د جواب جواب
حضرت زبېر زبېر
د "پاڅون" د مئ جون 2012 ء په ګڼه کښې چې ما د خېبر پښتونخوا د پرائمرۍ سکولونو د پښتو د نوي نصاب په رڼا کښې مرتب کړي شوي درسي کتابونو د نظم د برخې (د نثر جائزه به هم اخستل غواړي ) جائزه اخستې ده د هغې په جواب کښې فېض الوهاب فېض صاحب "د جائزې جائزه" د سر خط لاندې ليکل کړې دي د پښتو د قومي نصاب د جوړونکو، جاج اخستونکو نوموړو ماهرانو نومونه يي ليکلي دي ما هيڅ کله هم د پښتو په قومي نصاب اعتراض نۀ دے کړے بلکې د "پاڅون" د نومبر دسمبر 2010ء د ګڼې اداريه کښې د "پاڅون" ادارې دغه کارنامه ستائيلې ده
زما مضمون کښې سوال دا راپورته کړے شوے دے چې د ماشومانو درسي کتابونو کښې صرف د يو يا دوۀ شاعرانو ( چې خپلو کښې دوستان دي) نظمونه په ګڼ شمېر کښې چې زما په جائزه کښې يې تفصيل موجود دے ولې ورټومبلي شوي دي.؟ ولې فېض صاحب دغه سوال ته د جواب ورکولو کوشش نۀ دے کړے او درسي کتابونه چې د کومو مرحلو نه تېريږي د هغې داستان يې بيان کړے دے.او د خپل محسن "ماهر مضمون "په "شايانِ شان"تعريف کولو يې د دوستۍ حق ادا کړے دے
ما چې کله خپل ذکر شوے مضمون وليکلو نو دا احساس راسره وۀ چې دا چونکې تنقيدي مضمون دے نو د مشاورتي بورډ د ممبرانو نه مې رايې واخسته او بيا مې د هغوي د رايې مطابق د رسالې د نګران ډاکټر اسرار صېب په اجازت چاپ کړو .اوس افسوس دا دے چې فېض صېب چې دا کوم ګڼ شمېر نومونه د درسي کتابونو د جاج اخستو په لړ کښې ليکلي دي په دې دومره ماهرانو کښې يو تن هم د درسي کتابونو د مرتب کونکو دې بې قاعدګۍ ته خيال نۀ دے کړے
بهر حال هر څو کۀ مونږ تنقيد د ژوند او ادب د ترقۍ دپاره ضروري ګڼو تنقيد برداشت کول ډېر ګران کار دے په تنقيد خلق هم خفه کېږي او هم غصه کېږي لکه چې د فېض صاحب د ليک د انداز نه به هر چا محسوسه کړې وي
ما ته د خپل مضمون په تائيد کښې چې کوم پېغامونه، ټيلي فونونه، او اي ميلې رارسيدلي دي هغه ما ځان سره خوندي کړي دي زما اراده هيڅ کله هم چا سره د هيڅ بې هيڅه مباحثې کولو نۀ ده ځکه چې لکه ما وړاندې ووئيل چې تنقيد زغمل لويه سينه غواړي
زۀ به دا خپلې خبرې د سيف الرحمان سليم صاحب په دې مشهور شعر ختمې کړم چې
ډېر خواږۀ خواږۀ ياران مې پرې خفه شو
دا رښتيا خبرې چا وئيل چې ښې دي
د پرائمرۍ سکولونو د پښتو نوے نصاب
(يوه جائزه)
حضرت زبېر زبېر
د خېبر پښتونخوا په پرائمرۍ سکولونو کښې د ادنى نه واخله تر د پنځم جماعته پورې پښتو نصاب له ډېرې مودې راهسې رائج دے دا ډېره د خوشحالۍ خبره ده چې اوس د صوبې موجوده حکومت پښتو مضمون تر دولسمه پورې لازمى مضمون وګرځولو
مخکښې هم د نصابى کتابونو په تيارۍ او مرتب کولو کښې د احتياط نه کار نۀ دے اخستے شوے او مرتبينو پکښې خپل خپل نظمونه او مضمونونه شامل کړى دى او دا اوس چې کوم نصاب د پرائمرۍ دپاره جوړ شوے او کتابونه چاپ شوي دي د دې نصاب جوړونکي هم خپلو کښې ناست دي او شپه په شپه يې نظمونه او مضمونونه ليکلي دي او په نصاب کښې يې شامل کړي دي او لکه د ملنګانو د دېګ ورته په خپله ناست دى زۀ فى الحال په دې نوي نصاب کښې د شاملو کړو شوو د نظمونو يوه هنداره لوستونکو ته وړاندې کوم چې لوستونکي ددې نصابي کتابونو د مرتب کونکو او د ټېکسټ بک بورډ د واکدارانو د بې غورۍ، ﻻ پرواهۍ، غېر سنجيدګۍ،ځان نوازۍ او دوستان نوازۍ په حقله خپله فېصله وکړي. په دې نصابي د پښتو کتابونو کښې د شاملو نظمونو او د هغو د ليکونکو شماره او تجزيه په دې ډول ده
وړومبے به مونږ د" پښتو قاعده د اول ادنى دپاره" راواخلو دا کتاب د ډاکټر فضل الرحيم مروت او ډاکټر جهانزيب خليل په نګرانۍ کښې چاپ دے ليکونکي يې داور خان داؤد، مشتاق مجروح يوسفزے او فېض الوهاب فېض دے. د مضمون ماهر ډاکټر محمد زبېر حسرت دے او ورسره معاون نورين امان شمع ده. په دې کتاب کښې دوه نظمونه چاپ دي چې يو د فېض الوهاب فېض د مردان بل نظم د ډاکټر زبېر حسرت دمردان دے.
دا دويم کتاب د اول جماعت دپاره "زما د پښتو کتاب" نګران ليکونکى او د مضمون ماهر هم دغه دى په دې کتاب کښې ټول اووۀ نظمونه چاپ دي دوه نظمونه د فېض الوهاب فېض د مردان دوه نظمونه د مشتاق مجروح يوسفزى د مردان او دوه نظمونه د ډاکټر زبېر حسرت د مردان شامل دى او يو نظم "ښۀ کارونه" د داورخان داود د پېښور دے.
دا دريم کتاب دوېم جماعت دپاره دے په دې کښې ټول نهه نظمونه چاپ دي اووۀ نظمونه د فيض الوهاب فېض د مردان دى يو نظم د ډاکټر زبېر حسرت د مردان او يو نظم د نور الرحمان سحر د مردان شامل دى د دې کتاب په آخره کښې د مولفينو پېژندګلو هم ده.
د دريم جماعت کتاب چې را واخلو نو په دې کښې هم لس نظمونه چاپ دي پينځۀ نظمونه د فېض الوهاب فېض د مردان او درې نظمونه د فرهاد محمد غالب ترين (نوښار) او دوه نظمونه د زبېر حسرت د مردان چاپ دى د کتاب په اخره کښې د مولفينو پېژندګلو ده.
د څلورم جماعت پښتو غالباً د تېر وخت نه پاتې شوے زوړ نصاب دے چې په دې کتاب نظر ثانى او ترتيب د ډاکټر زبېر حسرت او مرستيال يې نګهت لون او نورين امان شمع ده مصنفين يې نياز محمد عاجز،فرزانه معروف او عارف على غورى دى په دې کتاب کښې ټول اووۀ نظمونه د يوغېرمعروف شاعرنياز محمد عاجز دى
دغه شان ټوقې د پنځم جماعت کتاب سره هم شوې دى د دې کتاب مصنفين هم دغه او په دې کتاب کـښې هم ټول اووۀ نظمونه ټول د نياز محمد عاجز دى چې ډېره کمزورې شاعرى ده.
د پام لرنې خبرې خو دا دى چې مونږ د بل يو قام د تعليم د نصاب کتابونه راوخلو نو داسې ناروا کار خو تر اوسه پورې چا نۀ دې کړے چې د يو جماعت د کتاب دپاره دې ټول په ټول نظمونه په يو شاعر وليکلې شى کنى تاسو په خپله وګورئ د اردو يا د انګرېزۍ يو زوړ يا نوے کتاب راوخلئ خو دا د ماشومانو لوبې د څو ټکو او د خپل نوم د شهرت دپاره د پښتنو ماشومانو سره ولې کېږى.
ايا د دې بورډ غړو د دې خبرې خيال ساتلے دے چې د ماشومانو دپاره د ټاکلى شوو شاعرانو او هوښيارو اديبانو نه يې په دې بابله مرسته غوښتې ده، بله خبره دا ده چې د دغې څو کسانو په سر ټوله خېبر پښتونخوا په شا غورزول او نور بلا تېر هېر مشران شاعران هېرول او وروکول نۀ دى نو څۀ دى
دا ټېکسټ بُک بورډ د ټولې خېبر پښتونخوا دپاره دے کنه صرف د مردان (ښار) د شاعرانو دپاره، داسې کۀ مونږ وګورو نو په دې کتابونو کښې د صوابۍ، چارسدې، سوات، مينګورې، دير، بونېر، نوښار، پېښور، بټګرام ، هزارې، بنو، کوهاټ ،قبائيلى علاقو او داسې د نورو سيمو نمائيندګى څوک کوى ؟
د دغې علاقو د شاعرانو اديبانو په زړونو کښې به خامخا د دې بورډ او د پښتو ژبې نه کرکه او نفرت نۀ پېدا کېږى څۀ ؟
بهرحال پښتو ژبه په خېبر پښتو نخوا کښې د پرائمرۍ تر سطحې د تعليم ژبه ده او اوس د دولسم جماعته پورې د لازمى مضمون په حېث يوه عظيمه کارنامه ده د دې دومره عظيم کار په دې ډول شروع څۀ ښه خبره نۀ ده د دې نه خو دا څرګنديږى چې يوه مخصوص طبقه لګيا ده او دا کوشش کوى چې د دغه عظيم کارمخ نيوې وشى.
په آخره کښې زۀ د خپلې صوبې وزير اعلى او وزير تعليم نه دا غوښتنه کؤم چې د نصاب دغه کتابونه په خپله وګوري او د نصاب د جوړونکو ، مرتب کونکو او د تېکسټ بک بورډ د وکدارانو نه جواب طلبي وکړي او په دې نوي نصاب دې نظر ثاني وشى، ځکه کۀ د دې خبرې نوټس ونۀ خستے شو نو دغه يو څو خود غرضه خلق به د پښتو نصاب سره هم دغسې ټوقې کوي او د ماشومانو په ذهن کښې به دا خبره کښېني چې په پښتو کښې هم دغه درې څلور شاعران او هغه هم ټول د مردان ښار دي کۀ دا عمل دغسې پرېښودې شو يا د بې غورۍ نه کار واخستې شو نو تر دولسمه پورې به پښتانۀ ماشومان د دغه دوه څلورو شاعرانو اوږدۀ اوږدۀ نظمونو په خپل نصاب کښې لولى او د کوم مقصد دپاره چې پښتو ژبه لازمى کړې شوې ده هغه مقصد به بيخى د ناکامۍ سره مخ شى