(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افتخار

نه پوهيږم څو بجې وې، لا سهار شوى نه و چې د موبايل تيلي فون پرله پسې زنگونو راوېښه کړم. سلامونه يې وويل، ما يې لا غږ نه و سهي کړى پېغور ډوله يې وويل:

- بس نو په لندن کې دې موږ اوس هېر کړي يوو، ودې نه پېژندم؟
وبخښئ د تيلي فون غږ سم نه راځي.
عزت الله يم، د حاجي صاحب زوى
څوکاوس خپل کاکا ګان هم نه پيژنې؟
لا مې هم نه و پېژندلى خو له شرمه مې داسې وښودل چې پوره يې پېژنم: ښه ښه، کور کې کراري ده هر څه سم دي، موږ ټول دې په غږ افتخار کوو حاجي صاحب ويل زنگ درته ووه او حال دې واخلم.
را په ياد شو، زما مشر کاکا ته به يې حاجي صاحب ويل. وم پوښت:
کاکا دوى ښه دي
هو ټول ښه دي، په دې کارډ کې مې کرېډېت ختميږي حاجي صاحب غواړي حج ته ولاړ شي نو ويل يې تا ته زنگ ووهم چې يو څه پيسې ورته راوليږې.
تيلي فون بند شو.
کاکا گان مې سترگو ته ودرېدل.
***
تړکنده غرمه وه. کاکا خېل ټول په خپلو خونو کې پکوته ویده وو. زه تږې وم. له خوبه لکه جل وهلې را پاڅېدم. دهلېز ته را ووتلم. د مېلمنو له خونې وروغږونه را تلل. له ځانه سره مې ويل نن خو یوازې موږ د کاکا مېلمانه یو نور څوک خو نشته. غږونه د چا دي.
تنده مې زوروه وه. فکر مې پرېښود. د انګورو له تاکونو سره نژدې کوهي ته ورغلم. څنګ ته يې اېښي ټول منګي تش و. ژر ژر مې یوه ډولچه اوبه له کوهي را و ایستې. کوچنی شین خټین منګی مې ډک کړ. پاتې ډولچه مې پر سر را واړوله. ځمکه لکه سور اور توده وه. لوڅې پښې يې را سوځولې. په پوندو بېرته چټکه دهلېز ته لاړم.
د مېلمنو له خونې هماغسې پس پس راته. ورغلم، نژدې مې غوږ ورته ونیوه. غږونه اشنا وو. مور او درې کاکا ګان مې وو.
مور مې په ژړغونې غږ ويل:
- همدا دوې بچیانې مې دي. زما ګناه خو نه ده چې کونډه یم. زه غواړم له دوى یو څه جوړ کړم. د پلار مینه خو يې نه ده لېدلې. زه خو یو څه وکړم. وایم دا مکتب به پرې ووایم. په همدې یو شي به مې یادوي او دعا به را ته کوي.
زموږ د کوم یوه لور دوکتورا اخیستې چې پاتې بیا ستا شوې.
- خورې اوس وخت د مکتب نه دی. حالات ښه نه دي. دا ستا د لوڼو د عزت خبره ده. کورونه به يې اباد شي. مور مى نه قانع کيده:
- لالا ماشومانې دي. لا ١٥ نه دي. وايي په دې عمر يې ذهن ښه وي. څه ژر زده کوي.
- پرېږده مکتب مکتب. څه د پروفېسر غبرګونې خو نه دي. ور يې که چې پرده يې خوندي شي!
د مور غږ مې داسې و لکه زارۍ چې ورته کوي:
- ډېرې کوچنې دي. تر دا شپږمه خو به يې پرې ووایم.
کاکا گانو يو ځايي په لوړ غږ خبرې شروع کړې:
- که غواړې جنازه دې خپلوان قبر ته کښته کړو نو زموږ عزت ته وګوره. ورکړه لوڼې دې په خپل بخت وسپاره. کونډه ښځه يې. د لوڼو عزت دې خوندي کړه.
په خونه کې خاموشي شوه. داسې غږ مې واورېد لکه څوک چې راپاڅيږي. ما منډه کړه. په هغه شپه مې مور کالي پټ پټ ټول کړل او راته ويل يې چى سهار به ښار ته په کډه ځو...
اګست/۲۵ ۲۰۱۲کال

 

- بېرته شاته