Adab au Hunar / شعر، ادب او هنر
هاغه شملور پښتانه
پالي!
د ورغوي کرښې مې مه ګوره
پرونی جلال او وسنی زوال پکې پخپله کتی شم
پالي!
زه د پرون په نشه مست یم نن راته نه ښکاري
پالي!
زه د نیکه شمله ستایم او د نمسي په سیرې ګریوان يې د وینې څاڅکی او د اوښکو رودونه نه وینم
پالي!
زه نور هیڅ کار نه لرم
بس بس بس
قبرونه ستایم او قبرونه کنم
پالي!
بڼ ته مې کارغان ځکه راغلي
چې
زه وروڼه حلالوم
دلته غوښې ډیرې دي
زه زه
د خپلو بازونو ښکار کوم
پالي!!
زما د ورغوي کرښې بدبخته دي زه يې وس پخپله هم نه ګورم -دا ورغوی او دا کږې کرښې ګل کري ازغي پکې خښیږي
پالي!
بیګا مې خپل پال کتلی -په دې رسیدلی یم چې ددې کږوکرښو سرونه ټول د مقتل دروازې ته رسیدلي -او هلته ولاړ جلاد زما د بابا ځوی وو
نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه
عندلیب
نن چې د یو کوره لوګی د تنور پورته نه شو
ما وې که خلک له دې کلي نه په کډه تلي
د بر کنډاو په تور ګړنګ توره خارو ناسته وه
خو د پخوا په شان په خله کې ي سندره نه وه
په هر پټي کې مالکونډۍ او کاريزې ولاړې
دسرو غانټولو قطارونه په نظر نه راتلل
دسرو منګو ماتو کودرو راته ځکه ژړل
چې ي په خوا کې د ګودر په سينه اور بلېدو
نه درمندونو کې رشې وې نه دلۍ ښکارېدې
نه په ډبه باندې پيتاوی ته د خلکو ټولګی
شاړې حجرې د پخوانی دور ارمان کولو
دوړو ته زوړند وو يو ګټ کې بې تارونو رباب
نه مې د توت سيوری ته کټ نه مې چيلم وليدو
نه کروندې وې نه لوونه په اشرو کيدل
نه د قلبې تکړه غوايان شته د ديقان په کور کې
هغه ايوه شته نه جغ او نه خاښۍ چرته کې
نه د چرګۍ په غاړه بيا کوړمه راغونډه شوله
نه په خانک کې شته ليټۍ نه د غوړو ډنډونه
نه د رباب او منګي غرب شته نه ژړا د ستار
نه د غرسه جانان شپيلۍ زما تر غوږو شوله.
نه چلغوزي شته د نخترو نه پرګی د سيړو
نه مې شپونکے وليده نه هغه رمې په غره کې
نه په ودونو کې دسرو لاسو اتڼې کيږي
نه مې د غم په وخت کې ساندې تر غوږونو شولې
نه په اخترو کې سيلونه او ټالونه شته دی
نه دېوالګو باندې د ګوتو د مټۍ ګلونه
نه په شپلونو باندې شته د لولکو سيلونه
نه په نکريزو سره لاسونه نه خالونه په مخ
نه مې اوګۍ نه مې چارګل نه مې پيزوان وليده
نه د کخي خله کې ټپه شته نه جواب د ټپې
نه پورې چم کې د تنمبلونو اوازونه خيژی
نه مې په دې سيمه د دروزې څپلۍ ولېدلې
نه اوس په ژرنده کې دانو ته خلک شپې روڼوي
نه ترېو لاوڼ شته نه پيتي او نه کټوۍ د شومبلو
نه د ميچنو تاويدلو اوازونه شته دی
نه غلبيلونه شته دی نه هغه چجونه چرته
نه په توڼو او دروازو باندې ژور ګلونه
نه نظرماتی له لوګی شول سپيلنی او نمير
نه مې جرګې شته نه مې هاغه شملور پښتانه
نه هغه يار شته چې د يار په سر کي سر ورکوي
ما عندليب له خپل زړګي دا مشوره راکړله
نامرده ځه له دې وطنه دلته څه پاتې