو مأخذونو څخه مطالب خوښ او رانقل کړى دي . ليکنه اصلاحاتو ته په لنډې اشارې سره بيا  د هغو په وړاندې غبرگونونو باندې غږيږي، او بيا ترې ددغو اصلاحاتو او اماني رژيم د ناکامۍ او سقوط اصلي علتونه راباسي، دا هماغه پخوانۍ نتيجه ده، خو په بدلو کلماتو او الفاظو. د ده په نظر د غازي امان الله خان د سقوط اصلي علت د هغه دوه سترې خطاوې وي، يوه په وروسته پاتې او بې تعليمه ټولنه کې د بې وخته اجتماعي او کلتوري اصلاحاتو طرح کول، او بل ددغو اصلاحاتو د عملي کولو دپاره د لازمې وسيلي يا قوي پوځ نه درلودل.

جهاني صيب دمخه د خپل دغه نظرد تأئيد دپاره ليکلې وو چې «وروستيو پيښو او اصلاحاتو او دنادرشاه، ظاهر شاه او داؤد خان کلونو وښودل، چې په افغانستان کې د پوځ او حکومت په زور تقريبا هر ډول اصلاحات ممکن دي او چې خلک لږ او ډير ورسره بلد شي، هرکلې يې هم کړى دى.»

جهاني صيب پرته لدې چې د اماني دورې په پرتله د تيرورژيمونود څه باندې نيمې پيړۍ اصلاحاتو په کچه او لاسته راوړنو لوستونکو ته معلومات ورکړي، يا د قندهار، شمالى، پکتيا او کنړ د پاڅونونو په ټکولوکې د پوځي طاقت داستعمال په انگيزو اوتلفاتو رڼا واچوي، او يا هم تر هغې وروسته د فرمانونو او پوځ په زورد تره کي او امين د گوډاگي رژيمونوتجاربو او د هغې پايلو ته اشاره وکړي، دغه مقايسه کړيده.

خو هغه څه چې ماته د جهاني صيب په ليکنه کې عجيبه او خواشينوونکي ښکاره شو، هغه دا نه وو چې داځل بيا جهاني صيب  خپلې هماغې پخوانۍ  نتيجې ته رسيدلې، بلکې د هغې په څنک کې هغه دا ځل د انگريزي استعمار د يوه وتلي پوځي جنرال، دسيمې په چارو کې د انگريزانو دسياسي کارپوه  او استخباراتي چارواکي، بريد جنرال پرسي سايکس  Percy Molesworth Sykes   د ليکنې په مرسته، په اصطلاح سره  د غازي امان الله خان د گناهونو پيټې نور هم دروند کړى دئ . هغه خپله اوږده ليکنه د سايکس په هغه تورختموي، چې ډير کسان به پرې د لومړي ځل دپاره د جناب جهاني صيب د قلم  له لاري خبر شوي وي-- د حبيب الله کلکاني دراوستلو د مسؤليت تور او گناه درته يادوم . هغه ليکي: « سرپرسیسایکسواییدتاریخپهمحکمهکيهغه [ غازي امان الله خان] ځکهمحکومدیچيپرافغانستانبانديدسقاودزویمصیبتدهنازلکړ.»

يوه پوه ويلي چې تاريخ هيڅکله قضاوت نه کوي، خو خپله سينه زمونږ په واک کي اچوي تر څو هغه وڅپړو، او د هغې څخه پټې پيښې راڅرگندې کړو. دا مونږ يو چې سم او يا غلط قضاوت کوو، دا مونږ يو چې په خپلو تنگو سترگو يواځې يو کوچنې ټکې وينو، او يا په پرانيستو سترگو د حقيقت د موندلو دپاره پراخه ساحه لټوو.

ديوې تاريخې مسئلې په مطلق سموالى ټينگار، نه يواځې داچې د تاريخ ليکني کار سختوي، بلکې د سم او ناسم ترمنځ د توپير د موندلو قابليت هم له مونږ څخه اخلي، په تيره بيا که تاريخي اسنادو ته د مراجعې پرځاې، پرته له تحقيقه د داسې کسانو نظريات ومنو، چې د خپل هيواد داستعماري گټو د ساتلوپه لاره کې د افغانانو او امان الله خان سره خپله دښمني او خاصه کرکه او نفرت هيڅکله هم نه پټوي، بلکې دائي مسلک او وظيفه هم ده، لکه تيتلر فريزر او د جهاني صيب نوې کشف شوې ليکوال پرسي سايکس.

زه نه غواړم دلته په ليکنه کې د بيلابيلو تاريخي پيښو او حقايقو د مسخ کولو او يا غلط وړاندې کولو په هکله تبصره وکړم، خو لازمه ګڼم په ټول هغه احترام سره چې جهاني صيب ته يې لرم، دده پام يوې مهمې او جدي مسئلې ته راواړوم، او هغه پدغه ليکنه کې د انگريزانو د دسيسو او توطئو څخه مطلق انکاردئ . د جهاني صيب په ١٨٩٤١ لغاتو مشتملې دغې ليکنې کې يو خل هم د انگريزانو يا انگليسانو نوم ذکر شوى ندى. برټانيې ته درې ځل، هغه هم د برټانوي استعمار څخه د استقلال د گټلو، افغانستان او برټانيې ترمنځ پولو، او برټانوي هند د خاورې په اړه اشاره شويده.  

داماني دورې د پرمختيايي اصلاحاتو د بيلابيلو اړخونو او ابعادو څيړنه، داصلاحاتو سره د اغتشاشاتو تړاو، د اصلاحاتو په وړاندې د غبرگون په ترڅ کې دافغان اولس او د امتيازه بې برخې شوې حاکم قشر او د پرديو دگمارل شوو عناصرو تر منځ د کرښې بيلول، پر غازي امان الله خان د شخصي تيري او د هغه داصلاحاتو په اړه د انتقاد او نيوکو تر منځ توپير، د اماني اصلاحاتو د ناکامۍ او د اماني رژيم د سقوط تر منځ فرق، او د اماني نهضت د ماتې د کورنيو او باندنيو، اصلي او فرعي عواملو او عاملينو پيژندنه او تحليل، ځانگړي بحث ته اړتيا لري.  البته دا بحث مهم هم دئ چې که د خداې رضا وه ډير ژر به يې پيل کړو. خو زه دلته يواځې د انگريزي استعمارد دسيسو او توطئو او لاس وهنو څخه د جهاني صيب مطلق انکار ته گوته نيسم، او په ډيره لنډه توگه د ليکوال او محترمو لوستونکو پام يو څو مهموغټوټکو ته اړوم :

1.داماني رژيم په نسکورولو کې دباندنيوعواملو رول

پدې کې هيڅ شک نشته چې دغازي امان الله خان د رژيم په مقابل کې دوه ستر شورشونه شوي وو، لومړى د منگلو شورش او بيا د ١٩٢٨ کال شورش، د کومې په نتيجه کې چې د اماني رژيم دسقوط زمينه برابره شوه. د انگريزانو په شمول دباندنيو او افغاني مؤرخينو اکثريت په دغه شورشونو کې د باندنيو (خارجي) عواملو او پردو لاس وهنو، لمسونو اودسيسو يادونه کوي، خو فرق دومره دئ چې ځينې دا باندني عوامل د رژيم د نسکورولو عمده او اصلي دليل گڼي او يو شمير يې هم فرعي علت بولي. خو جهاني صيب ليکي چې «په افغانستان کي، د امان الله خان په مقابل کي ټولي ستونزي د هغه د اصلاحاتو سره د ملایانو، حضرتانو، پیرانو او د زړو فکرونو د څښتنو سردارانو د اختلاف له امله را پیدا سوې.»

2.دانگريزانو د دسيسو او لاس وهنو څخه مطلق انکار

د انگريزانو په گډون ټول باندني او کورني مؤرخين دا قبلوي چه دغازي امان الله خان دواکمنۍ په ټول دوران کې د انگريزانو او افغانستان مناسبات دستونزو او مشکلاتو ډک وو. داچې انگريزانو د امان الله خان څخه ولې نفرت درلود، ولې د هغه د وژلو، د هغه پر ضد د کودتاوو او د هغه د رژيم د نسکورولو په لټه کې وو، او ولي يې د بريتانوي هند په گاونډ کې يو خپلواکه او آباده افغانستان موجوديت زغملاې نشو، او د هغه د رژيم د نسکورولو دپاره يې څه ډول هڅې کړې وې، ددې ليکنې د هدف او حوصلې څخه بهر موضوع ده. زه پدې برخه کې جهاني صيب ته بلنه ورکوم چې د افغان جرمن آنلاين د پورتال په آرشيف کې، د www.afghan-german.com/tahLiLha/EditAutor.aspx?77  په پته،  ددې قلم هغو ليکنو ته مراجعه وکړي چې د «توطئه هاى انگليس عليه حکومت امانى» تر عنوان لاندې نشر شوي، او په لسهاوو معتبره اسناد پکې وړاندې شويدي. پدې مقالو کې په خاصه توگه دالاندنۍ مقالې د يادولو وړ دي:

–        انگليس هانميخواستند شهزاده امان الله خان جانشين امير حبيب الله خان شود.

–        ستراتيژى جنگى انگليس ها در جنگ ١٩١٩ از بين بردن غازى امان الله خان را نيز در بر داشت

–        انگليس ها کوشيدند جنگ سوم افغان انگليس را بى ارزش جلوه دهند

–        انگليس ها ادعا کردند که گوياپيشنهاد متارکه توسط غازى امان الله خان  صورت گرفته است

–        مرور مختصر تاريخچۀ  فعاليت هاى جاسوسى انگليس در افغانستان و شبه قارۀ هند

–        عاملين يا ايجنت هاى مسلمان انگليس در کابل

–        نمونه هاى از فعاليت هاى تخريبى وجاسوسى بريتانوى در افغانستان

–        عبدالواحد شينوارى يا مستر ويد آستراليائى يکى ازمهره هاى مهم توطئه هاى انگليس

–        حمايت دولت امانى از قبايل سرحدى و مبارزات آزاديخواهان هند نفرت انگليس ها را بيشتر ساخت

–        انگليس ها از ائتلاف احتمالی غازى امان الله خان وملی گرايان هند ترس داشتند

–        جنبش هجرت مسلمانان هند يا تلک ديگرى از دسايس انگليس 

–        عزيز هندى کى بود و براى کى فعاليت ميکرد؟

–         دسايس و توطئه هاى انگليس در قبال روابط افغانستان و روسيه

–         توطئه هاى انگليس براى جلوگيرى از تأسيس مناسبات سياسى افغانستان با امريکا و جهان    

–        توطئه هاى ترور و ازبين بردن اعليحضرت امان الله خان غازى

–        ترور شخصيت و سؤقصد بر جان غازى امان الله خان بعد از ترک وطن نيز ادامه داشت

–        اثرات رفتن غازى امان الله خان به حج

–        اقدامات انگليس ها به تعقيب کشته شدن محمد نادرشاه

–        تقاضاى دستگيرى امان الله خان از دولت ايتاليا

–        نظارت مشترک دستگاه هاى استخباراتى و ديپلوماتيک بر فعاليت ها و حرکات غازى امان الله خان

–        افغان هائى که تحت تعقيب انگليس ها قرار داشتند

–        همکارى عملى انگليس ها با رژيم کابل ...

–        جلوگيرى از نشرات مخالف رژيم خاندان محمد نادرشاه

داماني رژيم د سقوط د عواملو په هکله د افغانانو اکثريت وائي چې دا دانگريزانو طرحه او دسيسه وه. د اغتشاش په وخت کې اکثره باندني څارونکي هم د انگريزانو په دسيسو او توطئوباندې تأکيد کوي. په دې ډله کې هغه کسان هم شامل دي چې جهاني صيب په خپله ليکنه کې د هغو د آثارو څخه استفاده کړې، خو پدې هکله يې هيڅ اشاره نده کړى .

انتوني هاى منانگليسي څيړونکې او د اوسني افغانستان د تاريخ کارپوه، چه په ١٩٩٩ کال کې په لندن کې مړ شو، وائي چې د شاه امان الله سره د انگريزانو د مخالفت څخه د مصاحبانو کورنۍ گټه واخيسته. هغه وائي چې پدې کې هيڅ شک نشته چې دشاه امان الله د واکمنۍ په نسکورولو کې د بريتانيا د امپراتورۍ دښمني، يو علت وو.(١)

3.د حبيب الله کلکاني د مصيبت د نازلولو مسئوليت

دگڼ شمير اسنادو او شواهد په استناد، دغازي امان الله خان واکمني ددوامدارو باندنيو او کورنيو توطئواو دسيسو په نتيجه کې کمزورې شوه. د انگريزانو د بريتانوي هند د دفترد آرشيف د گڼ شميرهغو اسنادو څخه چې اوس د محرميت څخه راوتلي، څرگنديږي چې د امان الله خان د  رژيم سقوط او د هغه پرځاى د انگريزانو د خوښې د يوه بل کس راوستل د افغانستان او سيمې دپاره د انگريزانو د ماسترپلان يوه برخه وه.

هماغه ليون پولادا، چې جهاني صيب ترې څو- څو ځله په خپلې ليکنې کې يادونه کړې، عقيده لري چې دانگريزانو په نظر د امان الله خان فعاليتونو بريتانوي هند ته درې گونې خطرې متوجه کولى: امان الله خان عقيده درلوده چې افغانستان يو مستقله دولت دئ او حق لري چې د [بريتانيا رقيب] شوروي اتحاد سره دوستانه روابط ولري; همدا شان هغه ديوه مستقل مسلمان دولت د پاچا په حيث وجيبه لرى چې په هند کې د انگريزانو په بند کي دخپلو مسلمانو ورونو ملاتړوکړى; او د ډيورند د کرښې بلې خواته هغو قومونو سره روابط مجاز گڼي، کوم چې د افغانستان سره نژادي، مذهبي او تاريخي تړاو لري، او بريتانياهم د ١٩٢١ کال په معاهدې کې پر دغه حقيقت اعتراف کړې او هغه يې دافغانستان طبيعى حق بللې دئ .

د افغان ليکوال سيد قاسم رشتيا په وينا د انگريزانو د ماسټرپلان ټول کارونه په سمه توگه پرمخ تلل، خو دامان الله خان څخه محمد نادرخان ته دقدرت مستقيم انتقال مطلوبه نتيجه نه ورکوله او سم نه وو، نو ځکه بايد يو حائل دولت رامنځته شوې واى، او له همدې امله د سقاو په ځوې مشهور حبيب الله خان کلکاني ددې کار دپاره غوره قرباني وبلل شو.  د هغې د مؤقتي برياليتوب دپاره استعماري قواوو او  کورنيو «تاريک انديشو» د شمالي د شورش د مرستې دپاره ټولې قواوې په کار واچولې، تر څو اماني دولت د ماتې سره مخامخ او حبيب الله دافغانستان دپاچا په توگه د قدرت پر گدۍ کينوي. دلته يوه ټکي ته توجه په کار ده او هغه د امان الله خان د مترقي دولت پر ځاى د يوه حائل او انتقالي دولت دراوستلو مقصد وو. هغوې نه غوښتل چې دنادرخان هلې ځلې د امان الله خان د سلطنت ختمول وگڼل شي، بلکې دا بايد د وطن د نجات او اوږدو گډوډيو او شورشونو څخه د هيواد خلاصون وښودل شي. پدې ترڅ کې د بريتانوي هند د حکومت د پلانونو عملي کولو دپاره د سردار شيراحمدخان، سردار فيض محمد خان ذکريا او محمود سامي په شان د مشاورينو يوه کړى هم د حبيب الله کلکاني څخه راتاوشوې وه. (٢) استاد خليل الله خليلې وائي چې ، خداى غوښتل [ په حقيقت کې انگريزانو غوښتل] چې د سلطنت ټول مدعيان د حبيب الله کلکاني په لاس له منځه يوړل شي، او هغه بيا د نادر خان په لاس له منځه لرې شي.   

دلته په غازي امان الله خان باندې د حبيب الله کلکانى د راوستلو تورهغه تور سره ورته دئ چې د غازي امان الله پر نږدې همکار، محمد ولي خان دروازى،  ولگول شو، او د امان الله خان پر ضد د حبيب الله کلکاني د مرستې په توراعدام شو.

ښه به داوي چې دشورشونو په هکله د غازي امان الله خان خپل نظر ته هم وگورو. په کابل کې د وخت دروسيې سفير، ستارک، د ١٩٢٨ کال د نومبر  په ٢٥ مه نيټه د غازي امان الله خان څخه وغوښتل چې خپل حضور ته يې ومني، او د اوضاع په هکله ورته معلومات ورکړي. «پاچا ورته پرته له کومې مقدمې په کلکه وويل چې شورش د انگريزانو په لمسه شوې او هدف يې د هغې [امان الله خان] له منځه وړل دي ». ستارک ليکي چې «ترکومه ځايه چې د شورش په [نورو] عواملو پورې اړه لري، پاچا ټينگار وکړ چې پرته له دغه اصلى عامله، د اصلاحاتو څخه دخلکو د رضايت کموالې، او دهغه څخه د انگريزانو استفاده او په اطرافو کې داصلاحاتو غلطه معرفى او په ناوړه ډول  د هغو اجراکول هم  رول لوبولې دئ.»(٣)   

4.په غازي امان الله خان د کفر او لاتي توب تور

د کورنيو او باندنيو تاريخ ليکونکو اکثريت په گډه عقيده لري چې د مذهبي مشرانو سره د غازي امان الله خان مشکلات ديني مشکلات نه، بلکې سياسي مشکلات وو. د مثال په ډول پولادا ليکې چې  «  ملايانو په لومړي سر کې ځکه دغازي امان الله خان طرفداري او ملاتړ کاوه چې هغه د ترکانو پلوي، او د انگريزانو مخالف ؤ، او د پان اسلاميزم سره يې همکاري کوله. خو وضعې کرار- کرار تغير وکړ او ځينو ملايانو د هغه په هکله خپل نظر بدل کړ. ددې بدلون علت د امان الله خان دمذهبى عقايدو کمزورتيا نه وه، او ملايان پوهيدل چې امان الله خان يو مذهبي سړى دئ. واقعي علت د امان الله خان د پاليسيو څخه د هغوې ويره وه. پدغه پاليسيو کې ديوې منظمې او فعالي اداري دستگاه جوړول شامل وو، کوم چې په دوو سطحو کې د مذهبى مشرانو گټې د خطر سره مخامخ کولى. په ښارونو او حکومتى مرکزونو کې مذهبي مشرانو د قاضيانو، مفتيانو او محررانو دندې سرته رسولې، اوددعواگانو د فيصلو او رشوت له لارې يې  دوامداره عايدات درلودل.  هغوې پوهيدل چې د قانون په چوکاټ کې ديوې پاکې اداري دستگاه جوړول،  د هغوې سياسي او اقتصادي نفوذ ته زيان رسوي.

په کليوالو سيمو کې د تعليم او تربيې اصلاحات ، کوم چې غازي امان الله خان په ټينگه تعقيبول، د ملايانو د گټو سره ټکر کاوه. برسيره پردې، دمالياتو دټولولو او عسکري خدمت ته دجلبولو په شان اداري اصلاحاتو، د ملکانو گټې د خطر سره مخامخ کولې .  سره لدې چې دغو اصلاحاتو د مذهب سره هيڅ رابطه نه درلوده، خو ملايان چې په کلو کې د ملکانو او خانانو د اقتدار طبيعي شريکان وو، له دغو اصلاحاتو څخه زيانمن کيدل، نو ځکه يې خپلو شکاياتو ته مذهبي رنگ ورکاوه.

استاد فضل غنى مجددى ، چې هم د امان الله خان په سختې مخالفې مذهبي کورنۍ پورى اړه لري، او هم د تاريخ په څانگه کې د ماسټرۍ په درلودو سربيره، په اسلامي فقه کې زياتې څيړنې او آثار لري « داسلام ددين په هکله د امان الله خان شخصي دريځ، چې مخالفين يې د اسلام سره مخالف او ددين د کړۍ څخه وتل تعبيروي، له انصافه لرې بولي. هغه وايي مونږ پدې برخه کي د هغوې د مخالفينو سره ملگرى نه يو، او د څيړنو په ترڅ کې پوه شو، چې امان الله خان د خپلو نيکونو په پرتله په ديانت کې ښه دئ. امان الله خان د شرابو په څکلو او معشوقو په درلودلو کې شهرت نلري.  دحجاب لرې کول، کفر گڼلاې نشو»(٤). مجددي صيب په يوه بل ځاې کې ليکي چې زه  دخپلو نيکونو په اسنادو کې دهيڅ  کوم داسې سند په لوستلو بريالې شوې نه يم، چې امان الله خان ته يې کافر ويلي وي .    

«استا اولسن»  مشهور دنمارکي اسلام پيژندونکې د روحانيونو رول څيړي او د غازي امان الله خان سره د هغوې د مخالفت په هکله ليکي چې امان الله خان په خپل وروستي سفر کې د ترکيې د مصطفى کمال او ايران د رضاشاه د ځواکمنو پلانونو څخه د الهام په اخيستلوخپلې هيلې د ١٩٢٨ کال د اگست دمياشتې په لويې جرگې کې يوزر کسو گډون کونکو ته وړاندې او د افغانستان د اقتصادي او ټولنيز چټک  پرمختگ دپاره يې خپل اصلاحى ريفورمونه مطرح کړل . دغو پروگرامونو په افغانستان کې د روحانيت د قدرت زړه په نښه کړې وو. پدې کې د ملايانو زده کړې، دقاضيانو د مکتب تأسيس، د غير مذهبي مدني قوانينو جوړول، په مکمله توگه  دوقف لغوه کول، په اردو کې دپيرۍ او مريدۍ د سلسلې له منځه وړل، او د «ديوبند» د مدرسې پر ملايانو بنديزشامل وو، چې محافظه کارو مذهبي مشرانو هغه د ځان په وړاندې د

 
 

جنگ اعلان گاڼه.

5.د غازي امان الله خان د سلطنت په سقوط کې د انگريزانو لاس

د بريتانوي هند داستخباراتو دگڼ شمير  اسنادو څخه څرگنديږي چې د خوست داغتشاش د ناکامۍ څخه وروسته انگريزان د کودتا او غازي امان الله خان پرځاې ددوې د خوښې ديوه تن دراوستلو په فکر کې شول. پدې ترڅ کې يو سند د ١٩٢٧ کال د جون د دوهمې نيټې هغه تلگرام دئ چې ددغه کار پر پايلو، د  نادرخان په چانس او د غازي امان الله خان د مور دغبرگون په هکله، چې زيات نفوذ يې درلود، نظر څرگندوي .   گولډ پدې  تلگرام کې ليکي چې  « لومړى : ما سره داسې هيڅ دليل نشته چې فکر وکړم  عليا حضرته [ د غازى امان الله خان مور]  به د خپل گران ځوې  په وړاندې مخالفت يا توطئې کې برخه واخلي، مگر داچې امير يوه داسې لاره غوره کړي ، چې  د هغې دمور په نظر وژونکي ثابته شي ، او خپل ټول نفوذ سره د هغې مخه ونشي نيولې . که چيرې امان الله ديوې کودتا قرباني شي،  نو شايد هغه د عنايت الله خان او يا پاينده خان د کورنۍ د کوم بل کس پرځاې ، خپل وراره او زوم، علي احمد، ته ترجيح ; دوهم : زما دمعلوماتو مطابق، د علي احمد او سلطان محمد خيل [ د نادرخان کورنۍ) تر منځ مناسبات ښه نه دي، او هغه به هم دغې کورنۍ سره ملگرتوب ته زړه ښه نکړي، مگر داچې د هغه مقام يوه ټينگ تهديد سره مخامخ شي .»

انگريزي استعمار د بريتانوي هند تر څنگه يو قوي او پرمختللې افغانستان زغملې نشو، او تل يې غازي امان الله خان په هندکې د خپلې سلطې په وړاندې يو ستر گواښ گاڼه .  له همدې امله دوې تل د هغه د رژيم د نسکورولو دپاره بيلابيلې دسيسې او کوښښونه وکړل .

داصلاحاتو په نتيجه کې د روحانيونو، سردارانواو خانانو په گډون متنفذو ډلو خپل مطلق صلاحيتونه، امتيازات او مستمري تنخواگانې له لاسه ورکړى او د رژيم په مخالفينو بدل شول . ددوې تر څنگه د سردارانو او فاسدوغوړه مارو درباريانو خيانت، په دربار کې دننه ډلو ټپلومخالفتونو او رقابتونو، اود مصاحبانو د کورنۍ فعاليتونو،  اماني رژيم کمزورې کړ. انگريزانو دغوحالاتو څخه گټه پورته کړه او دعوامو د مذهبي عقايدو څخه په ناوړې استفادي، او د ملکې ثريا د عکسونو په بدلولو، چاپولو او خپرولو سره يې د شورشونو او اغتشاشاتو په اور تيل وروشيندل، او مرکزي حکومت يې کمزورې او بې ثباته کړ.

د بين المللي مطبوعاتو رپوټونه، په ميرانشاه کې د « بريتانوي هوائي قواوود د کارکوونکى"شاو" په بدل نوم» د انگريزانو د مشهور جاسوس لارنس موجوديت، داغتشاش په دوران کې د بيطرفۍ د سياست په  بهانه د انگريزانو څرگند جوړ شوې خنډونه، پر کابل باندې د مخالفينو د حملې په وخت کې، د ښار دپاسه دانگريزي طيارو گرځيدل او د گواښه ډکو پاڼو شيندل، دحبيب الله کلکاني سره د انگريزانو دسفير کتل، دانکريزانو په سفارت کې د حبيب الله کلکاني د ټپونو علاج، په کابل کې د انگريزي سفارت د کارکوونکو دسيسې، د عبدالواحد شينواري (مستر ويد آستراليائى) او نورو انگريزي جاسوسانو فعاليتونه، داماني نهضت په وړاندې د انگريزانو د دسيسو د پټ ساتلو د کوښښونو رسواکيدل، او داسې نور، د کورنيو عواملو په څنگ کې د اماني نهضت په سقوط کې د انگريزانو د ستر رول څرگندونه کوي، چې تفصيل به يې په جلا بحث کې ذکر شي.

پدې کې هيڅ شک نشته چې غازي امان الله خان هم يو انسان او هم ځوان وو، او پرته له عيبه او اشتباه به نه وو.  هغه په ډيرې بې صبرۍ سره غوښتل د خپل ملت د هوساينې او خپل هيواد د ترقۍ او پرمختگ دپاره ژر تر ژره خپلو لوړو او انساني اهدافو ته ورسيږي . هغه په ځينو مواردو کې په فرعى او غير اساسي اصلاحاتو هم لاس پورې کړ. خوداچې پر هغه انتقاد کوونکي، د هغه درژيم د سقوط نه وروسته، پرته لدې چې  اصلاحى پلانونه تجزيه او تحليل کړي، پر هغه شخصى نيوکې کوي، او هغه ملامته کوي، او د حبيب الله کلکانى د نازلولو تور هم پر هغه لگوي، له واقعيته لري ډيره ستره بې انصافي ده.

[1][1]. انتوني هايمن افغان پيژندونکې انگريز او د «افغانستان د شوروى  تر سلطې لاندې» کتاب ليکونکې سره د بى بى سى د دري څانگې د ظاهر طنين  مرکه (افغانستان در قرن بيستم، ص ٥٧).

د ١٩٢٨ کال ددسمبر دمياشتې دانگريزي سرکار هغه ليک چې په افغانستان کې د يوې غورځيدلې طيارېد انگريزي افسرانو د مرستې په بدل کې د ډير انعام اعلان کوي

٢رشتيا، سيد قاسم (د سيدال يوسفزى په مستعار نوم) (١٣٧٨). نادر چگونه به پادشاهى رسيد؟  دميوند نشراتي مرکز، سبا کتابخانه.

٣. د شوروي دخارجي سياست اسناد، ١٢ ټوک، ٥٦٣-٥٦٤  مخونه (د ولودارسکى، ميخاييلليکنې او دعزيز آريانفرد ژباړې  (٢٠٠١)،د ١٩٥ مخ په حواله).

٤.  مجددى، فضل غنى (١٩٩٧)،افغانستان در عهد اعليحضرت امان الله خان ٣٣٠مخ.

دامانې نهضت تر سقوط وروسته  دانگريزانو د خوښې د جوړ شوي حکومت په لاس د نوي تأسيس شوي  «جمعيت العلما»  د پنځو مادو هغه لومړنۍ اعلاميه چې د ١٣٠٩ کال د اسد دمياشتې په ٢٩مه (د ١٩٣٠ کال داگست دمياشتې په ٢٠مه) نيته خپره شوه 

۱ ) هر که با پادشاه بیعت نکند و بمیرد ، مرگ او مرگ جاهلیت است .

۲ ) خداوند بعد از بیعت ، اطاعت و معصیت امر پادشاه را بر اطاعت و معصیت امر خود مساوی فرموده .

۳ ) خداوند میفرماید : .. جمیع اوامر شرعیه پادشاه را خواه محبوب باشد یا مکروه اطاعت کنید .....!!

۴ ) پیغمبر وجود پادشاه را ظل الله حس کرده اهانت او را اهانت خدا تعریف کرده.

۵ ) زجرباغی و طاغی پادشاهی را مساوی بکفار به قتل بالسیف امر میدهد که ایشان را بقتل برسانید

 

(پاى)


Written by: Dr. Abdul Rahman Zamani

- بېرته شاته